په ننګرهار کې ناپېژاندو وسله‌والو یو ځوان وژلی دی

36

د ننګرهار سیمه‌ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله‌والو د دغه ولایت په سره‌رود ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژلی دی.

د سرچینې په وینا، نثاراحمد ستومان د جمعې په ورځ (۲۴ میزان) په ننګرهار کې د «دوست» خصوصي راډیو مېلمه و. نوموړی له راډیو څخه تر راستنېدو وروسته کور ته نږدې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ستومان د سره‌رود ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې یې د لیسانس تر کچې زده‌کړې کړې وې.

تر اوسه د دغه ځوان د وژنې انګېزه نه ده معلومه شوې او په ننګرهار کې طالب چارواکو هم د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

دا نن له ولایتونو څخه د راپور شوي قتل درېیمه پېښه ده. پرون په پکتیکا کې د یوه سړي ټوټه شوی جسد موندل شوی و. همداراز، په دغه ولایت کې د یوې نښتې پر مهال یوه کوچنۍ نجلۍ هم وژل شوې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320