ډیموکراسي یعنې د اختلافاتو سره د ګډ ژوند هنر

37

لومړۍ برخه: ولې د زاړه نظم د بدلېدو په دور کې د یووالي په پرتله، اختلافات ډېر وي؟

په حساسو تاریخي پړاوونو کې، کله چې ټولني د زاړه نظم د ړنګېدو او د نوي نظم د جوړېدو په درشل کې وي، د يووالي پر ځای اختلافات ډېر پام ځانته اړوي.
خلک له یو بل سره بحثونه کوي؛ په عامه او شخصي فضا کې شخړي رامنځته کېږي؛ کورني او اجتماعي اړیکي د سیاسي باورونو په خاطر له مینځه ځي او هره ډله، هر شخص او هر ارګان بل په ناپوهۍ او خیانت تورنوي.

په دغسې شرایطو کې ډېر خلک ناهیلي کېږي چې؛ ګواکې موږ د ازادۍ او اوبادۍ وړ خلک نه يو، ځکه موږ له يو بل سره نشو متحد کیدلای یا یوځای کېدلای.
خو ايا، يوازې موږ همداسې يو؟
ایا د نړۍ په نورو ټولو هیوادونو کې خلک د ټولنې د بنسټیزو مسلو په اړه په یوه زړه او یوه غږ، په بشپړه سولیز چاپیریال او تفاهم سره پریکړې کوي؟

نه، داسې نه ده!

د بېلګې په توګه، حتی هغه هیوادونه چې تر ټولو زاړه ډیموکراتیک دودونه لري، لکه فرانسه او امریکا کې هم ټولنه په کراتو د دوه قطبي کیدو له خطر سره مخ شوې ده.

په فرانسه کې، کله ناکله د سخت دریځو کیڼ اړخو او سخت دریځو ښي اړخو ترمنځ واټن دومره ژور کیږي چې اجماع ناممکنه وي. خو بیا هم هلته د جمهوریت بنسټونه روغ پاته دي. او توانېدلي دي چې اختلافونه په ځان کې جذب کړي.

همداسې په امریکا کې هم د جمهوري غوښتونکو او ډيموکراتانو ترمنځ ټکر، په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په دوره کې، د تاوتریخوالي د دوه قطبي کېدو تر څنډي ورسېدل. مګر مدني او سیاسي ادارو لاهم د ډیموکراتیک بنسټونو د ساتني وس درلود. او د جدي بحرانونو د کنټرول وړتیا یې ساتلي.
دوه قطبي کېدل یا polarization مانا ټولنه په دوه متقابلو قطبونو وېشل کېږي او نور خبرې، مصالحه او متقابل درک تر ډېره ناممکن وي.
نو لدې داسي نتيجه اخلو چې اختلافات، شخړي او حتا سیاسي کرکې لزوماً د يو ملت د شاتګ نښه نه؛ بلکي د انساني ټولنېز ژوند د طبيعت یوه برخه ده.
ډیموکراسي یعني د اختلافاتو سره د ګډ ژوند هنر

دوهمه برخه:
مخالفتونه د ټولنیز ژوند طبیعت دی

نو، اختلافات، بحثونه، جنګونه، او سیاسي کرکي د یو ملت د شاته پاته والي نښې ندي، بلکې د انسانانو د ګډ ژوند د جوهر برخه ده. ټولنه د مختلفو جنیټیکي جوړښتونو، طبقاتي، ذوقي او ارزښتي تجربه لرونکو افرادو مجموعه ده. موږ هر یو مسئلو ته د خپل لید له دریڅې ګورو، او د هر یوه لید له یو بل سره توپیر لري. نو دا هيڅ د حیرانتیا خبره نه ده چې موږ ولي په یوه غږ نه یو او ولي یو رنګ فکر نشو کولای. د عقایدو تر منځ توپیرونه مهم ندي، او طبیعي دي. خو دا مهمه ده چې موږ څنګه له دې توپیرونو سره مخامخ کېږو.
د سیاسي فکر په تاریخ کې، هغه سیسټمونه چې د انسانانو د عقایدو او باورونو د یوځای کولو هڅه یې کوله ټول په خورا فجیع ډول پای ته رسیدلي. کمونیستي شوروي غوښتل چې بېخي په یو نوي معیار انسانان جوړ کړي، داسې چې ټول یو لوری ولري او یو غږ پورته کړي. نازيانو هم غوښتل چې د برترو انسانانو یو نسل جوړ کړي، چې ټول باید خاص نازي باورونو ته قایل وي.
او همدارنګه مذهبي رژیمونو غوښتل چې داسې فاضله انسانان جوړ کړي چې ټول په یوه واحد مذهب ایمان ولري.
مګر د دې ټولو پروژو برخلیک ناکامي وه، ځکه چې د انسان طبیعت متکثر دی. موږ به د ډیموکراسۍ اهمیت هغه وخت درک کړو کله چې پوه شو چې ټولنه د مختلفو فکرونو او باورونو لرونکو خلکو څخه جوړه ده، چې نه کولای شي او نه طبیعي ده چې یو شان فکر وکړي.

