د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو د نوې مرحلې لپاره چمتووالی بشپړ شوی او شاوخوا ۲۰ زره افغان وګړي به په پړاوونو کې له پېښور ښار څخه افغانستان ته ستانه کړل شي.
د اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، چې د چنګاښ په ۱۹مه خپور شوی، دا اقدام د پاکستان د فدرالي او ایالتي حکومتونو د هغه پلان برخه ده چې بېاسناده افغان کډوال او د ناسمو یا ناسم اعتبار لرونکو استوګنې اسنادو لرونکي کسان باسي.
راپور زیاتوي چې د پېښور امنیتي ادارو او پولیسو د کډوالو نوملړ بشپړ کړی او فدرالي ځواکونه به هم د دې عملیاتو په عملي کولو کې همکاري وکړي.
ویل شوي چې د پولیو واکسین له کمپاین وروسته به د ایستلو لړۍ پیل شي. په لومړي پړاو کې به افغان کورنۍ د پېښور له بېلابېلو سیمو څخه د ناصر باغ لېږد مرکز ته انتقال شي.
له ثبت او اداري چارو تر بشپړېدو وروسته به دغه کورنۍ د تورخم سرحدي لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
د پېښور پولیسو د افغان کډوالو معلومات د ښار له بېلابېلو سیمو، لکه افغان کالونۍ، ناصر باغ، چمکني، د چارسدې سړک، رینګ روډ، بورډ بازار او نورو سیمو څخه راټول کړي دي.
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، او له هغه وخت راهیسې هره ورځ زرګونه افغانان د بېلابېلو سرحدي لارو له لارې افغانستان ته ستنول کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.