پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

محمدسليم سليمان

65

پان‌تُرکيزم هغه سیاسي او فکري نظریه ده چې موخه یې د نړۍ د ټولو ترک‌الاصل ملتونو، قومونو او ژبو د یوې سترې ګډې جغرافیې، واحد سیاسي ځواک او تر ګډ فرهنګي  تمدني هویت لاندې راټولول دي. پان‌تُرکيزم د یو فکري جریان په توګه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې را پیل شو. د دې مفکورې د لومړنیو تخمونو ریښه د روسیې په ترک مېشتو سیمو کې د ترکي ژبو د یووالي له بحثونو سره تړاو لري، خو په رسمي او سیاسي بڼه یې وده هغه مهال تېزه شوه چې د عثماني امپراتورۍ یو شمېر فکري کړیو او د اتاترک  په وخت کې نوموړي ته اصلاح غوښتونکو حلقو دا نظريه مطرح کړه چې ټول ترک ملتونه باید یو ګډ تمدن او ګډ سیاسي مرکز جوړ کړي. او د ترکیې، آذربایجان، قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، قرغیزستان، تاتارستان، کریمیا ، د چین تر سین‌جیانګ او د روسیې تر سايبريا پورې سیمې په یو ستر توراني بلاک بدل کړي.

په شلمه پېړۍ کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په وخت د عثماني امپراتورۍ یو شمېر سیاستوالو او نظریه‌والو دا مفکوره د دولتي سیاست په کچه مطرح کړه او هماغه وخت د (توران) د پراخې جغرافیې تصور د رسمي شعار په بڼه راڅرګند شو. یعنې لنډه خبره دا ده چې پان‌تُرکيزم د ۱۸۸۰  ۱۹۱۴ تر منځ فکري بڼه واخیسته او د ۱۹۱۴  ۱۹۲۰ په کلونو کې د عملي پروژې په شکل وازمویل شوه.

دا نظریه ځان یوازې فرهنګي یووالی نه ګڼي، بلکې د سیاسي، جیوپولیټیک، اقتصادي او پوځي یو ځای کېدلو ستره موخه هم ورسره تړلې ده. په معاصر وخت کې د پخواني عثماني نفوذ احساس، د ترکیې او آذربایجان نږدې اتحاد، او د ترک دولتونو د سازمان جوړېدل د پان‌تُرکيزم د بیا راپورته کېدو نښې ګڼل کېږي. د دې نظریې مخالفین په دې باور دي چې دا  د نوي استعماري نفوذ یو بڼه ده او په سيمه کې د توازن د  ګډوډېدو خطر زیاتوي، خو ملاتړي یې دا د ترک هویت د دفاع او د سیمې د قوت او یووالي لپاره مشروع هدف بولي. په ټوله کې پان‌ترکيزم یوازې یو فرهنګي خوځښت نه بلکې یو پراخ جیوپولیټیک پروګرام دی.

په اوسني نړیوال سیسټم کې د څو قطبي نړۍ نظریه داسې يو انځور وړاندې کوي چې لوی قدرتونه باید د خپلو متضادو ګټو ترڅنګ د ګډو تفاهمي نقطو په لټه کې هم واوسي ، اصول مراعت کړي او د خبرو اترو لړۍ پرله ‌پسې او دوامداره وساتي. امریکا، روسیه او چین په همدې هڅه کې دي، خو د دې سیستم د دوام لپاره لازمي شرط دا دی چې هر لوبغاړی زبرځواک ځان د قواعدو پابند وبولي. خو ترکیه له دې چوکاټ څخه ځان جلا تعریفوي او د نفوذ د پراختیا لپاره د پان‌ترکيزم نظریه د یوې سترې ایډیالوژیکي لارنقشې  په توګه کاروي. انقره هڅه کوي چې د ترکی ژبې لرونکو ټول هېوادونه د یوه ګډ سیاسي او د قدرت واحد کې راټول کړي، او هر ځای چې فرصت پیدا کړي، د جیوپولیټیک خاليګاوو څخه نه یوازې استفاده وکړي، بلکې هماغه خلا په خپله ګټه بدل کړي.

