افغان لوبډلې زیمبابوې ته د ۵۳ منډو په توپیر ماته ورکړه

43

د افغانستان او زېمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو د دوه اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان کوربه لوبډلې زېمبابوې ته د منډو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډلې په دې لوبه کې د پچې په ګټلو په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.

زېمبابوې لوبډله د افغان لوبډلې د هدف په تعقیب لوبغالي ته ښکته شوه؛ خو د افغانستان د توپ اچوونکو پر وړاندې یې مقاومت ونه شو کولی او ټوله لوبډله یې د ۱۷م اور په لومړي توپ په ۱۲۷ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له لوري مجیب الرحمن د زېمبابوې ۴، عظمت الله عمرزي ۳ او عبدالله احمدزي ۲ دوه لوبغاړي وسوځول.

د زېمبابوې له لوري ټېنوټېندا مپوسا ۳۲ او براین بېنېټ ۲۴ تر ټولو ډېرې منډې وکړې؛ خو ونه توانېدل چې د افغان لوبډلې ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي.

عظمت الله عمرزي چې په توپوهنه کې ۲۷ منډې او په توپ اچونه کې یې د سیالې لوبډلې ۳ پیاوړي لوبغاړي سوځولي وو د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د دغې لوبلړۍ دویمه شل اوریزه لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره کېږي.

ستاسې په نظر په دې لوبه کې باید کوم لوبغاړی د یوولس کسیز ترکیب برخه نه وای او باید راتلونکې لوبه کې د هغه پر ځای کوم لوبغاړی په لوبډله کې واخېستل شي؟

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.