د افغانستان په وړاندې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ارزونه

سیف قاضي‌زاده

61

د افغانستان په وړاندې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ارزونه؛ د جیوپولیټیک او نړیوالو اړیکو د نظریو پر بنسټ تحلیلي څېړنه

د څېړنې نظري بنسټونه

د افغانستان په وړاندې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ تحلیل، د نړیوالو اړیکو او معاصر جیوپولیټیک له نظري چوکاټونو پرته، بشپړ او هر اړخیز نه شي کېدای. د واقعپالنې (Realism)، نوې واقعپالنې (Neorealism)، کلاسیک جیوپولیټیک او انتقادي جیوپولیټیک نظریې هره یوه د نړیوال نظام په چاپېریال کې د دولتونو د ستراتیژیک چلند بېلابېل اړخونه تشریح کوي .

د کلاسیکې واقعیت پالنې د مکتب بنسټګر هانس مورګنتاو له نظره ، نړیوال سیاست په اصل کې د دولتونو ترمنځ د واک او ځواک د ترلاسه کولو او ساتلو د سیالۍ ډګر دی. دولتونه خپلې پرېکړې د اخلاقي ملاحظاتو پر ځای د خپلو ملي ګټو او ملي امنیت پر بنسټ کوي . له همدې لیدلوري ، د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاست د داسې یوې هڅې په توګه ارزول کېدای شي چې موخه یې د ځواک د توازن ساتل او د خپلو ملي ګټو خوندي کول دي .

د نوې واقعیت پالنې مخکښ نظریهپرداز کېنېت والټز باور لري چې د نړیوال انارشیک نظام جوړښت دولتونه دې ته اړ باسي چې د خپل بقا لپاره خپل ځواک زیات کړي او د ځان لپاره مناسب امنیتي چاپېریال رامنځته کړي . د دې نظریې له مخې ، په افغانستان کې د هند د نفوذ د پراخېدو په اړه د پاکستان اندېښنه د «امنیتي معضلې» (Security Dilemma) په چوکاټ کې تحلیل کېدای شي؛ یعنې هغه حالت چې د یوه دولت امنیتي اقدامات د بل دولت له نظره د ګواښ په توګه تعبیرېږي .

له بلې خوا ، باري بوزان د «سیمهییز امنیتي مجتمع» (Regional Security Complex Theory) په نظریه کې استدلال کوي چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت یو له بل سره دومره تړلی وي چې هېڅ هېواد نه شي کولای د خپلو ګاونډیانو له امنیت څخه جلا خپل امنیت تضمین کړي . د همدې لیدلوري له مخې ، د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره ژور تړاو لري او په هر یوه هېواد کې دوامداره بېثباتي د بل هېواد پر امنیت هم مستقیم اغېز کوي.

د جیوپولیټیک په ډګر کې هالفورډ مکېنډر د « د ځمکې زړه » (Heartland Theory) په نظریه کې د مرکزي آسیا او د هغې د شاوخوا سیمو اهمیت د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ په محور کې مطرح کړ . که څه هم افغانستان د مکېنډر د نظریې د اصلي «زړه» برخه نه ګڼل کېږي ، خو د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، منځني ختیځ او ختیځې آسیا ترمنځ د ارتباطي پُل په توګه یې جغرافیایي موقعیت دې هېواد ته ځانګړی جیوپولیټیک ارزښت ورکړی دی .

همدارنګه ، نیکولاس سپایکمن د « ریملېنډ » (Rimland Theory) په نظریه کې ټینګار کوي چې د اوراسیا د څنډنیو سیمو کنټرول د نړیوال ځواک د توازن په ټاکلو کې اساسي رول لري . له همدې امله ، افغانستان او پاکستان د اوراسیا د مهم جیوپولیټیک کمربند برخه ګڼل کېږي .

د افغانستان په اړه په ځانګړو مطالعاتو کې برنېټ روبین څرګندوي چې د افغانستان اوږدمهاله کړکېچ یوازې د کورنیو عواملو پایله نه ده ؛ بلکې د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سیالي ، د دولت کمزوری جوړښت او بهرني لاسوهنې هم د دې بحران په رامنځته کېدو کې بنسټیز رول لري . روبین ټینګار کوي چې د سیمهییزې همکارۍ پرته په افغانستان کې تلپاتې ثبات ته رسېدل خورا ستونزمن دي .

