د نجونو نړیواله ورځ؛ افغان نجونې د طالبانو د محدودیتونو په یرغمل کې
د اکتوبر ۱۱مه، د نجونو نړیواله ورځ، په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي چې طالبانو په افغانستان کې میلیونونه نجونې له خپلو تر ټولو اساسي حقونو، په ځانګړي ډول د زدهکړې له حق څخه محرومې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له دوو میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې دي او په پوهنتونونو کې یې د زدهکړو د دوام مخه هم نیول شوې ده.
د طالبانو محدودیتونو نه یوازې د نجونو د زدهکړې فرصتونه له منځه وړي، بلکې د هغوی د راتلونکي کاري ژوند، اقتصادي خپلواکۍ او ټولنیز ګډون په اړه یې هم اندېښنې زیاتې کړې دي. په دې توګه، ګڼې نجونې له نامعلوم راتلونکي سره مخ شوې دي.
د زدهکړو له محرومیت سره یوځای، د ماشومانو ودونه هم په افغانستان کې یوه جدي اندېښنه ګڼل کېږي. د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د پام وړ شمېر نجونو تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی.
بېوزلي، اقتصادي ستونزې او زدهکړو ته د لاسرسي محدودیتونه هغه عوامل دي چې د کمعمره ودونو خطر زیاتولای شي.
د نجونو نړیواله ورځ د دې حقیقت د یادونې یو فرصت دی چې هره نجلۍ حق لري…
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320