د ترکیې رسنیو د شنبې په ورځ، ۲۵ میزان، راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو په اډانا او قیصریه ښارونو کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال ۵۸ افغان او پاکستاني کډوال نیولي دي.
د راپورونو له مخې، پولیسو په اډانا ښار کې د پلټنو پر مهال ۲۷ افغان او پاکستاني کډوال پېژندلي او نیولي دي. دغه کسان له اداري مراحلو وروسته د یاد ښار د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي دي.
په یوه بله پېښه کې، د قیصریې امنیتي ځواکونو ته د جعلي اسنادو په وسیله د کډوالو د لېږد په اړه د معلوماتو له رسېدو وروسته، د ملطیې ښار پر لوري پر غځېدلې لویه لاره د پلټنې عملیات ترسره کړي دي.
د عملیاتو پر مهال دوه موټر پېژندل شوي، چې یوه یې ۳۱ افغان کډوال لېږدول. دویم موټر د لارښود موټر په توګه حرکت کاوه او د امنیتي چارواکو په وینا، دنده یې د لارې څارل او د پولیسو له پوستو سره د مخامخ کېدو مخنیوی و.
امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې ۳۱ افغان کډوال او څلور تنه د هغوی د لېږدولو په تنظیمولو تورن کسان نیولي دي. دغه څلور کسان تورن دي، چې د جعلي اسنادو په وسیله یې د کډوالو په لېږد کې رول درلود.
د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې دغه څلور تورن کسان په پولیسو کې له لومړنیو څېړنو وروسته محکمې ته ورپېژندل شوي دي.
په ورته وخت کې، د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال د مې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې، په دغه هېواد کې تر ۳۰ زره ډېر افغان وګړي د استوګنې د معتبر اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320