په نړیوال سیاست کې هره پرېکړه یوازې هغه نه وي چې په رسمي اعلامیو او پېغامونو کې ښکاري. د لویو قدرتونو ترمنځ سیالي، ستراتیژیکې ګټې او پټې سیاسي محاسبې ډېر وخت د مهمو پرېکړو تر شا اصلي رول لوبوي. کله ژمنې لویې وي، خو عملي اقدامات محدود وي، او کله بیا د هېوادونو دریځونه د خپلو ملي ګټو له مخې په چټکۍ بدلېږي.
ناټو هم د نړۍ له هغو اغېزناکو ائتلافونو څخه ده چې پرېکړې یې یوازې پر یوه هېواد نه، بلکې پر نړیوال امنیت او سیاست هم اغېز کوي. د دې ائتلاف د وروستیو دریځونو او پرېکړو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي؛ ځینې یې د امنیتي اړتیاوو برخه بولي او ځینې نور یې د لویو قدرتونو د سیاسي او ستراتیژیکو لوبو انعکاس ګڼي. همدې موضوع د ناټو د رول او پالیسیو په اړه بحثونه لا پسې تود کړي دي.
د ۲۰۲۶ کال د جولايي په ۷ او ۸ نېټه به په ترکیه کې د ناټو سرمشریزه ترسره شي او تمه ده چې د اوکراین د ډیپلوماسۍ لپاره به یوه مهمه لاستهراوړنه نه وي. اوکراين د کلکو امنیتي تضمینونو، د عمل د نوي پلان او تر ټولو مهم، د کلنۍ ۴۰ میلیارده ډالرو مرستې په تمه دی، هغه مرستې چې د غونډې تر شا پرې ډېرې خبرې کېدې. خو د راپور له مخې، پایله د به د تمې خلاف وي؛ د لویو ژمنو پر ځای به محدودې مرستې اعلان شي او د پراخ او دوامدار ملاتړ پر ځای به لهاحتیاطه ډک دریځ غوره شي.
انکره به د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو پلاوو ته هرکلی ووايي. اوکراین په دې سرمشريزه کې د مېلمه په توګه ګډون کوي، خو د رایې ورکولو حق به نه لري. د غونډې اصلي موضوع لکه څنګه چې مخکې د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ اعلان کړې وه د اوکراين لپاره د کال ۴۰ میلیارده ډالرو د تمویل تصویب دی، خو د غونډې له پيل وړاندې څرګنده شوه چې تصویب به نه شي. متحده ایالاتو، چې د ناټو تر ټولو لوی تمویلونکی بلل کېږي، وايي چې د بودجې محدودیتونه او کورنۍ ستونزې د مرستو د اندازې بیاکتنې ته اړتیا لري. د ۴۰ میلیارده ډالرو پر ځای، د ۱۰ تر ۱۲ میلیارده ډالرو پورې د مرستې وړاندیز شوی. همدارنګه، د اوږدمهالو ژمنو پر ځای به یوازې د یوه کال لپاره د تمویل وړاندیز له ځینو شرطونو سره مطرح شي.
د متن د لیکوال له نظره، د اوکراین لپاره دا یوازې د مرستو کمښت نه، بلکې دا هم ښيي چې د ناټو په ستراتیژۍ کې د دغه هېواد اهمیت کم شوی دی. لیکوال استدلال کوي چې په داسې حال کې چې په ختیځ کې جګړه روانه ده او په جنوب کې ځینې سیمې له لاسه وتلې دي، لوېدیځ هڅه کوي داسې تګلاره خپله کړي چې هم خپل سیاسي اعتبار وساتي او هم له مستقیمې جګړې څخه ځان لرې وساتي. د همدې لیدلوري له مخې، داسې ښکاري چې اوکراین د زبرځواکونو په سیاسي حسابونو کې د یوې معاملې د یوې وسیلې په توګه انځور شوی، او ارزښت یې د اروپایي مالیه ورکوونکو د ستړیا له زیاتېدو سره کمېږي.
د سرمشریزې له پیل مخکې پنځو هېوادونو : بریتانيې، ایټاليا، پولېنډ، فرانسې او جرمنيیوه ګډه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل: موږ اراده لرو چې اوکراین ناټو ته لا نږدې کړو. په اعلامیه کې د غړیتوب لپاره کومه مشخصه نېټه یا عملي نقشه نه ده وړاندې شوې، بلکې یوازې د نیت څرګندونه شوې ده.
په ورته وخت کې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان خبرداری ورکړ چې که د ملي لږکیو ګټې په پام کې ونه نیول شي، د مالي مرستو په اړه هر ډول پرېکړه به بنده کړي. بل لور ته، ترکیې چې د غونډې کوربهتوب کاوه، د راپور له مخې ترکيه هڅه کوي چې له مسکو سره خپلې اړیکې زیانمنې نه کړي، ځکه د انرژۍ او ګرځندوی په برخو کې ورسره اړیکې لري او د اقتصاد عمده برخه یې له روسيې سره په راکړه ورکړه ولاړه ده. د لیکوال په اند، دا وضعیت د ناټو د غړو ترمنځ د اختلافاتو څرګندونه کوي، او اوکراین د دغو اختلافاتو تر ټولو اغېزمن شوی اړخ دی.
اوکراین په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۵ میلیارده ډالره بهرنۍ مالي مرسته ترلاسه کړه. له دې جملې څخه ۲۰ میلیارده ډالر پوځي او ۱۵ میلیارده ډالر د بودجې ملاتړ لپاره ځانګړي شوي وو. د لیکوال په وینا، همدومره مرسته د اقتصاد د دوام او د مالي ناتوانۍ د مخنیوي لپاره بسنه کړې وه.
