د رسنيو د کارپوهانو تر منځ د تجربو تبادله څومره اړينه ده؟

محمدسليم سليمان

129

میډیا یا رسنيو د بشریت په ټولنیز ژوند کې تل مرکزي رول لوبولی دی او په يو هېواد کې له اجراييه، مقننه، او قضايه قوې وروسته د څلورمې قوې په نامه پېژندل کېږي.

 د چاپ ماشین له اختراع (۱۵ مې پېړۍ) وروسته د نظریاتو تبادله نړيواله  شوه. په ۲۰مې پېړۍ کې د راډیو او ټلویزیون راتګ د ملتونو ترمنځ د خبرو او خبراوي نوې کړکۍ پرانستله. د ۲۱مې پېړۍ ډیجیټل انقلاب (انټرنټ او ټولنیزو رسنيو) نړیواله کچه په  بې ساري ډول عامې او خلک ورسره په نه شلېدونکې اړيکه کې شول. له همدې تاریخي مسیر څخه څرګندیږي چې  رسنۍ (ميډيا) تل هغه وسیله وه چې ملتونه، کولتورونه او نظرونه يې سره نښلولي ، په ارتباط کې ساتلي او يو له بله خبر کړي دي.

د رسنيو د کارپوهانو لپاره د پرانیستې فضا اړتیا ولې پېښېږي؟

د رسنيو پرانیستې فضا یعنې داسې چاپېریال چېرته چې: ژورنالستان، بلاګران او متخصصین کولای شي په ازاد ډول نظریات تبادله کړي. د معلوماتو شریکول یې محدود نه وي، بلکې د نوښت او شفافیت فضا موجوده وي.

او همدارنګه د نقد، څېړنې او د حقایقو د کره کتنې Fact-checking فرصت برابر وي.

دغه فضا څو ګټې لري: د معلوماتو کره والید ازاد بحث  په ترڅ کې د فیک نیوز پر وړاندې د مبارزې لارې چارې لټول کېږي. د باور جوړونه کوي يانې کله چې معلومات په ازاد ډول تبادله کېږي، د خلکو او دولتونو ترمنځ باور زیاتېږياو همدارنګه ژورنالستان د تجربو د تبادلې له لارې په خپله برخه کې نوي مهارتونه زده کوي او مسلکي وده کوي. د نړۍ د بیلابیلو کلتورونو د پېژندنې له لارې د متقابل درک فضا پیاوړې کېږي. د ګډو پروژو رامنځته کېدلنړیوالې همکارۍ لکه ګډې څېړنیزې خپرونې، مستندونه او پوډکاسټونه د نړیوالو موضوعاتو په ښه پوښښ کې مرسته کوي.

نن ورځ میډیا یوازې  په یوې سیمې یا هېواد پورې محدود نه ده. یو خبر یا انځور کولای شي په څو ثانیو کې د نړۍ بل سر ته ورسېږي. له همدې امله، نړیواله اړيکه او د تجربو تبادله د میډیا متخصصینو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

د دروغو خبرونو د خپرېدا پر وړاندې نړیواله همکاري اړینه ده، ځکه چې غلط معلومات د انټرنټ له لارې په ثانیو کې خپرېږي اود خلکو په احساساتو د ځپلو سربېره ناسم معلومات خپروي.

پرانیستې رسنيزه فضا د حکومتونو او ادارو لپاره د شفاف کار کولو ضمانت دی.

کله چې ملتونه د رسنیو له لارې یو بل ته غوږ ونیسي، د شخړو د زیاتېدو پر ځای د حل لارې موندل کېږينړیوالې رسنۍ د سیاحت، سوداګرۍ او د هېواد د مثبت انځور د پراختیا وسیله ګرځي.

 په همدې تړاو په روسیه کې هم په اګست میاشت کې د (شوم فورم)  په نامه د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د رسنيو متخصصينو فورم ترسره شو چې پکې مختلفو موضوعاتو بحثونه، د افکارو تبادله، دحل لارو لټول او په ميډيا پورې تړلو نورو موضوعاتو بحث وشو.

