د افغانستان په هکله د پاکستان دښمنانه پالیسي – (لومړۍ برخه)

شاه ولی ارین

56

افغانستان له ۱۹۴۷ کال را وروسته د پاکستان د نا مشروع را زیږیدو له پیل نه په سیمه کي یو له ناندریزو ګاونډیانو څخه ګڼل کیږي، او د دې دواړو هېوادو  اړیکې نه د مثبت او ښه ګاونډیتوب لورته بلکې تل د پاکستان د منفي سیاستونو له امله منفي او دښمنۍ خواته تمایل موندلی دی، دا ځکه چي پاکستان په سیمه کي تل د نړۍ د استعماري تاقتونو د شومو موخو د عملي کولو په خاطر د یو لاسپاکې په توګه استعمال شوي، نو ځکه افغانستان خو لا څه کوي، حتا چې په خپلو ولسونو یې هم رحم نه دی کړي.

دغه جعلي هېواد چې د ډیورنډ کرښې په ختیځه خوا کې موقعيت لري، یو غاصب او د استعماري ګټو ساتونکی او پالونکی هیواد دی.

د دغو ستونزو او دښمنانه پالیسیو یو لامل د دیورند له هغه تړون څخه عبارت ده چي د افغانستان د پخواني امیرعبدالرحمان خان په دوره کي د انګرېزانو او بریتانوي هند له لوري په زور او ګواښونو پر افغانانو باندي تحمیل او تپل شوی دی.

په ۱۹۴۷ کال کي د انګرېزانو د دغې ظالمانه پریکړې له مخي د پاکستان د منځته راتګ او د دیورند د فرضي کرښې جبرې تحمیلول چې افغانان په خاص ډول پښتون ستر قوم یې په دوه برخو وویشه، له همغه پیل نه بیا تر ننه پورې، نه هیڅ یو افغان حکومت او نه هم عام ولس ته د منلو وړ دی.

تېر تاریخ ګوا دی چې د افغانستان هر حکومت د دیورند دغه منحوسه کرښه نه ده منلی، بلکې تیرو حکمتونو، نه د جګړو له لارې بلکې د تبلیغاتو او نورو سوله ایزو لارو یې د دغې داعیې یادونې کړي دي.

ټولو ته معلومه ده چې د ظاهرشاه په حکومت کي یوځل کله چي داوود خان لمړئ وزیر وټاکل شو، د پښتونستان مسئلې دومره زور واخیست چي نږدي و دواړه هیوادونه جګړې ته داخل شي، خو پېښه بیرته د دیپلوماتیکو اړیکو له لارې هواره شوه او داوود خان مجبور شو چي استعفا وکړي، دا خبره د دې مانا لري چې افغان حکومتونو هیڅکله له پاکستان سره د جګړې غوښتونکي نه وو او نه دي، خو پاکستان تل هڅه کړې چې په افغانستان کې کمزوری نطام وي، نا امني وي او د افغانستان سیاسي او بهرنۍ پالیسي د پاکستان تر اغیزې لاندې وي.

دا یو روښانه حقیقت دی چې د داود خان د ملي حاکمیت او قانوني نظام پر ضد څو تنه هېواد پلورونکي او د پردیو استخباراتي کړیوخرڅ شوي اجېرانو پاکستان ته پناه یوړه.

پاکستاني جرنیلانو او ای اس ای د خپلو سیاسي موخو د پلي کولو له پاره، چي د افغانستان نا ارامي او کمزورتیا بلل کېده ښه موقع تر لاسه کړه، په خاص ډول د شوروی یرغل وروسته یې په جوړ شوو کمپونو کې  د افغان په نوم مجاهدینو په پراخه روزنه لاس پوري کړ، اووه هېواد ورانونکو تنظیمونو ته یې په بیلا بیلو سیمو کې کمپونه جوړ او نظامی وسایل، تجهیزات یې ورکول او د ورانکاریو او افغان وژنو له پاره یې افغانستان ته رالیږل، چي دغه روزنو او زموږ ګران هېواد افغانستان ته یې د رالیږلو توطیو یوه لسیزه دوام وکړ.

