د نجونو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) وايي، چې میلیونونه افغان نجونې له بېلابېلو ستونزو، لکه بېوزلۍ، کمعمره ودونو، زدهکړو ته محدود لاسرسي او بېسوادۍ سره مخ دي.
یوناما نن (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) پر فېسبوک په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې زدهکړې لا هم د نجونو د استعدادونو او وړتیاوو د غوړېدو لپاره تر ټولو اغېزمنه لار ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نویو او عملي ګامونو غوښتنه کړې، څو د هرې افغانې نجلۍ د زدهکړې، مناسب کار، شخصي انتخاب او داسې راتلونکي د جوړولو حقونه تضمین شي، چې د هغې د هیلو او غوښتنو پر بنسټ رامنځته کېږي.
یوناما زیاته کړې: «هره نجلۍ حق لري چې په ازادۍ زدهکړې وکړي، وده وکړي او خپل د خوښې راتلونکی جوړ کړي.»
دغه بنسټ ویلي: «نجونې د راتلونکي مشرانې دي، نجونې نوښتګرې او خلاقې دي، نجونې نړۍ بدلوي.»
طالبانو له پنځو کلونو څخه د ډېرې مودې راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د دې بندیز له امله شاوخوا ۲.۵ میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي.
طالبانو پر ښځو او نجونو د هغوی د اساسي حقونو او ازادیو په برخه کې هم پراخ محدودیتونه لګولي او په ټولنه کې یې د هغوی حضور او ګډون په جدي توګه محدود کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320