د طالبانو د ټولګټو وزارت د بودجې کمښت؛ قراردادي شرکتونه اندېښمن دي
د طالبانو د ټولګټو وزارت له یو شمېر قراردادي شرکتونو استازي وايي، د طالبانو د مالیې وزارت د دغه وزارت له بودجې نږدې ۲.۵ میلیارده افغانۍ کمې کړې دي.
د دغو شرکتونو استازو د یکشنبې په ورځ، د تلې ۱۹مه، تایید کړې چې د مالي کال په منځ کې د بودجې کمول او کسر د یو شمېر روانو پروژو پر پلي کېدو منفي اغېز کوي.
د دوی په وینا، د طالبانو د دغه وزارت د بودجې کمښت د پروژو د درېدلو لامل شوی او خصوصي سکټور او د سړک جوړونې شرکتونو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
د قراردادي شرکتونو استازي ټینګار کوي چې دا موضوع د اړوندو ادارو له لوري روښانه وضاحت او مسوولانه ارزونې ته اړتیا لري، څو څرګنده شي چې د یادې بودجې د کمولو پرېکړه د کومو اړتیاوو، محاسبو او لومړیتوبونو له مخې شوې ده.
د دغو شرکتونو استازي زیاتوي چې تمه لري د طالبانو د ټولګټو وزارت د بودجې د کمښت د پرېکړې جزئیات له خلکو او رسنیو سره شریک شي؛ ځکه دې پرېکړې ساختماني او د سړک جوړونې شرکتونو ته زیان اړولی دی.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د خپلو پروګرامونو د پلي کېدو، د بودجې د جوړولو او مهمو پرېکړو په اړه روښانه جزئیات نه دي وړاندې کړي او د ډېرو موضوعاتو په اړه معلومات له خلکو پټ پاتې دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320