د رڼا لار (د نویو ځوانانو لپاره) ـ دویمه برخه لیکنه: استاد الحاق جوادي

ژباړه: بریال حبیبي

58
سبا دې، همدا نن جوړېږي!
تر اوسه داسې شوي چې د ازموینې په شپه ارمان وکړې او ووایي چې:
کاشکې مې لږ وړاندې پرې پیل کړی وای؟
یا یوه ورځ تېرو پیغامونو او خاطراتو ته ولاړ شې او ووایي چې:
کاشکې مې هماغه مهال لږ ښه فکر کړی وای؟
ښآ،
دا حالت ټولو تجربه کړی؛ قرآنکریم کې یوه داسې جمله شته، چې د بنیادم د فکر ډول بدلوي:
((وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ)) (حشر/۱۸)
یعني:
هر څوک باید وګوري، چې خپل سبا ته یې څه چمتو کړي!
د تېر ارمان هیڅ ګټه نه لري، لوی څښتن تعالی ویلي چې:
د نن په همدې نغد فرصت کې ښه ژوند کوه او هماغسې خپل راتلونکی هم جوړ کړه؛
وایي:
سبا ته دې وګوره؛
ځان ته څو کاله وروسته…؛
ستا هغه ډېره آرامه، ډېره هوسا، ډېره عاقله، ډېره ځواکمنه، ډېره ځیرکه او… نسخه همدغه نن ورځ د جوړېدلو په درشل کې ده.
تمرین:
یوازې یو داسې کار ترسره کړه، چې خپله راتلونکې نسخه درنه منندویه شي؛ مثلاً:
لږ جدي درسونه ولوله، یوه پاڼه ډېره مطالعه وکړه؛ یو بد عادت دې پرېږده، یو وړوکی مهارت زده کړه او…؛
د نن واړه کارونه، لویه راتلونکې جوړوې.
ته څه فکر کوې؟
که چېرته غواړې، خپله سبا جوړه کړې؛ نو زړه دې، څه شی پکښې وي؟
انتخاب، ستا دی؛
کولای شې، ژوند پرېږدې پخپله خپله مخه ووهي او یا:
ته خپله د خپلې راتلونکې طراح شې!

د رڼا لار ـ د نویو ځوانانو لپاره

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.