همدارنګه احمد رشید په خپلو آثارو ، په ځانګړې توګه د « طالبان » په کتاب کې ، څرګندوي چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان امنیتي سیاست تر ډېره له هند سره د ستراتیژیکې سیالۍ او جیوپولیټیکي ملاحظاتو څخه اغېزمن شوی دی . هغه خبرداری ورکوي چې په اوږدمهال کې د غیردولتي لوبغاړو ملاتړ کولای شي خپله د پاکستان لپاره په امنیتي ګواښ بدل شي .

د کریسټین فېر څېړنې هم ښيي چې د پاکستان امنیتي سیاست تر هر څه ډېر د دغه هېواد د پوځي نخبهګانو له لوري د هند د ګواښ له برداشت څخه اغېزمن دی . د هغې په اند ، د اسلامآباد ډېری ستراتیژیکې پرېکړې د همدې امنیتي برداشت له درک پرته نه شي تشریح کېدای .

له همدې امله ، د دغو ټولو نظریو مجموعه دا څرګندوي چې د « ستراتېژیک ژوروالي » تګلاره باید یوازې یو لنډمهالی یا تاکتیکي تصمیم ونه ګڼل شي ، بلکې دا د جنوبي آسیا په جیوپولیټیک چاپېریال کې د پاکستان د ملي امنیت د سترې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده . خو ډېری څېړونکي په دې باور دي چې د تېرو څلورو لسیزو تجربې ښودلې ده چې په افغانستان کې د بېثباتۍ دوام نه یوازې د افغانستان ، بلکې د پاکستان امنیت ، اقتصاد او نړیوال دریځ هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی . له همدې امله ، د نړیوالو اړیکو د ادبیاتو یوه مهمه برخه نن ورځ دې پایلې ته رسېدلې چې د افغانستان او پاکستان تلپاتې امنیت متقابل ماهیت لري او هېڅ یو هېواد نه شي کولای خپل امنیت د بل هېواد د ناامنۍ پر بنسټ تضمین کړي .

ولې پاکستان د افغانستان له سیاسي انزوا څخه ګټه اخلي؟

د ځینو شنونکو له نظره ، هغه مهم عوامل چې پاکستان د افغانستان له سیاسي انزوا څخه ګټه اخلي ، په لاندې ډول دي :

۱پر افغانستان د خپل نفوذ ساتل

که افغانستان له سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو ، لکه چین ، روسیې ، ایران، هند ، د مرکزي آسیا هېوادونو او لوېدیځ سره پراخې سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې ټینګې کړي ، نو پر پاکستان یې تکیه او اړتیا کمه کېږي . په دې صورت کې اسلامآباد د خپل نفوذ یوه مهمه وسیله له لاسه ورکوي .

۲د پاکستان د جغرافیایي اهمیت کمېدل

پاکستان له کلونو راهیسې هڅه کړې چې ځان د افغانستان لپاره ازادو اوبو ته د لاسرسي اصلي لار وښيي . که افغانستان وکولای شي د ایران ، مرکزي آسیا یا نورو ترانزیټي پروژو له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي، نو د پاکستان جیوپولیټیک اهمیت به کم شي .

۳په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه اندېښنه

د پاکستان د ستراتیژیکو اندېښنو له مهمو برخو څخه یوه په افغانستان کې د هند د نفوذ پراخېدل دي . اسلامآباد اندېښنه لري چې د هند سیاسي ، اقتصادي یا امنیتي حضور به پر پاکستان د ختیځ او لوېدیځ له دواړو لوریو ستراتیژیک فشار زیات کړي .

۴د «ستراتېژیک ژوروالي» تګلاره

ځینې شنونکي باور لري چې د پاکستان د امنیتي بنسټونو یوه برخه په تېرو څلورو لسیزو کې افغانستان د هند پر وړاندې د «ستراتېژیک ژوروالي» په سترګه کاته ؛ یعنې داسې هېواد چې باید د پاکستان د نفوذ په ساحه کې پاتې شي او له سیالانو سره نږدې اړیکې و نه لري .

هر څومره چې افغانستان له نورو هېوادونو سره متوازنې ، خپلواکې او پراخې اړیکې ولري ، همغو مره د دې ستراتېژۍ عملي کېدل ستونزمن کېږي .

