ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندراتون پرانیستل شو

37

ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندراتون پرانیستل شو.

ځایي مسوولان وايي، د دغه نندارتون نږدې ۱۰۰ غرفو کې بېلابېل ډوله توکي نندارې ته اېښودل شوي چې موخه یې کورنیو تولیداتو ته د مناسب بازار موندل دي.

د نندارتون ګډونوال او صنعتکاران د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې لپاره دا ډول نندارتونونه اغېزمن یادوي او په دې برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې.

ورته مهال د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئیس عبدالبصیر پاچا وایي چې په دغه ولایت کې پانګوالو او صنعتګرو ته د پانګونې په برخه کې د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو لپاره له دوی سره همکاري کوي.

د یادونې ده چې دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګڼ نندارتونونه جوړ شوي چې د صنعتکارانو او تولیدوونکو په وینا، د بازار موندنې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یې مثبتې پایلې لرلې دي.

سلام‌وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.