د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د اونیزې غونډې راپور

راپور: کامله عزیزي

45

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د غونډې راپور

وړاندې کوونکې: ګلالۍ مومند
راپور: کامله عزیزي
ګډونوالې: ۱۵
ځای: انلاین
نیټه: ۲۰۲۶/۴/۱۹

غونډه د افغانستان پر وخت ماسختن نهه بجې ګلالۍ مومند پیل کړه، له بهیروالو سره تر لنډو خبرو وروسته د کره کتنې برخې ته لېمې ودان خپله کیسه ولوستله:

تور ټیکری
نصرت چې ښار ته روانېده، د هغه سره کمیس ټولې نښې مې ورته وویلې. ویل یې که کمیس ګران وي، پيسې ورسره کمې دي. ما تیارې د خپلې مخ دیدنۍ پیسې، چې له واده راهیسې مې ساتلې وې، ورته را واخیستې ، لږ نورې مې هم همدې کمیس ته ټولې کړې وې، هغه مې هم ورسره کړې. چې له دروازې واته بیا مې هم وریاد کړ، ما ویل سرګردانه به وي، هسې نه زما کمیس ترې هېر شي. نن مې خپل کمیس تر سترګو سترګو کېده. ځان سره مې جوړوله وارنوله:
– په اختر کې به یې واغوندم، د ابا دوی کره چې تلم هم اغوندم یې.
په اختر کې به یې واغوندم یا که یې د شمس الله په واده کې یې چې واغوندم، د شمسۍ د ګروپ رڼا ته به یې سپین غمي داسې برېښي لکه ستوري.
د حاجي کاکا د زوی په واده کې د هغې کابلۍ ښځې له کمیس څخه سترګې نه اوښتې، تنها ما نه ورته کتل، د ټولو نجونو سترګې پکې پاتې وې. چې اتڼ یې کاوه، په څرخکه کې به یې لمنه ورټوله شوه، بېرته به لویه شوه، لکه د ګل غونچه چې خلاصه شي.
نن مې چې ډوډۍ پخوله د کمیس چورتونو د تناره تاو راڅخه هېر کړی و. زه نو څه خبره وم چې له کمیس نه به سم پسات(فساد) راته جوړېږي. ریحانې ډوډۍ په رپیده راته سموله. کمیس مې یاد کړ، ما ویل:
– پوهېږې هغه کمیس چې هغې کابلۍ ښځې د حاجي کاکا د زوی په واده کې اغوستی و، هغه مې له ستا له لالا راغوښتی.
ریحانې بله ټکله جوړوله، برګ یې راته وکتل، خوله یې بوڅه کړه. غلې شوه، بیا یې وویل:
– لالا سره به پیسې کله وي، چې تاته دومره قیمتي کمیس واخلي.
ریحانه پاڅېده، تر شا یې راوکتل:
– زه ستړې شوم، دا یو څو نورې خپله جوړې کړه.
ادې ته یې د کمیس خبره کړې وه. هغه غوسه وه، ویل یې:
– یو خو به ستا پرمایشتونه ( فرمایشونه) پوره نه‌شي! د واده دې نیم کال لا نه کېږي، کم کالي خو دې نه وو کړي، همغه به دې اختر کې اغوستي وو کنه.
زما زوی به ګور و ګدا کړې!
ما وویل:
– ادې هغه روپۍ مې خپلې وې.
راته ویې کتل، تندی یې تریو شو:
– تا له کومه کړې.؟
– هغه د مخ دیدنۍ پیسې مې ورکړې،
– ما خو نه ویل چې داسې په بلا و بترو یې ورکړه. بیا چې کالي دې کول، رخت مخت به دې اخیستی و، ګنډلی به دې و. د ریحانې اغا خو به اخر خبرېږي، سم نکل به ترې جوړ شي.
خبرې یې لا نه وې خلاصې چې نصرت د کلا له دروازې راننوت. پاڅېدم، په لاسو اوړو ته مې ورپام شو، بېرته کېناستم. ریحانه او ادې ورغلې. ما ژر ژر ډوډۍ خلاصه کړه، چای مې ورپسې وروړ. تور بکس یې تر څنګ اېښی و. د کابل او د اختر د بازار د ګنې ګوڼې کیسې یې کولې. بکس یې ورواخیست. هر څه یې چې ترې رایستل، ما ویل همدا به زما سور کمیس وي. له بکس نه یې یو تور ټیکری راواخیست، راته ویې نیوه:
– دا ستا دی.
ما ورته کتل. ده له بکسه نور شیان راخیستل. بیا یې راته وکتل:
– هغه ستا پيسې رانه د اختر په میوه لاړې، چې راسره پيدا شوې، بېرته یې درکوم.
مخ مې تود شو، داسې وینه ورته راغله، لکه د سره کمیس لمن چې مې پرې ویړه کړې وي. خو موسکۍ شوم چې د چا راپام نه شي. ریحانې مېوې ته لاس وراوږد کړ، ادې یې لاس پورې واهه:
– مېلمانه به څه خاورې خوري!
نصرت ورته وخندل.
پلرګنۍ رایاده شوه، اغا به چې له ښاره راغی، زموږ کالي او نکریزې به یې حتمي راوړلې. چې سږ کال به یې محبوبې دوی ته کوم رنګ کالي کړي وي؟
هغه شپه مې تور ټیکری په سر کړ، نصرت ارام ویده و، د تروږمۍ شپه وه، هېڅ رنګ او رڼا نه راښکارېده.

