ملګري ملتونه مثلث که نړیواله ټولنه؟

لیکوال: نیک محمد نیکمل

57

یو این UN مثلث که نړیواله ټولنه ؟…!!!

نننی نړیوال نظم په ظاهره د عدالت، سولې او بشري حقونو پر بنسټ ولاړ ښکاري، خو په عملي ډګر کې د لویو قدرتونو د ګټو تر سیوري لاندې حرکت کوي. United Nations چې باید د نړۍ د ټولو ملتونو ګډ استازیتوب وکړي، ډېری وخت د United States، اروپایي هېوادونو او د Israel له سیاسي محور سره همغږی ښکاري.

د فلسطین مسئله تر ټولو څرګند مثال دی، چېرته چې کلونه کلونه ظلم روان دی، خو نړیواله ټولنه یوازې د اعلامیو تر کچې پاتې شوې ده. همدا دوه‌ګونی چلند په نورو اسلامي هېوادونو کې هم لیدل کېږي؛ چېرته چې د قدرتونو ګټې خوندي وي، هلته ژر مداخله کېږي، خو چېرته چې مسلمانان زیان ویني، هلته چوپتیا حاکمه وي.

د افغانستان په قضیه کې هم دا چوپتیا بې‌دلیله نه ده؛ ځکه افغانستان د نړیوالو ستراتېژیکو لوبو ډګر پاتې شوی، او لوی قدرتونه نه غواړي داسې یو خپلواک او باثباته نظام رامنځته شي چې د دوی له نفوذ څخه بهر وي. نو ځکه نړیوال سازمانونه اکثر د تصمیم پر ځای د انتظار سیاست غوره کوي.

په ټوله کې، نړیواله ټولنه تر ډېره د عدالت پر ځای د قدرت توازن تعقیبوي، او تر څو چې دا توازن بدل نه شي، د مظلومو ملتونو غږ به همداسې کمزوری پاتې وي.
درنښت… بارب 🤲🏻

 

 

اسلامي کنفرانس د مسلمه امت ګډه اداره که تش نوم؟

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.