درېیمه برخه:
د فکري تواضع فضیلت
«هیڅ باور مطلق حقیقت نه دی.»

ډیموکراسي د توپیرونو د له منځه وړلو پروژه نه ده، د اختلافاتو او توپیرونو د منلو پروژه ده.
او په دموکراسي کې پلورالیزم (Pluralism) یا تکثرپالنه تر ټولو بنسټیز اصل دی.
البته په یوه ایډیاله یا مثالي ټولنه کې یوازې د تکثر منل بسنه نه کوي؛ موږ یو ژور داخلي فضیلت یا فکري تواضع ته اړتیا لرو. مانا، هیڅوک باید ونه وايي چې «زما باور یا عقیده مطلق حقیقت ده» او هر څوک چې زما له فکر سره موافق نه وي حتماً تېروتی دی.
د دې پر ځای باید ووایي: زما باورونه قطعي او مطلق نه دي. زه د خپل استدلال او شواهدو په بنسټ نن یو باور او نظر لرم؛ مګر که سبا ماته یو څوک داسې استدلال او شواهد وړاندې کړي چې زما باور غلط ثابت کړي، بېشکه چې زه به یې ورسره ومنم او خپل باور به بدل کړم. د تېروتنې احتمال منل زمونږ د هر یوه لپاره د سیاسي بلوغ په لور مهم ګام دی.

او چې دې ټکي ته مو همیش پام وي؛ د سیاست په ډګر کې، او بیا خاصتاً په ټولنیزو علومو کې، موږ ډېر کم له مطلق حقیقت سره سرو کار لرو. ډیرځله د استدلال یا جګړې یا د مخالفت دواړو خواوو، د واقعیت یوه برخه سمه درک کړي وي. مګر په کُلي یا عمومي لید دو استدلال کې ښویېدلي وي او سره مخالف وي. ډیری تضادونه د سم او ناسم ترمنځ نه وي، بلکي د مختلفو لومړیتوبونو یا د ژوند د مختلفو تجربو ترمنځ تضادونه وي.
دلته باید پام وکړو چې پېچلي مسایل په کاذبو دوه‌اړخیزه تحلیلونو کې خلاصه نه کړو، لکه «مطلق سمه یا مطلق ناسم» «ته به یا له موږ سره یا به زموږ پر ضد یې». دغسي باید ټول مسایل یوازې په څو محدودو او ساده انتخابونو کې تحلیل نه کړو. ټولنیز او سیاسي واقعیتونه تر دې ډېر څو-اړخیز او پېچلي دي. که دا ټکی ومنو، موږ د دیموکراسي یا په عامه اصطلاح د (آزاد فکر) مرحلې ته رسېږو، چې سره له اختلافاتو بیا هم کولای شو په درناوي، مهربانۍ او متقابل زغم یوځای ژوند وکړو.
ډیموکراسي یعني د اختلافاتو سره د ګډ ژوند هنر

څلورمه برخه:
د اکثریت رایه
«د اکثریت رایه د عصري سیاست شاه بیت، اصلي محور او بنسټ دی»

په دریمه برخه کې مو وویل چې ډیموکراسي فکري تواضع ته اړتیا لري.
یعنی موږ هر یو باید دا ومنو چې زموږ باورونه سل په سلو کې حقیقت ندي او د هر یوه په باورونو کې امکان لري لږ یا ډېري غلطیاني شتون ولري. او دغه لیدلوری یا د فکري تواضع لرل د توپیرونو او اختلافاتو په شتون کې د محترمانه ګډ ژوند لپاره لار هواروي.

