په کندهار کې درې ماشومان په څاه کې د لوېدو له امله مړه شوي دي

34

په کندهار کې درې ماشومان په څاه کې لوېدلي او مړه شوي دي

د کندهار سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په میانشین ولسوالۍ کې درې ماشومان د اوبو یوې ژورې څاه ته لوېدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، دغه پېښه نن (جمعه، ۲۴ میزان) د میانشین ولسوالۍ د سنګ‌نګار په سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه اته او نهه کلن هلکان او یوه شپږ کلنه نجلۍ مړه شوي دي. د معلوماتو له مخې، دغه ماشومان د خیرالله په نوم د یوه کروندګر اولادونه وو او اصلي استوګنځی یې زابل ولایت و.

د پرله‌پسې وچکالیو له امله د اوبو د څاګانو کیندل زیات شوي او ورسره په څاګانو کې د خلکو د لوېدو پېښې هم د اندېښنې وړ دي. د دغو پېښو ډېری راپورونه د افغانستان له سوېلي ولایتونو څخه ورکول کېږي.

دوه کاله وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د ژورو او کیندل شویو څاګانو له مالکانو غوښتي وو، چې خپلې څاګانې پټې کړي. هغه خبرداری ورکړی و، چې له دې کار څخه د سرغړوونکو پر وړاندې به قانوني چلند وشي؛ خو له دې لارښوونې سره سره، په څاګانو کې د خلکو د لوېدو پېښې لا هم دوام لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320