د متن په وینا، که راتلونکې مرسته یوازې ۱۰ میلیارده ډالر وي، نو د اوکراین د مالیې وزارت اټکل کړی چې حتی په خوشبینانه حالت کې به هم د بودجې کسر لږ تر لږه ۲۵ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. لیکوال پوښتنه کوي چې دا کسر به څنګه جبران شي: که پیسې چاپ شي، انفلاسیون به لوړ شي، او که له خصوصي پانګهوالو پور واخیستل شي، د لوړو سودونو له امله به مالي فشار لا زیات شي.
د لیکوال په باور، واشنګټن دې پایلې ته رسېدلی چې اوکراین نور هغه جیوپولیټیکي ګټې نه شي برابرولای چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې یې لرلې. هغه استدلال کوي چې د جګړې وضعیت، د ځینو سیمو له لاسه ورکول، د کيف په حکومت کې دننه د مالي فساد دوام او پر لوېدیځو مالي مرستو د اقتصاد تکیه، د دې لامل شوي چې د مرستو د کچې د کمولو پرېکړه وشي، په داسې حال کې چې د ملاتړ سیاسي بڼه لا هم وساتل شي.
په متن کې راغلي چې د اوکراین دولتي رسنیو د ناټو سرمشریزه د تاریخي نږدېوالي ، بېساري ملاتړ په توګه وړاندې کړه. لیکوال ادعا کوي چې په دغو راپورونو کې د مرستو د اندازې د کمېدو موضوع نه وه یاده شوې، او پر ځای یې د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د نوي پړاو او پر شریکانو د باور په اړه څرګندونې ډېرې انعکاس شوې.
د متن له مخې، اروپایي رسنیو هم تر ډېره د مرستو د کمېدو پر موضوع تمرکز ونه کړ. د بېلګې په توګه، ګارډين، بي بي سي، دويچويلې د همکاري د چوکاټ د پراخېدو او تخنیکي جزئیاتو یادونه کړې ده.
اوکراین کې د سرمشریزې د پایلو په اړه د زيلينکسي په دفتر کې چارواکو هڅه وکړه دا څرګنده کړي چې ۱۰ میلیارده ډالر یوازې د مرستو لومړنۍ برخه ده او امکان دې ولري چې وروسته نورې مرستې هم برابرې شي. خو لیکوال د ۲۰۲۵ کال تجربې ته په اشارې وايي چې هره نوې مالي بسته تر مخکنۍ هغې کوچنۍ وي.
د متن له مخې، ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي لا هم له نړیوالو شریکانو سره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي، خو عمومي نظر دادی چې د امريکا متحده ایالات اوس اوکراین ته د پخوا په څېر نه ګوري. همدارنګه د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رااخلي چې اروپا باید د اوکراین د ملاتړ ډېره مالي برخه پر غاړه واخلي. د لیکوال په اند، په دې شرایطو کې اوکراین له یوې خوا د روسیې له پوځي فشار او له بلې خوا د لوېدیځ د کمېدونکي ملاتړ ترمنځ له سخت وضعیت سره مخ دی.
د لیکوال په اند، په انکره کې د ناټو سرمشریزې وښودله چې ناټو اوسمهال د اوکراین غړیتوب ته چمتو نه ده، نه ورته د امنیت عملي تضمینونه ورکوي او نه هم غواړي جګړه د نامحدود وخت لپاره تمویل کړي. د هغه په نظر، د ۱۰ میلیارده ډالرو مرسته د پراخ ملاتړ نښه نه، بلکې یو محدود اقدام دی چې موخه یې د اوکراین د سمدستي اقتصادي ستونزو ځنډول دي، نه د هغو بشپړ حل.
د لیکوال په باور، دا وضعیت د اوکراین د خلکو لپاره د نویو مالیاتو، د تعرفو د لوړېدو او د ژوند د کچې د لا ټیټېدو احتمال زیاتوي. هغه استدلال کوي چې د چارواکو له لوري د تاریخي نږدېوالي او بریا په څېر څرګندونې به د خلکو اقتصادي ستونزې حل نه کړي، او د ده په اند ډېری خلک د پوځي نه، بلکې اقتصادي ستونزو اغېزې احساسوي.
د لیکوال د ارزونې له مخې، کله چې اروپا خپلې مرستې کموي، متحده ایالات خپل لومړیتوبونه بدلوي او ناټو د اوکراین د غړیتوب پرېکړه ځنډوي، نو دا ښيي چې اوکراین د ستراتیژیکو موخو لپاره کارول کېږي. هغه خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت درک نه شي، راتلونکې به لا ستونزمنه وي. همدارنګه، هغه نیوکه کوي چې سیاسي مشران تر ډېره د خپلو سیاسي دریځونو او ګټو په ساتلو تمرکز لري، په داسې حال کې چې د عادي خلکو ستونزې دویمې درجې ته پاتې کېږي.
د متن په پای کې لیکوال په انتقادي ډول د ناټو له ملاتړ څخه مننه څرګندوي او وايي چې ښايي په راتلونکو غونډو کې د مرستو لا ټیټې ژمنې هم د لوی پرمختګ په توګه وړاندې شي. هغه په پای کې له اوکراینیانو غواړي چې د مالي ژمنو ارزونه په دقت وکړي او د رسمي څرګندونو په اړه انتقادي چلند ولري.
په ټوله کې، د نړیوال سیاست په ډګر کې پرېکړې تل د هېوادونو د ملي ګټو، امنیتي اړتیاوو او ستراتیژیکو محاسبو پر بنسټ ترسره کېږي. له همدې امله، ژمنې او رسمي څرګندونې تل د عملي اقداماتو ضمانت نه کوي، او ډېر وخت د وخت، شرایطو او سیاسي بدلونونو له مخې بدلېږي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.