اوس یو بل حیاتي اصل (ده اکثریت رایې منل) ده.
د ټولنې د تنظیم او جوړښت لپاره موږ د اکثریت رایې منلو اصل ته ډېره اړتیا لرو. رایه ورکول یو تشریفاتی عمل نده، بلکي د (عصري سیاسي عقلانیت Modern Political Rationality) اصلي محور یا بنسټ ده. که فرض کړو چې موږ ټول په زوره په یوه نظر سره موافق شوو، بیا رایه اخیستنه هیڅ معنا نلري، موږ رایه ورکوو ځکه چې نظري اختلافات لرو، او په واقعي نړۍ کې، د هر چا د غوښتنو پوره کول ناممکنه دي. تر ټولو ښه او عادلانه حل لاره د اکثریت خلکو د رایې پلي کول دي، په داسي حال کې چې د اقلیت خلکو حقونو ته هم درناوی وشي.
که لدې اصل سره بې غوري وشي، ټولنه د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي یوې نه ختمېدونکي دورې ته داخلېږي. مګر که هر څوک حتی د یوې لنډي دورې لپاره د رایې پایلي ته درناوی وکړي، نو د یو با ثباته او عادلانه نظم رامنځته کول ممکنه کېږي.
نو، د اکثریت رایې منل د اقلیت د ځپلو په معنی نده، بلکې د توپیرونو سره سره د سوله ایز ګډ ژوند لپاره د عادلانه قاعدې رامینځته کول دي.
د تېر جمهوري نظام په ټاکنو کې دا زمونږ لپاره تجربه شوي، چې د اکثریت رایې منل یوازي یوه تیوریکي یا مثالي او تشریفاتي سپارښتنه نده، او که چېري یوه ډله د ډیموکراتیکي پروسې پایله ونه مني، او هڅه وکړي چې په زور او بې نظمي سره یې ګډوډه کړي، هغوی ټولنه د ګډوډۍ او سقوط له خطر سره مخ کوي. خو برعکس، که ټولنیز بنسټونه، د قانوني نهادونو یا بنسټونو سره یوځای، د ډیموکراتیک بهیر درناوی وکړي، حتی په ډېرو نازکو شرایطو کې هم کولای شي د یو پایدار او منظم نظم د رامنځته کېدو امکان لوړ حتی حتمي کړي.

#شاه_بیت: هغه بیت چې د یو شعر اصلي معنی څرګندوي، په عصري سیاست کې رایه ورکول د سیاسي عقلانیت یا (Political Rationality) اصلي هسته ده.

پنځمه برخه: تاریخي بېلګې

په تیرو برخو کې، مو وویل چې ولې، د نظامونو د بدلون په وخت کې، اختلافات د یووالي په پرتله ډیر څرګندېږي، او څنګه د ټاکنو مشروعیت او د دوی د پایلو منل د ډیموکراتیک نظم د بقا او پایښت لپاره خورا مهم دی. همدارنګه دا مو هم روښانه کړه چې که یو اقلیت د ټاکنو پایلې ونه مني، ټولنه د ګډوډۍ او بې ثباتۍ له خطر سره مخ کیږي.
اوس به، په پنځم ګام کې، د تاریخي بېلګو په کارولو سره دا وڅېړو، چې په ډیموکراټيکه ټولنه کې د اکثریت رایې له پامه غورځول کولای شي څومره لوی ناورینونه رامینځته کړي، او په عین حال کې، د ډیموکراسۍ مشروع دفاع باید په کومو لارو چارو وکړو؟.

د موضوع د ښه روښانه کولو لپاره به اوس دوه تاریخي بېلګې وڅېړو. یوه د نولسمې پېړۍ او بله د شلمې پېړۍ. دواړه یې د نظم د انتقال په پروسه کې، د بې‌ثباتۍ سره د مقابلې او د هغو ګروپونو سره د چلند څرنګوالی راښیي چې غوښتل یې د اکثریت رایي په وړاندې ودرېږي.

له هغه وروسته چې، فرانسې له روسيې څخه په جنګ کې ماته وخوړه او د دریم ناپلئون امپراتورۍ سقوط شوه د فرانسې درېیم جمهوریت راڅرګند شو. پارلماني ټاکنې وشوې او محافظه‌کار سلطنت‌پاله ځواکونه بریالي شول. خو په پاریس کې، په ځانګړې توګه د کارګرو په سیمو کې، کمونرانو یا هماغه کارګرانو، سوسیالیستانو او انارشیستانو د ټاکنو نتیجه ونه منله او د پاریس کمون یې جوړ کړ.

