د پولنډ په یوه کنفرانس کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت وڅېړل شو

35

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د سیاسي او بشري حقونو د وضعیت په اړه د پولنډ په کراکوف ښار کې یو کنفرانس جوړ شو، چې څېړونکو، محصلینو او د دغه هېواد یو شمېر وګړو پکې ګډون کړی و.

دغه کنفرانس د تلې په ۲۲مه، چهارشنبه، جوړ شو او په کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه او پر قومي او مذهبي ډلو فشارونه وڅېړل شول.

د یاګیلونیا پوهنتون د دوکتورا څېړونکي، بسم‌الله تابان، وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول زده‌کړې، کار او په ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه محرومې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د تېرو پنځو کلونو پر مهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو پخواني غړي، د رسنیو کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعان هم د طالبانو له خوا له ځورونې سره مخ شوي دي.

تابان پر قومي او مذهبي ډلو فشارونه، په ځانګړي ډول پر هزاره‌ګانو، او په لوېدیځ کابل کې د کورنیو د جبري ایستلو په اړه راپورونه هم د اندېښنې وړ وبلل.

هغه زیاته کړه چې دغه اقدامات د کورنیو د ملکیت د حق او د استوګنې د خوندیتوب په اړه اندېښنې راولاړوي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او زیان‌منونکو ډلو، د وضعیت د څرګندولو لپاره هڅې وکړي.

د کنفرانس جوړوونکو ویلي چې دغه غونډه د افغانستان د ورپېژندلو، د دغه هېواد د بدلونونو په اړه د پولنډي وګړو د پوهاوي لوړولو او د افغانانو د ملاتړ لپاره د لارو چارو په اړه د خبرو اترو د زمینې برابرولو په موخه جوړه شوې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320