۵د سیمهییز ځواک د توازن بدلون

هغه افغانستان چې له خپلو ګاونډیانو او لویو قدرتونو سره فعالې او متوازنې اړیکې ولري، کولای شي په سیمه کې د یوه خپلواک لوبغاړي په توګه راڅرګند شي . دا وضعیت د کابل د سیاسي چنې وهلو ځواک زیاتوي او د پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار د واردولو وړتیا راکموي .

خو باید یوه مهمه خبره هم په پام کې ونیول شي. د افغانستان ثبات او پرمختګ، په اوږدمهال کې ، خپله د پاکستان په ګټه هم تمامېدای شي . یو باثباته افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا ، له مرکزي آسیا څخه جنوبي آسیا ته د نښلونې ، د انرژۍ او ترانزیټي پروژو د عملي کېدو او د امنیتي ګواښونو د کمېدو زمینه برابروي . له همدې امله ، په خپله پاکستان کې هم د دې موضوع په اړه بېلابېل نظرونه شته او ټول دولتي بنسټونه او کارپوهان د افغانستان د انزوا د دوام پلوي نه دي .

د جیوپولیټیک د ډېرو نظریهپردازانو له نظره ، افغانستان هغه وخت تر ټولو ډېر ستراتیژیک استقلال ترلاسه کولای شي چې متوازنه بهرنۍ پالیسي (Balanced Foreign Policy) غوره کړي ؛ یعنې پرته له دې چې پر کوم ځانګړي هېواد تکیه وکړي ، له ټولو ګاونډیو ، سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سره رغنده او متوازن اړیکې ولري . دا ډول سیاست افغانستان ته دا فرصت ورکوي چې له خپل جیوپولیټیک موقعیت څخه اعظمي ګټه واخلي او د لویو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدل نه شي .

ایا پاکستان په قصدي ډول افغانستان په بحران کې ساتي؟

د نړیوالو اړیکو ډېری څېړونکي باور لري چې د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي جوړښت ځینې برخې یو کمزوری او پر ځان پورې تړلی افغانستان د خپلو امنیتي او جیوپولیټیک ګټو لپاره مناسب باله .

د دې لیدلوري مهم دلایل دا دي :

د داسې ځواکمن افغانستان د رامنځته کېدو مخنیوی چې خپلواکه بهرنۍ پالیسي تعقیب کړي .

په افغانستان کې د هند د نفوذ د پراخېدو مخنیوی .

د کابل پر سیاسي تحولاتو د فشار د یوې وسیلې ساتل .

د سیمهییزو سیالیو په ترڅ کې د افغانستان له جغرافیایي موقعیت څخه ګټه اخیستل .

خو دا په دې معنا نه ده چې د افغانستان ټول بحرانونه یوازې د پاکستان د سیاست پایله دي . کورني عوامل ، لکه سیاسي اختلافونه ، د دولتي بنسټونو کمزوري ، د بهرنیو قدرتونو لاسوهنې، کورنۍ جګړې او اقتصادي ستونزې هم د افغانستان د بېثباتۍ په دوام کې مهم او ټاکونکی رول لري.

ایا د «ستراتېژیک ژوروالي» تګلاره بریالۍ وه؟

په لنډمهال کې ، ځینې شنونکي باور لري چې پاکستان خپلو ځینو موخو ته رسېدلی و ، چې مهمې یې دا وې :

د افغانستان د سیاسي او امنیتي تحولاتو پر یوې برخې د پام وړ نفوذ ساتل .

په ځینو پړاوونو کې د هند د حضور او نفوذ محدودول .

د افغانستان په اړه په سیمهییزو او نړیوالو مذاکراتو کې د خپل رول پیاوړتیا.

خو په اوږدمهال کې ، ډېری کارپوهان دا تګلاره نه بریالۍ او نه هم لږ لګښته بولي ؛ بلکې باور لري چې د دې سیاست منفي پایلې د پاکستان لپاره ډېرې پراخې او درنې وې .

ځینې څېړونکي دغه سیاست د پاکستان لپاره «یوه وېرونکې خوب» بولي ، چې مهم لاملونه یې دا دي :

۱د ناامنۍ د اور پاکستان ته لېږدېدل

هغه وسلهوالې ډلې چې پخوا د سیمهییزو موخو لپاره کارول کېدې، وروسته د پاکستان د خپل امنیت پر ضد په ګواښ واوښتې او په هېواد کې کورني بریدونه او تاوتریخوالی زیات شول.