د آذربایجان سره د اړیکو ژوره کېدل د دې مفکورې ښکاره نتیجه ده. په قره‌باغ کې د حالت د څرنګوالي بدلون، او د مسکو پر ځای د انقرې د نفوذ قبولول، د پان‌ترکيزم په عملي ساحه بدل شوی دی. په همدې ډول د روسیې په شمالي قفقاز، کریمیا او تاتارستان کې د انقرې د نمايندګانو فعال حضور، د کریمیا د ټآپووزمې د (عثماني الحاق) د تصور بیا تازه کول، او د تاتارانو تمایل د فشار د وسیلې په توګه کارول هم ددې پراخو هڅو يوه لار نقشه ده. دغه ډول فعالیتونه په منځنۍ آسیا کې هم په تیز سرعت روان دي؛ قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغیزستان له مخکې څخه د (ترک دولتونو سازمان) په چوکاټ کې شامل شوي، او انقره هڅه کوي چې دا چوکاټ یوازې فرهنګي نه، بلکې امنیتي  پوځي مفصل جوړښت ته واړوي.

په منځني ختیځ کې د سوریې په جګړه کې له راډيکالو د ترکیې ملاتړ، د لیبیا په بحران کې مستقیمه ښکېلتیا، په قطر کې پوځي اډې او د تونس د سیاست د یوې برخې ملاتړ، د انقرې د پراخ نفوذ ښکارندويي کوي. انقره هڅه کوي چې دا پراختیا نه یوازې د نرم ځواک په وسیله پر مخ یوسي ، بلکې په سخت یا نیمه سخت ځواک باندې هم تکیه وکړي. په همدې ډول، د ایران په شمال کې د قومی جوړښت حساسیت د انقرې د محاسبې برخه ده، ځکه که انقره په دې برخه کې د هویت او ژبې احساساتو ته په مهارت تحرک ورکړي، نو د ایران شمالي جغرافیه د راتلونکې ممکنه شخړې لپاره د نفوذ په مهم میدان بدلولی شي.

په سترې کچې باندې د نوي (توران) تصور د بالکان څخه د چین تر سین‌جیانګ پورې د یوه دایمي ذهنیت په شکل مطرح شوی دی. دا یوازې د تاریخ د تکرارولو فکر نه دی؛ بلکې په انقره کې ډېر سیاسي تحلیلګران  دا کار د خپل نسل د تاریخي ماموریت په توګه بیانوي. د دفاعي صنعت پراختیا، د بې‌پیلوټه الوتکو تولید، د انرژۍ د ټرانزیټ لارې، د قفقاز او ولګا په لور د اقتصادي لارو تړل، او د ترانزيټ بدیلونو جوړول د دې اوږدمهاله ستراتیژۍ هغه عملي بنیادونه دي چې د هویت شاته د ځواک مستند واقعيتونه پټوي.

مخالفین دې ته د یوې استعمارګرې پروژې په سترګه ګوري او باور لري چې دا حرکت د سیمې د توازن ګډوډولو، د نورو ملتونو د حاشیې ته کولو او د هېوادونو تر منځ د ټکر  د نوې جغرافيې  جوړولو ته زمینه برابروي. خو ملاتړي یې دا د تاریخي عدالت، فرهنګي یووالي او د “ترکي تمدني دایرې” د احیا په توګه تشریح کوي. د همدې تر منځ انقره ځان د یوه نوي (مخکښ)  قدرت په توګه تعریفوي ـ داسې رول چې نه یوازې له ناټو سره له ټکر نه ډاریږي، بلکې د خپلو جیوپولیټیکو تصمیمونو لپاره د نړیوالو قدرتونو د رضایت اړتیا هم نه ویني.

په همدې دلیل پان‌ترکيزم نن یوازې دا چې د ژبې، تاریخ او اصل د یووالي شعار نه دی؛ بلکې دا د انقرې لپاره په عمل کې د ځواک د جغرافیې د بیا جوړولو او پراخولو وسیله ده، چې د سیمې د امنیتي معادل توازن د بدلون لپاره د یوه لوی فکري او ستراتیژیک پلان د وسيلې په توګه کارول کېږي.

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.