ناپېژاندو وسله‌والو په ننګرهار کې یو ځوان وژلی دی

35

ناپېژاندو وسله‌والو په ننګرهار کې یو ځوان وژلی دی

د ننګرهار ولایت د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د ناامنیو په دوام کې تازه ناپېژاندو وسله‌والو په دغه ولایت کې یو ځوان وژلی دی.

سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې دغه پېښه د یکشنبې په سهار، د تلې ۱۹مه، د ننګرهار ولایت د سره‌رود ولسوالۍ کې شوې ده.

د سرچینو په وینا، دغه ځوان اسماعیل نومېده، اصلي اوسېدونکی یې د ننګرهار د دره‌نور ولسوالۍ و او د موټرچلوونکي په توګه یې کار کاوه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، اسماعیل د ډزو له امله وژل شوی، خو تر اوسه یې د وژنې انګېزه او عاملان نه دي معلوم شوي.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنايي جرمونه، په ځانګړي ډول مرموزې او هدفي وژنې، تښتونې او وسله‌والې غلاوې زیاتې شوې دي.

په یوه تازه پېښه کې، تر دې وړاندې د عباس خانزاده په نوم یو ځوان د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د چاقو په ګوزارونو وژل شوی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320