قاضي مـلا عبدالسلام بابا اڅکزی

عبدالحکیم فیضان

30

مـلا صاحب د کوږک د شېلې د شاله باغ څخه پنځه میله د شمال خوا ته اوسېدئ؛ مګر څومره چي په چمن او کوټه کي مشهوره وو، هغومره ئې په کندهار کي هم شهرت درلود. نوموړي د مروجو علومو د زدکړي څخه وروسته په شعر او شاعري کي نوم ایستلی دئ.
مشهوره آثار ئې سوسن چمن او طلب مذهب دي، چي په ۱۳۵۳هـ او ۱۳۵۵هـ کي چاپ سوي دي. هېره دي نه وي، چي زردانه_دُر کتاب هم د نوموړي د آثارو له جملې څخه دئ.
قاضي عبدالسلام اڅکزي د سوسن چمن آثار د غازي امان الله خان په فریاد کي لیکلی دئ او د شعر په ژبه ئې د انګرېزانو د ټولو لاسپوڅو مشرانو او جاسوسانو څخه پرده پکښي پورته کړې ده. انګرېزانو هڅه کول، چي سوسن چمن وسوځي او له منځه ئې یوسي.
نو ځکه مـلا صاحب ویلي:

فرنګي سوسن چمن په اور کي واچاؤ
پر مـا هــم د ابراهــیم مصیبت راغــئ

قاضي صاحب د فرنګیانو ظلمونه د افغانانو سره د نېږدې لیدلي وه او د افغان وطن د زېږنده ناخوالو سرچینه ئې د دوی شیطاني موخي بللې. نو ځکه د انګرېزانو په هکله بل ځای وائي:

فــرنــګي مسلـمـانـان د ځان تـابـع کو(کړو)
غه(هغه) دجال چي ورته وائي دجال دادئ

عبدالسلام اڅکزی د اماني خوځښت د سختو طرفدارنو څخه وو، ده به ډېر کله په خپلو شعرونو کي فرنګیان او د هغو جاسوسان غندل. په همدې خاطر په څو ځله د انګرېزانو لخوا بندي سوي هم وو. دا لامل وو، چي د غازي امان الله خان په عشق کي ئې د سوسن چمن کتاب د خپل قلم تر څوکه تېر کړ.
دی وائي:
پر غــازي امـــان الله عبدالسلامــه
کتاب نه دئ کښلی بل شاعر بې تا

د غازي امان الله خان په هکله په بل ځای کي وائي:

شپه د ظلم راغله غر د عدل پرېوت
نه قصاص سته پر خونیانو نه دیت

مـ.لا صاحب د اورنکزیب او اعلیحضرت امان الله خان زیات قدر درلود.
همداشان قاضي مـلا عبدالسلام د خپلو دیني تألیفاتو په خصوص کي داسي وائي:
که څوک وویني منصف کتب دیني زما
زام(زه وایم)مــثـال به پیـدا نه کي بل ثاني زما

قاضي مـلا عبدالسلام د شعر په ژبه هغه سپیني او حقیقي ملغلري سره پېیلي دي، چي هر بیت ئې د بسته کتاب مفهوم څرګندوي.

د قاضي صاحب روح دي ښاد او یاد دي ئې تازه وي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320