هیلې پسرلي وویل: د نقد په اړه معمولا دا خبره کېږي چې په اثر خبرې کوئ، په لیکوال یې مه کوئ؛ خو زه خبرې له لیکوالې پیلوم بیا کیسې ته ځم.
په اوسنیو کیسه لیکوالو کې چې ځینې زموږ بهیر کې هم شته کله چې یې کیسو ته ګورې له ورایه پرې پوهېږې چې دغه کس د کیسو لیکلو ښه استعداد لري. خو یوه ځانګړتیا چې ما په لېمه ودان کې تر نورو زیاته لیدلې هغه نثر ته پاملرنه ده. استعداد کېدای شي طبیعي وي خو نثر خپل زحمت غواړي. روان نثر په طبیعي ډول روان نه وي؛ لیکوال به د کیسې هرې جملې ته فکر کوي، بیا بیا به یې جوړوي او لېمه د روان نثر لپاره همداسې حوصله لري.
وروسته یې د کیسې په اړه داسې وویل:
دا کیسه ټوله تراژیدي ده، د راوي تراژیدي خو یو ډول مالومه ده چې یوه هیله لري خو نه پوره کېږي. خو په کیسه کې د هر کرکټر تراژیدي بېله بېله ده مثلاً د خواښي ځانته ده، ایندرور یې چې مېوې ته لاس غځوي دا بېله خبره ده او نارینه چې د ښځې له ټولو کړو پیسو کور ته سودا اخلي دا بیا بېله تراژیدي ده او یو ډول اقتصادي فشار دی، یانې د کیسې هر کرکټر ته چې ځېر شئ د دغې ټولنې حقیقت او یوې غمیزې تراژیدي درته بیانوي.
بل کله چې موږ خپل غمونه لیکو دومره ډېر یې احساسو چې د کرکټر تر احساساتو د لیکوال احساسات زورور شي. لېمه په نورو او په ځانګړې ډول دې کیسه کې خپل او د کرکټر احساسات نه سره ګډوي، نو کله چې یې کیسې لولو یوازې په کرکټرونو فکر کوو او دا مو له یاده وځي چې لیکوال به هم د دې موضوع په اړه کوم نظر لري کنه؟ دا ډېر لوی کمال دی.
بله د دې کیسې د پیغام موضوع ده، په کیسه کې پیغامونه بېلابېل دي خو که یوازې په ښځو تمرکز کوو نو شاید څوک ووایي مستقیم پیغام پکې خشونت دی؛ خو له دې ور ها خوا زه ګمان کوم دا کیسه زموږ او تاسو د اوسنیو شرایطو یو بهترین انعکاس دی او دا منعکسوي، چې که موږ حتا د یوه کمیس تر حده محدوده هیله هم ولرو ډېر امکان لري چې پوره نه شي.

دا د هیلو نه پوره کېدل ډېر علتونه لري. شاید یو علت یې اقتصادي وي، یا دا چې ښځه پخپله اختیار نه لري که وړه هیله هم ولري نو یا به یې د بل چا جیب یا اجازې ته سترګې وي.
بل زموږ هیلې بې اهمیته ګڼل کېږي، سړي کولای شوای ښځې ته د هغه کمیس غوندې سور ټیکری خو واخلي، مګر په دغه حد کې یې هم د ښځې هیلې ته پام ونه کړ. له دې مالومېږي چې یو خو وړه هیله نه پوره کېږي بل دا چې هیلې ته فقط د اهمیت په سترګه هم نه کتل کېږي.
د کیسې په پای کې چې د پلار کور یادوي داسې ښکاري چې دا ښځه نور خپل هیڅ کور نه لري نه دا ځای نه هماغه؛ ځکه که د پلار کور د دې کور وای له واده وروسته به یې داسې تمه نه ترې پرې کېدله.
لېمې دا لنډه کیسه ډېره لنډه لیکلې هم ده خو چې ورته ځېر شو بېلابېل پیغامونه لري.