د مونټمارټر هیل په تپه کې یې له مرکزي حکومت سره جنګ شروع کړ، د مرکزي حکومت (ورسای) پوځ هڅه وکړه چې په دې تپه کې هغه توپخانې چې د کمونرانو لاس ته لوېدلي بیرته ضبط کړي. چې په پایله کې د پوځ او د وسله‌والو کمونارانو ترمنځ نښتې شدت ونیو. که څه هم دولتي سرتېرو تر ډېره د کمونارانو پر وړاندې له ډزو څخه ډډه وکړه، خو بیا هم مقاومت شدت وموند او دې نښتي د پاریس د کمون د پراخې جګړې بڼه خپله کړه. په ورسای کې حکومت تنظیم شو، او له یو منظم پوځ سره یې په پاریس حمله وکړه. د ۱۸۷۱م کال د می میاشتي په یوې خونینه او توره اوونۍ (La Semaine sanglante د وینو اوونۍ) کې، زرګونه کمونران په قتل ورسېدل او د پاریس کمون په قاطع ډول وځپل شو.

په غبرګون کې، د هغه وخت محافظه‌کارانو، دغه پېښه یوه ملي ګناه و بلله او د تاوان یا جبران په توګه یې په هماغه مونمارټر تپه باندې د ساکرې کور یا Sacré Cœur کلیسا جوړه کړه. دغي کلیسا ته کمونرانو او کمونېسټانو د ذلت او ماتې سمبول په سترګه کتل. چې بیا وروسته د فرانسې کمونېسټ ګوند په خپل رسمي پروګرام کې د لسیزو لپاره اعلان کاوه چې واک ته له رسېدو سره به، دا کلیسا د ټولنیز انقلاب په موزیم بدله کړي؛ خو په وروستیو کلونو کې دا کلیسا د ملي اثارو په فهرست کې درج شوه او هغوی هم اړ شول دا ماده له خپلو پروګرامونو وباسي.

دا تجربه څرګندوي چې د اکثریت رأیي ته درناوی څومره مهم دی او دا اصل که رعایت نشي، پایلې به یې ډېري بدي وي.
او بله بېلګه د هسپانیا د شلمي پېړۍ کودتا ده…https://youtu.be/jk6ZZ_dRVNM?si=UowQcZHLqMSEPpes

دغه تاریخي مثالونه موږ ته درس راکوي چې د دموکراتیک نظم د دفاع لپاره تل زور یا تشدد ته تړتیا نشته؛ کله ناکله د یوه مشروع پاچا اقتدار ته تکیه، د منسجمو بنسټونو ملاتړ، یا ټولنیز ملاتړ د ډیموکراټیک نظم د ساتنی لپاره کافي وي.

کله چې د ټاکنو له لاري سیاسي نظم تغییر مومي یا د قدرت انتقال له یو ګوند یا یوې ډلي څخه سیاسي نظم بل ته انتقالېږي، او یو اقلیت د آزادو او مشروعو ټاکنو نتیجه ونه مني او د دموکراتیک جوړښت د تخریب په هڅه کې شي، ټولنه د قانوني نهادونو له لارې حق لري چې له دې ډول کړنو سره مقابله وکړي؛ البته دا مقابله باید محدود او کنټرول شوې وي. ګورئ دلته غلط پوهاوی رمنځ ته نشي، زما مطلب دا نه ده چې د اکثریت نظریات دې په زور د اقلیتونو پر سر تحمیل شي؛ بلکي هدف د عامه مشارکت د اصل او د ټولنې د بقا څخه دفاع کول دي.

د زور له لاري مداخله یوازې هغه وخت موجه ده چې لاندي دری بنسټیز شرایط رعایت شي:

لومړی: د سرکوب کوونکو یا سربازانو زور یا تشدد کارول باید یوازې د هغو پر ضد وي چې د ټاکنیز نظم د ګډوډولو هدف لري. د تشدد موخه باید هېڅکله د ټولو اقلیتونو عقایدو یا هویتونو محوه کول نه وي.
دوهم: د زور کارول باید محدود، متناسب او اړین وي. وحشيانه سرکوب روا نه دی؛ اقدامات باید هدفمند او یوازې د هغو خلکو پر ضد وي چې عملاً د ټاکنو نظم ګډوډوي.
درېیم: هر ډول مداخله باید د شفافو او ځواب‌وینونکو نهادونو تر څارنې لاندې ترسره شي، باید په خپل سر، پټ یا د بې‌صلاحیته کسانو له خوا نه وي.

