د نجونو پر زده‌کړو د ا.ا بندیز؛ تر اوسه نږدې پنځوسو استادانو استعفاوې کړي

1,482

پوهنتونونو ته د افغان نجونو پر تګ بندیز او پر وړاندې یې د پوهنتون دروازو د تړل کېدو په دوام، له پرون راهیسې د هېواد د بېلابېلو خصوصي او دولتي پوهنتونونو یوشمېر استادانو له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.

د دغو استادانو د ټولنیزو رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، د دغه راپور تر لیکلو پورې نږدې ۵۰ استادانو د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه استعفاوې کړې دي. دوی له زده‌کړو، په تېره له لوړو زده‌کړو د نجونو مخنیوی له ښځو سره توپیري چلن بللی دی.

د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ لومړنی استاد و چې پرون یې د اسلامي امارت د دې پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.

هغه چې په هند کې ماسټري او دوکتورا بشپړه کړې او له لسو کلونو راهیسې یې د کابل پوهنتون د ریاضیاتو پوهنځي کې تدریس کړی، وايي: «مخکې هم د لوړو زده‌کړو برخه کې ډېرې ستونزې وې، خو دا وروستۍ پرېکړه وه چې له بده مرغه موږ ونه توانېدو چې په دې ډول او دغه سېسټم سره خپلې دندې ته دوام ورکړو.»

زکریا شنیزی، سکندر ځدران، نصیراحمد سلطاني او عبدالهادي اسدي د کابل پولیتخنیک پوهنتون استادان دي چې د نجونو د لوړو زده‌کړو د مخنیوي په غبرګون کې یې استعفاوې کړې دي.

د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد عبدالرضا مطمئن چې خپله استعفا یې پر فېسبوک خپره کړې، لیکلي چې په داسې چاپېریال کې کار کول، خیانت دی.

کابل کې د جهان خصوصي پوهنتون استاد محمداصف ستانکزی چې له پنځو کلونو راهیسې د ادارې او سوداګرۍ څانګه کې تدریس کوي، سلام‌وطندار ته وویل، تر هغه چې پر افغان نجونو لګېدلی محدودیت لرې نه شي، تدریس به ونه کړي.

همدارنګه، د لغمان پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد عبیدالله سعیدي او د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد ظاهرشاه صفاري هم استعفاوې کړي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې افغان نجونو ته اجازه ورکړي، څو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

ظاهرشاه صفاري سلام‌وطندار ته ویلي: «څرنګه چې شاهدان یاست، هره ورځ پر استادانو او محصلانو فشارونه او محدودیتونه ډېرېږي او د دې لپاره زه استعفا کوم او نه غواړم په داسې چاپېریال کې کار ته دوام ورکړم.»

بله‌خوا د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد صفي‌الله سمون او د کندوز پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد هم د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لګېدو په غبرګون کې له خپلې استادۍ استعفاوې کړې دي.

استادانو چې نږدې لس کاله یې تدریس کړی وايي، له استادۍ یې ځکه استعفاوې کړي، څو د افغان نجونو د زده‌کړو حق لپاره د عدالت غوښتنې غږ بدرګه کړي.

بله‌خوا د فانوس د لوړو زده‌کړو موسسې د ژورنالېزم پوهنځي استاد امیر ارسلان خراسان‌پور چې له دندې یې استعفا کړې، وايي: «دا داسې پرېکړه ده چې نیمايي ټولنه فلجېږي. په دغه کار په بشپړ دول مایوسه شوم او ډک ستونی مې هېڅ نه تفسیرېده.»

نظیراحمد رزاقي چې له څو کلونو راهیسې یې د کابل د بېلابېلو پوهنتونونو د نړیوالو اړیکو څانګه کې تدریس کاوه، سلام‌وطندار ته خپله استعفا تایید او زیاته یې کړه: «ما چې کومو ټولګیو کې تدریس کاوه، نجونو د زده‌کړو ډېره انګېزه لرله او لوړې نومرې ډېری نجونو اخیستې او ټاپ وې؛ خو له بده مرغه له وروستیو بدلونونو وروسته محدودیتونه پیل شول او ان تر دې چې ټولګي ته نه پرېښودل کېدې. د هرې ورځې په تېرېدو له زده‌کړو سره د نجونو د مینې کچه کمېدله.»

د تخار پوهنتون استاد ولي‌الله شفق هم د هغو استادانو له ډلې سره یوځای شوی چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په غبرګون کې یې استعفاوې کړې دي. هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «زما او د افغانانو وړاندیز دا دی چې ژرترژره دا ستونزه پای ته ورسېږي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانېستل شي.»

د دې ترڅنګ، کابل کې د جهان خصوصي پوهنتون استاد جاوېد مومند، د کابل پوهنتون د فزیک څانګې استاد فیض‌الرحمان اسحاقزی، کابل کې د خصوصي پوهنتون استاد اسحاق شهباز، د جهان خصوصي پوهنتون استاد ناصر سادات، د کابل پوهنتون استاد مجیب‌الرحمان احمدزی، د بلخ پوهنتون علمي مرستیال رشاد جمال‌یار او د ژورنالېزم پوهنځي استاد فردوس پیرزاد او بلخ کې د تاج خصوصي پوهنتون استاد نصیراحمد هغه استادان دي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو په غبرګون کې یې له دندو استعفاوې کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.