د میمونې کامران په دې کیسه کې د ښځو غوښتنو او احساساتو ته پام شوی و.

هغې وویل: د ښځو خوشالي په ډېرو وړو وړو شیانو کې نغښتي ده. حساسې دي خو کله چې نارینه یا کوم بل څوک ورسره دغسې چلند وکړي نو دا حتمي ده چې خپه کېږي. مثلا که اقتصادي ستونزې وې هم حد اقل خاوند یې دومره کولای شول چې دا په تیاره کې یوازې پرې نه ږدي او یو ډاډ خو ورکړي. دا ډېره دردونکې ده چې کله د یو چا احساسات هیڅ نه درک کېږي، زه یې حتا تصور نه شم کولای.
د معصومې غرنۍ په کیسه کې رنګونو ته فکر اوښتی او خبرې یې په دې لنډۍ پیل کړې:
د شنې شرې ټیکری مې خوښ دی
کونډه خو نه یم چې به تور په سرومه
بیا یې پسې زیاته کړه:
د تور ټیکري د کیسې سوژه د ډېرو کورنیو او ښځو د ژوند یوه حصه کېدای شي چې لېمه ودان دا واقعیت په ډېرو خوږو الفاظو او روان نثر کې راټول کړی او د کیسې په چوکاټ کې یې تر لوستونکو رسولی.
ما د لېمه جانې د تور ټیکري کیسه د دوه رنګونو تور او سره له اړخه سکڼلې.
د رنګونو معناوې او مفاهیم په فردي حسن او حال او سلیقې پورې اړه لري، مثلا تور رنګ د ځینو په اند د غم، ناهیلې او عصبانیت نښه ده خو ځینو بیا ورته د قدرت، تحمل یا جدیت معنا ورکړې.
ما د خپلو خبرو په پیل کې ځکه دا ټپه وویله چې زمونږ په ادب او کلتور کې تور رنګ ډیرې وخت په شومه معنا پېژندل شوی نو ځکه کله چې لوستونکی د کیسې سرلیک لولي نو مخکې له مخکې د کوم بد خبر یا بدې پیښې انتظار کوي.
د کیسې پیل مې ډیر خوښ شو لیکوالې کیسه د یوې کلیوالې ښځې د میړه نصرت په نوم پیل کړې، هان دا چې په کلیو کې ښځې خپل میړه د (ده، هغه، دی ،د ماشومانو پلار ) او داسې نورو القابو یادوي خو دلته لیکوالې ښکلی نوښت کړی. په کیسه کې لکه زمونږ د ټولنې د ډېرو ښځو د ژوند تړاو په مېړه پورې څرګند شوی، سړی په سودا پسې بازار ته ځي او ښځه خپلې ټولې شوې پیسې ورته د هغې د خوښې کمیس د رانیولو له پاره ورکوي په داسې حال کې چې ښځې خپله هم کولی شوای چې بازار ته لاړه شي او د خپلې خوښې کمیس واخلي.
راځو د کیسې اصلي اړخ ته چې هغه د سره کمیس د درلودلو هیله ده.
همداسې چې سور رنګ ځینو ته د مینې، شور، شوق یا عزم او ځانته د نورو د پام را اړول دي په کیسه کې سور رنګ د شوق او ځانته د پام را ګرځولو په نیت کارول شوی. لکه څنګه چې د کیسې راوۍ له ځان سره فکرونه کوي چې هلته به یې اوغوندم، داسې به د ټولو راته پام وي… .
یعنې دا چې دلته سور رنګ ځانته د نورو د پام را اړول دي.
د کیسې بل ځای کې راوۍ وایي:
نن مې چې ډوډۍ پخوله د کمیس چورتونو د تناره تاو رانه هېر کړی وو. دلته سور رنګ د مینې د سمبول په صفت راغلی چې د سره انګاره را پورته کېدو سره هم د هغه تاو ته پام نه کوي.
د کیسې تلوسه له هغه ځایه پیلېږي چې کله لیکواله په کیسه کې د پسات (فساد ) کلمه کاروي او ورسره د راوۍ د خواښې او ایندرور منفي عکس العمل لیکي، ما د یوې لوستونکې په توګه داسې انګیرل چې ممکن په کیسه کې د خواښې کرکټره له خپل زوی سره په دې شخړه وکړي چې ولې یې خپلې پیغلې خور ته هم سور کمیس نه دی راوړی او یا هم د راوۍ د خسر قار او غضب چې د خواښې له خولې یې ویل کیږي. خو د کیسې پای بیخي په بل اړخ تمامېږي . کله چې نصرت کور ته راځي نو له تور بکس څخه د سره کمیس په ځای تور ټیکری راوباسي او ښځې ته یې ورکوي دلته تور رنګ ښځې ته د بېوسۍ او ناهیلۍ په معنا راځي خو بیا مېړه ته د قدرت او تحمیل معنا ورکوي.