او هغه اقلیت چې د ټاکنو نتیجه يې په زړه نه وي، خو بیا هم ډیموکراسۍ ته غاړه ږدي او د نظم د تخریب په لټه کې نه وي، باید نه تحقیر او نه سرکوبه شي، او له خپلو اساسي حقونو؛ لکه د بیان ازادي، د ګوند جوړولو حق، د سوله‌ییزو تجمعاتو د دایرولو حق او د راتلونکو دورو په ټاکنو کې د بیا ګډون حق څخه برخمن پاته شي، تر څو په راتلونکو فرصتونو کې په دیموکراتیکه توګه د خپلې برخې لپاره مبارزه وکړي.

د ډیموکراسۍ پایښت دواړو، هم د اکثریت د رایي منلو، او هم په ټاکنو کې د ناکامه اقلیتونو انساني کرامت او د حقونو د ساتنې تضمین ته اړتیا لري.

شپږمه برخه: پایله
«د یوې دوامداره ازادې ټولنې لپاره درې بنسټیز اصول»

په تېرو برخو کې پدې پوه سوو چې سیاسي اختلاف د ټولنیز ژوند یوه طبیعي برخه ده او ډیموکراسي سره لدې چې د اختلافاتو له منځه وړل نه غواړي؛ د تکثر منل او فکري تواضع هم پکې لوړه مرتبه لري. په پنځمه برخه کې مو د تاریخي مثالونو په راوړلو سره د ټاکنو د پایلو د نه منلو خطرونه وڅېړل. او ټینګار مو وکړ چې د ګډوډۍ سره مقابله باید محدوده، متناسبه او د شفافو ارګانونو لخوا وشي.
اوس په شپږمه برخه کې تېري ټولي برخي را ټولوو. درې بنسټیز اصول او عملي پایلې یې چې څنګه یو ډیموکراتیک نظم دوامداره وساتل شي وړاندي کوو.
د یو ډیموکراتیک نظام پایښت هم د اکثریت د رایې درناوی او اطاعت ته او هم د اقلیتونو انساني کرامت او د حقونو ساتني ته اړتیا لري چې ټاکنې یې بایللي.
ښه، اوس که د دې ټولې سلسلې خبرې رالنډي کړو، په هغو تاریخي بېلګو کې چې ذکر مو کړې که څه هم شرایطو یې یو له بل سره توپېر درلودل، خو ځيني نمونې په ټولو کې څرګندي وې:
لومړی، د نظام د بدلون په جریان کې، ټولنه د یو نوي نظم د تعریف په لټه کې وي.
دوهم، رایه ورکول، د یوې ډیموکراتیکې ټولنې د تر ټولو مهمې وسیلې په توګه، یو پرېکنده رول لوبوي.
دریم، که چیرې یوه ډله د اکثریت رایه ونه مني او د ډیموکراتیک نظم د له منځه وړلو هڅه وکړي، ټولنه حتما باید د ډیموکراټیک نظم د مشروعیت دفاع وکړي. حتی که د بلواګرو په وړاندي د پرېکنده چلند په قیمت هم وي.

او، ما د لړۍ په پیل کې ویلي وو چې دری اساسي اصله د یوې سالمې او آزادې ټولنې د بنسټ ډبره ګڼل کېږي.
لومړی، د کثرت منل؛ یعني د دې منل چې انسانان طبیعتاً یو شان فکر نه کوي.
دوهم، فکري تواضع: یعنې موږ باید په خپلو باورونو د نیوکې امکان ومنو او د خپلي عقیدې لپاره د «مطلق واقعیت» ادعا ونه کړو؛ حقیقت د هېڅ یوې سیاسي ډلې او شخص انحصاري ملکیت نه دی.
دریم د اکثریت رایې منل دي: موږ ځکه رایه ورکوو چې له اختلافاتو سره مخ یو، او غواړو سوله ایز ګډ ژوند ولرو،او د رایي پایلي که موږ ته مطلوبي وي که نه وي منو یې.

په پای کې بیا هم وایم چې ډیموکراسي له اختلافاتو څخه پاکي نړۍ ته نه وایي؛ بلکې له اختلافاتو سره د سولي او متقابل احترام په فضا کې د ګډ ژوند هنر ته ډیموکراسي وایي. او یوازې د سیاسي بلوغ، زغم او ټولنیز حکمت په مرسته یو نوی نظم کولای شي چې له پخواني نظم څخه ورپاته کنډوالې بیا جوړي کړي. داسي نظم چې د اکثریت رایه ومني او د اقلیت ډلو/قومونو/ژبو/باورونو انساني کرامت او حقونو ته احترام وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.