کنجکاوي Curiosity

بلال هلال

42

کنجکاوي «Curiosity»
انسان چې دنیا ته راځي دا یې فطري ځانګړنه، غواړي په شیانو پوه شي.
د ادم ع په اړه چې خدای ج وایي اول دې ته اشاره کوي چې موږ ادم ته د شیانو نومونه کیښودل ور وښودل.
ملایکو ورته ویل چې انسان ده او دا انسان په ځمکه فساد کوي خو الله ج جواب ورکوي چې په هغه څه چې زه پوهیږم تاسې نه پوهیږئ.
زما په نظر د ملایکوو توپیر همدا له موږ سره په دې ده، چې زموږ په خټه کې د شیانو په اړه د پوهې ماده ګډه ده.
دا تمایل انسان هڅوي نوې پوښتنې وکړي؛ نړۍ وپیژني، او د نامعلومو شیانو په اړه پوهه ترلاسه کړي.

ارسطو په خپل اثر میتا فزېک کې وایي؛
ټول انسان د خپل طبعیت له مخې په شیانو د پوهیدو غوښتونکي دي.
که یو څوک له ماشومانو یا ځوانانو د یو څه د پټولو هڅه کوي، دا زموږ انساني تمایل ده چې د هغه په لټه پسې تر بل هر وخت ډیره هڅه کوو.
د هندي فیلسوف کرشنا مورتي یوه لیکنه مې لوستله وای په کومه ورځ چې تاسې ماشوم ته د مرغۍ نوم وروښيئ، له هغې ورځې وروسته هغه مرغۍ ته نه ګوري.
ډېر خلک دا نقل قول ناسم درک کوي، ځکه فکر کوي کرشنا مورتي د پوهې د رسیدو مخنیوی کوي، خو داسې نه ده، اصلا ښاغلی مورتي په ماشومانو کې د تجسس په مړینې نیوکه کوي.
زما وراره مهران چې اسمان غوريږي وای په اسمان کې واده دی، پتاکۍ ډزیږي.
که زه هر څومره هم ډیره هڅه وکړم د هغه نظر بدل کړم، لومړی کار دا کیږي چې زه د هغه د ذهنیت د بدلو پر وخت د دهٔ شته درک ختموم او دوهم کار دا کیږي چې د نويو معلوماتو د پروسس په وخت معلومات ورته جبري ښکاري.
فکر وکړئ یو ماشوم د لومړي ځل لپاره یو مرغه ویني. اول خالص تجسس لري؛ د مرغه حرکتونه ګوري، رنګ یې، څنګه الوزي، او څنګه خوراک کوي!؟ کوشش کوي چې پرې پوه شي، ځکه ورته نوی او نااشنا وي.
خو کله چې ته ورته ووایې: «دا مرغه چې ته وینې، چورچڼه (sparrow) ده»، بیا پوښتنه نه کوي.
ماشوم فکر کوي، اوس یې مرغه وپېژانده، حال دا چې یوازې په نوم یې پوهیږي.
همدا کار له لویانو سره هم کېږي.
یوه ورځ مې محصلینو ته ویل مل کله مو له ځان پوښتلي، اسمان ولې آبي ښکاري؟
له ډیر کوچني تخم، په ټنونو ونه ولې جوړیږي؟
خپله ګوته چې ټارچ یا د رڼا په مخ کیدئ، ګوته مو ولې سره ښکاري!؟
دا او دې ته ورته پوښتنو سره موږ لویان هم مخ کیږو خو موږ فکر کوو چې پوه شوي یو؛ نو نور پوښتنې نه کوو.
نور نه ګورو، نه څېړو، نه سپړنه کوو او دا فرضي پوهه زموږ تجسس ورو ورو را کموي او بلاخره په یقین بدلېږي.

د یال پوهنتون د فزیک پروفیسور رامامورتي شنکر وایي وای په کوم شي چې نه پوهیږئ، فکر مکوئ چې پرې پوهیږئ.
خلاصه هر کله چې تجسس مړ شي، زده کړه هم پای ته رسېږي.

غني خان وایي:
په دې پوهه یم چې بادشاه یم
بیا هم لاس نیسم ګدا یم
نه پوهیږم چې دا ولې
خو انسان یمه خطا یم
زه د عقل په بازار کښې
د بې عقلو په سودا یم
نو حیران یم چې دا ولې
خو انسان یمه خطا یم۔

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.