د هغه وخت افغان حکمتونو هر ډول هوایې او ځمکني قووتونه درلودل، مګر د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو د مرعات او درناوي په خاطر یې، نه د پاکستان پر حریم تېری وکړ او نه یې کوم بمبارد وکړ، مګر خپل اواز یې یوازې د دپلوماتیکو اړیکو له لارو پاکستاني مقاماتو او نړیوالو سره شریکول.

په دغه لسیزه کې پاکستان د امریکا، غربي او عربي هېوادونو نه په ملیاردونو ډالري او بیلا بیلې انسان وژونکي او ورانونکې وسلې تر لاسه کړې او زموږ ګران هېواد د دغو وسلو د استعمال او نیابتي جګړو د ازموینو ستر میدان وګرزید.

د خلق دیموکراتیک حکومت په وروستیو کي پاکستان د افغانستان د رسمي حکومت په شتون کي، په پېښور ښار کي د یوې غیر قانوني جرګې له لارې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف د امریکا او سعودي عربستان په مرسته د مجاهدینو جلا وطنه حکومت جوړ او اعلان کړ.

په ۱۹۹۲ کال کي د داکتر نجیب د حکومت تر پرځېدو وروسته پاکستاني استخباراتو په رسمي ډول افغانستان ته لاس را وغزوه او د جمعیت تنظیم د مشر بحران الدین رباني (شورای نظار) دغو هېواد دښمنو سره په ګډه یې د افغانستان د کلونو جوړ شوي نظام، وسله وال پوځ، وسایل، هوایې پیاوړی ځواک او ټول امکانات یې دړې وړې کړل او څه چې لا پاتې وو، پاکستاني جرنیلانو ته یې ډالۍ کړل.

پاکستاني جرنیلانو د خپلو شومو موخو د عملي کولو په لار کې تر ۱۹۹۴ کال پوري د تنظیمي حکومت او بیا وروسته تر هغوي د طالبانو نه خپل ملاتړ پیل کړ.

ټولو ته معلومه ده چې پاکستان په سیمه کي یو له هغه هیوادونو څخه وو چي د طالبانو لمړی حکومت یې د نورو ګاونډیانو پر خلاف په رسمیت وپېژند او خپلې هرې ترهګرې ډلې ته یې لاره هواره کړه ترڅو په افغانستان کي نفوذ وکړي.

پاکستان د خپلې نیابتي جګړې پر مهال د پاکستان له جمعیت علماء اسلام ګوند څخه د نورو په پرتله زیاته ګټه پورته کړه او لوی شمېر طالبان یې له همدغې لارې افغانستان ته د جګړې له پاره رالېږل.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته پاکستان له نوي موقت افغان حکومت او بیا وروسته له منتخبو حکمتونو سره رسمي اړیکې پیل کړې، خو خپله دوه مخي یې د پخوا په څېر روانه وساتله او تر ۲۰۲۱ کال پورې یې د کره  ثبوتونو پر اساس د افغان حکومت مخالیفینو ته پخپل هیواد کي ځای ورکړی و.

ټولو ته جوته ده چې پاکستان له ډېر وخت راهیسي د افغانستان په وړاندي تجارتي اوسوداګریزه جګړه هم روانه ساتلې او تل یې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د رسېدو پر وخت د ډیورنډ د فرضي کرښې سرحدي دروازې بندي ساتلي دي، چي له دې امله تر دا مهاله افغانستان ته میلیونونه ډالر تاون اړول شوي دي،دا ځکه چې افغانستان کومه بحري لار نه لري او اړتیا لری چې د کراچي په بندر اکتفا وکړي. د پاکستان ددغه تجارتي جګړې په وړاندې یو ځل ولسمشر اشرف غني هوایي دهلیزونه رامنځ ته کړه چي افغانستان ته یې تر ډېره پوري اقتصادي ګټه ورسوله او دا دی اوس طالب چارواکي هم د نور بدیلونو او لارو په پیدا کولو اخته دي، چې کیدای شي هېواد مو له دغو لارو د پاکستان له تجارتي او سوداګریزو اغیزو او ګواښونو نه خلاصون ومومي.

نوربیا

د پاکستان کرایې پوځ (۶مه او وروستۍ برخه)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.