هلمند کې سیلابونو درانه زیانونه اړولي؛ خلک د مرګ له ګواښ سره مخ دي
د هلمند ګرمسېر ولسوالي د بیرتاکه ناصران کلي اوسېدونکي وايي، وروستیو سیلابونو سیمه کې پراخ ویجاړۍ رامنځته کړي دي.
سلاموطندار ته یوه سرچینه د معلوماتو په لېږلو سره وایي، دا مهال ګڼ شمېر کورنۍ د اوبو په منځ کې بندې پاتې دي او خوندي ځای ته د تګ هېڅ لاره نه لري.
د سرچینې په وینا، ښځې، ماشومان او سپینږیري له جدي خطر سره مخ دي.
دوی له مسوولانو غواړي چې سيمې ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
د معلوماتو له مخې، تر اوسه سیمې ته هېڅ ډول بېړنۍ مرستې نه دي رسېدلي او خلک د خوراکي توکو، پاکو اوبو او سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي.
بلخوا، د هوا د حالاتو وړاندوینو له مخې د بارانونو د دوام احتمال شته او د هلمند سیند د اوبو د زیاتېدو اندېښنې هم موجودې دي، چې ښايي وضعیت لا پسې کړکېچن کړي.
د سیمې اوسېدونکي له اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره بېړنی اقدام وکړي او د بند پاتې شویو خلکو د ژغورنې او ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.