   په روسيه کې د نړیوالو میډیا فورمونو سابقه هم لرغونې ده ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د ماسکو میډیا فورم ، په ۲۰۱۹ کال کې (اورال میډیا فورم) او په ۲۰۲۱ کال کې (سنټ پیټرزبورګ نړیوال میډیا فورم) نامتو ناستې وې چې پکې د رسنيو کارپوهانو په پرانیستې بحثونو کې د فیک نیوز، ډیجیټل امنیت او د نړیوال ژورنالیزم ارزښتونو د خوندي کولو په برخه کې  تر بحثونه او د افکارو تبادله کوله.

(شوم فورم) د همدې دود یوه تسلسل ده، خو ځانګړتیا یې دا ده چې د ځوانو متخصصینو لپاره ځانګړې شوې ده، څو د رسنيو راتلونکې څېرو ته عملي مهارتونه، نړیوال لید او مسلکي ملاتړ برابر کړي.

په فورم کې د رسنيو په برخه کې د نړیوالو کارپوهانو ګډون جوت وو له هند، صربيا، ویتنام، اندونیزیا، بلاروس او له لاتينې امريکا تر افريقا او منځني ختيځ پورې  د ډېری هېوادونو کارپوهانو په دې فورم کې برخه اخيستې وه  دا ښيي چې روسیه غواړي د فرهنګي ډیالوګ او معلوماتي تبادلې په برخه کې ځان نړۍ ته جوت کړي.

د رسنيو له لارې د حقيقت موندلو  يا د ناسمو معلوماتو بېلول او تشخيصول چې د رسنيو په برخه کې يوه مرکزي او د پاموړ موضوع ده له پخوا څخه خو د رسنيو په برخه کې د ټيکنالوجي له پرمختګ وروسته له ۲۰۱۰ کال وروسته ډېر اهمیت موندلی دی د «شوم» په څېر پروګرامونه دا فرصت برابر کړی وو چې په دې برخه کې څه حل لارې چارې د اوازو او ناسمو خبرونو د نه خپرولو او اغيز ختمولو په برخه کې مرسته کوي.

د دې ډول پروګرامونو عمومي ارزښت دادی چې نړيوال باور جوړېږي کله چې د مختلفو هېوادونو ځوانان په يوه ګردي مېز کې راټول او يو له یو بل سره په مشخصه موضوع کار کوي نو دا د ملتونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي.

د ګډو روزنیزو پروګرامونو په مرسته د غلطو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی کېږي.

له تاریخي اړخه، فرهنګي تبادلې تل د سولې او متقابل درک لپاره مهمې وسیلې وې. د «شوم» فورم هم د همدې سلسلې برخه ده.

نو  (شوم فورم) هم د ميډيا د برخې د ځوانو متخصصینو لپاره یوه اغېزمن تعلیمي او تبادلي پلاتفورم ثابت شو. د دې لومړی پړاو،  شوم ميډيا سنټر (د اګست له ۱۲مې تر ۱۸مې) ترسره شو چې له روسیې او له شاوخوا  نورو ۱۷ هېوادونو لکه هند، ویتنام، بلاروس، سربيا، اندونیزیا او نورو هېوادونو څخه ۳۰۰ ځوان ګډونوالو برخه اخیستې وه.

د شوم فورم تنها تخنیکي روزنیز ځای نه ، بلکې یوه نړیواله د افکارو او تجربو د تبادلي ساحه هم ده چې د ګډونوالو تر منځ د تجربو، نظرونو، او تخليقي نظریو د شریکولو فضا برابروي. د عربي نړۍ، آسيا، او لاتينې امریکا د میډیا متخصصینو په ګډون په دې فورم کې ګډونوالو خپل اندونه يو له بل سره شريک کړل.

پایله دا چې روسیه په شکل د اشکالو غواړي د شوم فورم له لارې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ځوانو میډیا متخصصینو ته د مستقیم تماس،  دتجربو دتبادلې،او حقيقت موندنې په برخه کې په فعاله توګه د برخې اخیستنې فرصت برابر کړی.

د میډیا متخصصینو لپاره پرانیستې فضا یوازې د افکارو د تبادلې لار نه ده، بلکې د شفافیت، باور، نوښت، نړیوالې همکارۍ او د سولې مهمه وسیله ده. هر هېواد چې د داسې فضا ملاتړ کوي، په حقیقت کې د خپل راتلونکي ټولنیز ثبات او پر نړیوال اعتبار لپاره پانګونه کوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.