د «له پولیو پاک افغانستان» پروګرام اعلان کړی چې د پولیو واکسین نوی کمپاین نن (شنبه، د چنګاښ ۲۰مه) په نورستان ولایت او د کونړ ولایت په پنځو ولسوالیو کې پیل شو.
یاد پروګرام د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۱۹مه، ویلي چې په دې کمپاین کې به ماشومانو ته د پولیو دواړه ډوله واکسینونه، یعنې زرقي (ستنې) او څاڅکي (شفاهي)، تطبیق شي، څو د هغوی د بدن دفاعي سیستم پیاوړی او د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.
تر دې وړاندې د تېرې اوونۍ د سېشنبې په ورځ هم د هلمند ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو، او همدارنګه د کندهار ولایت په مرکز کې د پولیو درې ورځنی کمپاین پیل شوی و.
اوس مهال په افغانستان کې د پولیو سراسري واکسیني کمپاین درېدلی، خو د دې د ځنډ اصلي لامل لا نه دی څرګند. سره له دې، په ځینو ولایتونو کې سیمهییز واکسیني کمپاینونه دوام لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال په ترڅ کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې انساني او ۳۴ مثبتې چاپېریالي پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان دا مهال د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ناروغي لا هم په بشپړ ډول پکې له منځه نه ده تللې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.