په جرمني کې ۶۴ افغان وګړي د ډلهییز جنسي تېري په قضیو کې د شکمنو کسانو په ډله کې شامل دي
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۶۴ افغان وګړي په جرمني کې د ډلهییز جنسي تېري د قضیو له شکمنو کسانو څخه پېژندل شوي دي.
د یوروپین کنورسیشن د راپور له مخې، چې د چنګاښ په ۱۸مه خپور شوی، د جرمني حکومت ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټول هېواد کې د ډلهییز جنسي تېري ۷۵۱ قضیې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، د دغو قضیو په تړاو پولیسو ۱,۰۸۳ کسان د شکمنو په توګه پېژندلي، چې له دې ډلې ۵۳ سلنه یې د جرمني اتباع نه دي.
د غیر جرمن شکمنو کسانو په منځ کې ۱۱۰ سوریایي، ۶۴ افغان، ۴۶ عراقي او ۴۴ ترکي وګړي شامل دي.
د راپور له مخې، برلین د جرمني هغه ښار دی چې د ۱۱۸ ثبت شویو قضیو په لرلو سره د ډلهییز جنسي تېري تر ټولو ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي.
د جرمني حکومت همدارنګه ویلي چې ۷۲ سلنه شکمن کسان تر دې وړاندې هم د پولیسو په ریکارډونو کې ثبت سابقه لرله.
تر اوسه جرمني چارواکو د دغو شکمنو کسانو د هویت، تابعیتي وضعیت او قانوني حالت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.