فراه کې د صرافۍ د نږدې درې میلیونه افغانیو د غلا په تور څلور کسان نیول شوي

37

په فراه کې د صرافۍ د نږدې درې میلیونه افغانیو د غلا په تور څلور کسان نیول شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، څلور کسان په فراه ولایت کې د یوې صرافۍ څخه د نږدې درې میلیونه افغانیو نغدو پیسو د غلا په تړاو نیول شوي دي.

دغه وزارت نن (شنبه، ۲۵ میزان) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو کسانو دوه ورځې وړاندې د فراه ښار په یوه صرافۍ کې ۲ میلیونه او ۹۶۰ زره افغانۍ غلا کړې وې.

د خبرپاڼې له مخې، په فراه کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د استخباراتو په همغږۍ، د امنیتي کامرو د انځورونو له څېړلو وروسته تورن کسان پېژندلي دي. د سرچینې په وینا، دوه کسان په فراه او دوه نور په هرات ولایت کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو څخه ۲ میلیونه او ۳۷۶ زره افغانۍ غلا شوې پیسې او یوه کرولا موټر هم ترلاسه او ضبط شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

په تېرو پنځو کلونو کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، له صرافیو او زرګرۍ دوکانونو څخه د غلاوو راپورونه زیات خپاره شوي دي. په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې لیدل کېږي، چې په ډېرو مواردو کې وسله‌وال غله د ورځې په رڼا کې په ډله‌ییز ډول غلاوې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320