د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د دوی د يوې نوې سروې له مخې، د افغانستان ۹۲ سلنه خلک د ښځو او نجونو د زده کړو ملاتړ کوي او په دې تړاو د طالبانو دریځ ننګوي.
دغه سروې چې پکې د هېواد له کلیو او ښارونو د څه باندې ۲ زرو کسانو نظرونه او رایې پوښتل شوې دي، د دې ملاتړي دي، چې خویندې، لوڼې او مېرمنې یې زده کړو ته لاسرسی ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن ویلي: “تقريباً هر وخت چې له نجونو پوښتنه کوو، هغوی موږ ته وايي چې د زده کړې ليواله دي او يوازې تعلیم فرصت غواړي.”
طالبانو د ملګرو ملتونو د دغې سروې په تړاو څه نه دي ویلي، خو له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې یې افغانستان کې د دیني دلایلو له مخې د نجونو زده کړې بندې کړې دي.
د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي چې شاوخوا څلور میلونه نجونې طالبانو له زده کړو منع کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې افغانستان استازې ویلي، چې په هرو لسو افغانانو یو یې د نجونو زده کړو او ښځو کار له امله د طالبانو بندیزونو سره مخالف دي او وايي چې دا د افغانانو دریځ او نظر نه دی.
بل خوا د ملګرو ملتونو یادې څانګې دا هم ویلي، چې تر ۲۰۲۶ کال به افغانستان کې د ماشومو نجونو د واده کچه ۲۵ سلنه، د کم عمره نجونو د زېږون کچه ۴۵ سلنه او د میندو د مړینې کچه لږ تر لږه ۵۰ سلنې ته لوړه شي.
طالبان نه یوازې د نجونو زده کړو او کار برخه کې بندیزونه نه لرې کوي، بلکې په راتلونکي پنځه کلن پراختیايي پلان کې د نجونو زده کړو ته ځای نه لري او هغه یې جزیوي موضوع بللې ده.
ټول افغانان له طالبانو غواړي چې د مېرمنو زده کړو او کار ته په نه اجازې ورکولو سره افغانستان د یوې بلې نیابتي جګړې په میدان بدل نه کړي او پرېږدي چې هېواد ثبات ته کار وکړي
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.