۲په پاکستان کې د دولت ضد وسلهوالو ډلو پراخ فعالیت

په پاکستان کې ډلې لکه :

تحریک طالبان پاکستان (TTP)

لشکر محمد

لشکر جنګوي (سپاه صحابه)

د داعش خراسان څانګه

تحریک لبیک پاکستان

جماعت الدعوه

القاعده

د ازبکستان اسلامي غورځنګ

او نورې وسلهوالې ډلې په وروستیو کلونو کې د اسلامآباد لپاره له سترو امنیتي ننګونو څخه ګرځېدلې دي .

۳اقتصادي لګښتونه

سیمهییزې بېثباتۍ بهرنۍ پانګونه کمه کړې ، پوځي لګښتونه یې زیات کړي او اقتصادي ، انرژۍ او ترانزیټي پروژو ته یې زیان رسولی دی .

۴د پاکستان نړیوال حیثیت ته زیان

پاکستان په بېلابېلو پړاوونو کې د وسلهوالو ډلو د ملاتړ په تورونو سره مخ شوی، چې دې کار یې پر بهرنیو اړیکو او نړیوال اعتبار منفي اغېز کړی دی .

ایا دا تګلاره ناکامه شوې ده؟

د دې پوښتنې لپاره مطلق او وروستی ځواب نشته ؛ خو ډېری څېړونکي په دې باور دي چې :

که موخه دا وه چې افغانستان په بشپړه توګه د پاکستان تر نفوذ لاندې ، مطیع او باثباته هېواد شي ، نو دغه هدف نه دی ترلاسه شوی .

که موخه دا وه چې د پاکستان د سیمهییزو سیالانو نفوذ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي ، نو دا هدف هم په بشپړ ډول نه دی عملي شوی .

برعکس، پاکستان اوس د پخوا په پرتله له ډېرو کورنیو امنیتي ګواښونو ، اقتصادي فشارونو او ډیپلوماتیکو ستونزو سره مخ دی .

پایله

د جیوپولیټیکي نظریو له نظره ، د پاکستان د ستراتېژیک ژوروالي تګلارې که څه هم په لنډمهال کې ځینې محدودې لاسته راوړنې لرلې ، خو د هغې اوږدمهاله لګښتونه د پاکستان لپاره ډېر درانه ثابت شوي دي .

له همدې امله ، د نړیوالو اړیکو یو شمېر اندېښمن او مخکښ نظریهپردازان باور لري چې دغه سیاست په تدریجي ډول له یوې «ستراتېژیکې ګټې» څخه د پاکستان لپاره په یوه امنیتي او جیوپولیټیکي ننګونه بدل شوی دی .

په مقابل کې ، د افغانستان لپاره هغه ستراتیژي چې د هېواد د زیانمننې د کمولو تر ټولو ډېر ظرفیت لري، عبارت ده له :

د دولتي بنسټونو پیاوړتیا ؛

د ملي اجماع رامنځته کول ؛

اقتصادي پراختیا ؛

او له ټولو ګاونډیو ، سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سره د متوازنو او رغنده اړیکو ټینګول .

ځکه یو داسې هېواد چې باثباته ، اقتصادي پلوه پیاوړی او د اغېزناکو دولتي بنسټونو لرونکی وي ، د بهرنیو قدرتونو د نفوذ او سیالۍ په وړاندې ډېر مقاومت او خپلواکي لري .

سرچینې او مآخذ

Barry Buzan & Ole Wæver (2003). Regions and Powers: The Structure of International Security. Cambridge University Press.

C. Christine Fair (2014). Fighting to the End: The Pakistan Army’s Way of War. Oxford University Press.

Robert D. Kaplan (2012). The Revenge of Geography. Random House.

Halford J. Mackinder (1904). The Geographical Pivot of History. The Geographical Journal.

Hans J. Morgenthau (1948). Politics Among Nations. Alfred A. Knopf.

Ahmed Rashid (2000). Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia. Yale University Press.

Barnett R. Rubin (2002). The Fragmentation of Afghanistan. Yale University Press.

Nicholas J. Spykman (1944). The Geography of the Peace. Harcourt Brace.

Kenneth N. Waltz (1979). Theory of International Politics. Addison-Wesley.

د افغانستان پر بهرنۍ پالیسۍ د ډیورند کرښې سیوری (۱۹۱۹–۲۰۲۵)/۳

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.