لیکوال: توماس سوېل
ژباړه: صلاح الدين حمید
لومړۍ برخه
حکومتونه کولای شي د بازار په اقتصاد کې له بېلابېلو لارو مداخله وکړي، او روښانفکرانو عموماً په سوداګرۍ او په ټوله کې د اقتصاد په چارو کې له دې مداخلو ملاتړ کړی دی، په ځانګړي ډول د رکود او یا اقتصادي بحرانونو په پړاوونو کې.
سوداګري
کوچنۍ او سترې مؤسسې، ډېری هغه توکي او خدمتونه تولید او وېشي چې د ننني ژوند معیار جوړوي، له ډېرې مودې راهیسې د روښانفکره طبقې د نیوکو هدف ګرځېدلې دي.
پر سوداګریزو بنسټونو لګېدلي تورونه همدومره څرګند دي لکه د لوړو بیو غوښتنه او همدومره مبهم دي لکه د هغوی د ټولنیزو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې پاتې راتلل.
مدیریت
هغه روښانفکران چې هېڅکله یې خپله سوداګري نه ده کړې، ډېر وخت په دې باوري وو چې پوهېږي سوداګرۍ کله سمې نه دي اداره شوې، او یا دا چې کله یې مالکانو او مدیرانو ته له اندازې زیات معاشونه ورکول کېږي.
د بېلګې په توګه، جان ډیوي باور درلود:
«متشبثینو یوازې هماغه اندازه حاصل اخیستی چې کرلي یې دي.»
په کوم سند؟ هېڅ!
دا یو له هغو بېشمېره ادعاوو څخه ده چې غالباً د روښانفکره طبقې له خوا نه څېړل کېږي او له حاکم فکري لیدلوري سره یې آشنا او همغږې کیدل د شواهدو او تحلیل ځای نیسي.
د سوداګرۍ د مدیریت سهولت نظریه یو عام باور دی، چې لږ تر لږه ریښه یې د نولسمې پېړۍ د اډوارډ بلامي په «بېرته کتل» (Looking Backward) کتاب کې موندل کېږي.
لینن ویلي وو چې د سوداګرۍ اداره کول د بېنهایت ساده عملیاتو غوښتنه کوي، داسې چې هر نالوستی انسان یې ترسره کولی شي. له همدې امله ده ویل چې باید د دغو بنسټونو مسؤلینو ته د عادي کارګرانو په پرتله زیات معاش ورنه کړل شي.
خو سره له دې، یوازې درې کاله واک ته له رسېدو وروسته کله چې د هغه پساپانګهوالۍ (وروسته له پانګوالۍ) اقتصاد داسې حالت ته ورسېد چې خپله یې «تباهي، قحطي او ویجاړي» بلله، خپل نظر یې بېرته واخیست او په ۱۹۲۰ کال د کمونیست ګوند کانګرس ته په وینا کې وویل:
«د شرکتونو د مدیریت په اړه ډېر نظریات شته، خو زیاتره یې له ناپوهۍ او جهل سره مل دي او د کارپوهنۍ ضد چلند لري.»
لینن نه یوازې خپلي خبرې بلکې خپل عملي سیاستونه یې هم بدل کړل او د «نوې اقتصادي پالیسۍ» (NEP) په جوړولو سره یې بازارونو ته لا ډېره ازادي ورکړه، او په پایله کې د شوروي اقتصاد نسبي غوړېدنه وه.
په لنډ ډول کله چې د سوداګرۍ آسانه مدیریت نظریه لومړی ځل په عمل کې وازمویل شوه په ناوړه ډول ناکامه شوه.
لکه څنګه چې په شلمه پېړۍ کې څرګنده شوه، دا نظریه په نړۍ کې په نورو هېوادونو کې هم څو ځله ناکامه شوه، تر دې چې حتی تر ټولو کمونیستي او سوسیالیستي دولتونو هم د شلمې پېړۍ تر پای پورې په تدریجي ډول بازارونه آزاد کړل. د دې کار پایله اکثرا لوړه اقتصادي وده وه لکه څنګه چې په چین او هند کې ولیدل شوه.
هغه معیارونه چې ډېری روښانفکران یې د سوداګرو د قضاوت لپاره کاروي، زیاتره د یوه اقتصادي شرکت له واقعي کړنو سره هېڅ تړاو نه لري.
د بېلګې په توګه تئودور روزولت وایي:
«له شتمنو خلکو سره خبرې کول ما ستړی کوي. ته له داسې چا څخه چې میلیونر او د یوې سترې صنعتي ادارې مشر وي تمه لرې چې داسې خبري وکړي چې د اورېدو وړ وي، هغوی معمولا له خپلو سوداګریزو چارو پرته په بل هیڅ څه نه پوهېږي.»
دا خبره بې له شکه د خپله تئودور روزولت په اړه صدق نه کوي.
هغه سربېره پر دې چې په ښاري، ایالتي، ملي او نړیوالو کچو سیاسي تجربې لرلې او یو لوستی او د مطالعې مینهوال انسان و، بلکې یو خود ساخته څیړونکی هم وه چې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې کتابونه لیکلي وو. د بېلګې په توګه د ۱۸۱۲ کال د سمندري جګړې تاریخ، چې د څو لسیزو لپاره د اتلانټیک سمندر دواړو غاړو ته په سمندري اکاډمیو کې تدریس کېده.
تئودور روزولت چې پنځلس ټوګه کتابونه یې لیکلي دي د کلونو لپاره زموږ د تعریف له مخې یو روښانفکر پاتې شوی دی.
په هغو کلونو کې چې د ښار یا ایالت د یوه چارواکي په توګه یې معاش د ژوند لګښت نه پوره کاوه او سوداګریز فعالیتونه یې د هېواد له پولو بهر له زیان سره مخ وو،
د خپل ژوند لګښتونه د لیکلو له لارې برابرول.
Comments are closed.