د کیسې پای کې تور رنګ د تروږمۍ شپې سره پرتله کېږي دلته د کیسې د ناهیلۍ آخري حد انځور شوی چې راوۍ د شمسۍ د ګروپ رڼا ته د سره کمیس د غمیو ځلیدل تیارو ته ورسپاري.
شبانه پوپلزۍ دا کیسه زموږ د ټولنې یو انځور وباله او ویې ویل:
دا کیسه زموږ په ټولنه کې د ښځو هیلې انځوروي چې څومره وړې هېلې لري او که ورته ونه رسېږي هم خوله پټه نسي، ځان عادي ښیي او که وغواړي چې خپل حق ته ورسېږي نو کورنۍ ژوند ورته سختېږي، بل که ورته وګورو یوازې پښتانه نه د افغانستان ډېریو قومونو کې همدا ستونزه ده.
که دې ته پام وکړو چې لامل څه دی؟ په دې کیسه کې چې د ښځو پر یوې او بلې د څشي لرل نه دي پیرزو لامل یې دا دی چې دوی خپله عاید نه لري خو غوښتنې لري؛ ځکه نو د خواښي یا ایندرور ته غوسه پرې ورځي. او اصلي لامل فقر دی ځکه خو په کورینو کې دغه ضدونه رامنځته کېږي.
د کیسې په اړه وروستی نظر د ګلالۍ مومند و:
د دې کیسې ژبه ساده، روانه او محلي ده. مکالمې یې طبیعي دي او د سمبولونو کارول پر ځای ځایونو شوي. د راوي کرکټر په کې ژور انځور شوی دی؛ خو که د نصرت کرکټر ته هم لږ وضاحت ورکړل شوی وای چې ولې بې پروا دی؟ دا به زیاته ښه و. کیسه د یوې نوې واده شوې ښځې د ساده خو ژورو هیلو انځور وړاندې کوي، چې غواړي د اختر لپاره یو ښکلی سور کمیس ولري. هغه د خپلې وسې سره پیسې سپموي او له مېړه غواړي چې له ښار یې ورته راوړي، خو د کورنۍ اقتصادي محدودیتونه او د نورو بې‌پروا چلند یې دا هیله ورو ورو مړاوې کوي. د انتظار او خیالونو ترمنځ، هغه خپل راتلونکی د همدې کمیس سره تړي او په پای کې یې یو تور ټیکری په برخه رسېږی، چې دا په یو حساب د واقعیت د منلو نښه ګرځي. دا کیسه په ډېر ساده خو اغېزناک ډول د افغانې ښځې محرومیت او ټولنیز فشار په ریښتینې توګه انځوروي او ژوره عاطفي اغېزه لري.

په پای کې لېمې ودان له ټولو مننه وکړه او ویې ویل چې کله پخپله کیسه خبرې اورم خوشاله کېږم او مثبته انرژي راکوي چې نورې کیسې هم ولیکم!
دې وویل چې دا کیسه مې څلور پنځه ځله ولیکله ځکه کله چې موږ غواړو کومه برخه کې ښه نتېجه تر لاسه کړو څو څو ځله باید هڅه وکړو.
د کیسې لیکوالې وویل: ماته په دې کیسه کې چې څه خاص دي هغه د اصلي کرکټر یو اړخ دی، مثلا د دې کورنۍ او ټولنه کې څومره مشکلات دي؛ خو دې د خپل ذوق او خوښې لپاره هڅه کړې ده. کله چې خواښې غوسه ورته کوي له هغه وروسته هم دا د بکس هرڅه ته په دقت ګوري او زما په همدې خوښ دی چې د خپلې خوښې لپاره یوه زړورتیا لري. زه تل غواړم کرکټرونه هر یو خپله ځانګړتیا ولري او تل به همدا هڅه کوم!

له کرکتنې وروسته د مشاعرې برخه وه چې بهیروالو پکې شعرونه او نظمونه ولوستل او بیا غونډه خلاصه شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.