د ا.ا.ا رسمیت پیژندنه او د تاریخ دروند سیوری

غلام حضرت احساس

256

د اسلامي امارت رسمیت پیژندنه او د تاریخ دروند سیوری

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې اسلامي امارت یو ځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، نړۍ له یو نوي سیاسي واقعیت سره مخ شوه . افغانستان چې له جګړو، بهرنیو لاسوهنو او سیاسي بدلونونو اوږده تجربه لري یو ځل بیا د یو مرکزي حکومت تر چتر لاندې راغی. اوس دا بحث ډیر پراخ شوی چې ایا نړۍ به د اسلامي امارت حکومت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه وپېژني او که څنګه؟
دا پوښتنه یوازې د یو حکومت د رسمیت پیژندلو موضوع نده ، بلکې دا د نړیوالو قوانینو، اخلاقي مسؤلیتونو، سیاسي واقعیتونو او د افغان ولس د برخلیک سره ژوره اړیکه لري.

د افغانستان اوسنی حکومت نه یوازې چې پر ټول هېواد واکمني لري، بلکې د دولت اساسي ادارې یې بېرته فعاله کړې . لکه د مالیې، عدلیې او قضایي ، دفاعي ، امنیتي ، بهرنیو اړیکو چارې او بانکي سیستمونه.
همداراز اوسنی حکومت له څو کلونو راهیسې د ترهګرو ډلو ځپلو او مخدره توکو کرکلی او قاچاق پر وړاندې مبارزه کې لاسته راوړنې لري چې دا اقدام یې نه یوازې په ملي ، بلکې په نړیواله سطحه یو منل شوي فکتور په توګه پېژندل شوی دی .
له همدې امله دا مهمه ده چې نړۍ دا حقیقت باید درک کړي چې اسلامي امارت د یوه حاکم واقعیت په توګه باید و ارزول شي نه د پخوانیو برداشتونو له مخې.
اوسنی حاکم نظام نه یوازې د افراطي او ترهګرو ډلو پر وړاندې روښانه او قاطع دریځ لري بلکې فعاله مبارزه هم کوي . او دا هغه څه دي چې ډیرو سیمه‌ییزو هېوادونه یې هرکلی هم کړی .

د نړیوالو قوانینو له مخې د یو نوي حکومت رسمیت پېژندنه هغه مهال اهمیت پیدا کوي چې یاد نوی حکومت پر ټول هېواد واکمن او اداري واک یې له هر حیثه اغېزمن وي چې دا حالت اوس په افغانستان کې عملا مسلط دی . په نړۍ کې ډېر داسې حکومتونه هم شته چې د انقلابي شرایطو او یا د زور لارې واک ته رسېدلي خو وروسته د یوې مودې په تیریدو سره بالاخره نړیوالو په رسمیت پیژندلي دي . نو دا معیار چې یو حکومت ولې رسمیت پیدا کوي، یوازې د واک اخیستلو طریقه نده، بلکې د هغې حکومتولۍ ، د خلکو سره چلند، د نړیوالو اصولو رعایت، او د سیمه‌ییز ثبات لپاره د حکومتونو رول ارزول کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت سره د تعامل مسله اوس یوازې د مشروعیت نه، بلکې د ضرور‌تونو او واقعیتونو مسله ده. که چیرې دا حکومت منزوي پاتې شي دا ستونزه به یوازې امارت ته متوجه نه ، بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته هم متوجه وي . لکه د ټولې سیمې بې‌ثباتي، د کډوالو پراخېدل، د نشه‌يي توکو پراخ بازار، د ترهګریزو شبکو فعالیت، او د اقتصادي سقوط د ناورین ګواښ به هم له ځانه سره ولري چې دا مسولیت به یوازې اسلامي امارت ته نه ، بلکې بهرنیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ته هم متوجه وي چې د نړیوالو قوانینو او منل شوو اصولو سره سره یې د افغانستان او افغان ملت پر وړاندې خپل مسولیتونه او مکلفیتونه ندې ادا کړي . ځکه د نړۍ هېوادونه د یوه تعامل د لارې باید له اسلامي امارت سره خپلې پراخې اړیکې جوړې کړي ، هغوی په رسمیت وپیژني چې دا به د اصلاحاتو لپاره یو مثبت ګام او افغان ولس ته به د ژوند نوې هیلې وبښي .

له همدې امله فدراتیفې روسیې لخوا د افغانستان اسلامي امارت رسميت پېژندنه یو ژور جیوپوليټیک تحول ګڼل کېږي کوم چې روسیې دا پرېکړه وروسته له کلونو تعامل، امنیتي مذاکراتو او سیمه‌ییزو محاسباتو وکړه. دلته روسیه له یوې خوا غواړي د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا امنیت خوندي وساتي، له بلې خوا د داعش ډلې پراختیا ته په جدیت ګوري چې اسلامي امارت یې پر وړاندې یو عملي شریک ګڼي.
همداراز دا رسمیت پبژندنه د لوېدیځ پر وړاندې د روسیې د یو سیاسي دریځ ښکارندویي هم کوي ځکه چې له څو کلونو راهیسې روسیه هڅه کوي د نړیوال نظم یو بدیل رامنځته او هغې ته وده ورکړي، چیرې چې د لوېدیځو معیارونو پر ځای د سیمه‌ییزو تعاملاتو پر بنسټ پرېکړې کېږي. د روسیې له اقدام وروسته دا تمه زیاته شوې چې د منځنۍ اسیا او عربي ملکونو په ګډون ځینې نور هیوادونه هم پدې هکله غور او ورته اقدام وکړي .

خو دلته مهمه دا ده چې افغانستان د روسیې له رسمي دریځ سره د احتیاط توازن وساتي. که څه هم روسیه دا مهال د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی او دا د یو مثبت سیمه‌ییز تحول په توګه ارزول کېږي، خو د افغان ولس حافظه لا تر اوسه د تېرو زخمونو له درده خلاصه نده. افغانان هېرولای نشي چې همدغه روسیه د پخواني شوروي اتحاد ځای ناستې په توګه د افغانستان څه دپاڅه د څلورو لسیزو غمیزې، تباهۍ او کړاوونو اصلي زېږنده وه.

د شوروي یرغل نه یوازې دا چې د ولسمشر حفیظ الله امین په وژلو سره یې د افغانستان یوه قانوني او خپلواکه واکمنۍ ړنګه کړه او افغان ملت یې د جګړې اور ته وغورځاوه، بلکې د هیواد ټول سیاسي، اقتصادي او فرهنګي جوړښتونه یې وځپل، میلیونونه افغانان یې شهیدان، بهرنیو ملکونو ته کډوال ، معیوب او معلول کړل، او د یوه نسل راتلونکی یې تیارې سره مخ کړ. شورويانو د دوستۍ په نامه لاس ورکړ خو تر شا یې د ټوپکو، چړو او بمونو سیوری پروت و. دا تاریخي حقیقت د هر افغان په حافظه کې پروت دی او له همدې امله به ډېرو افغانانو ته دا ستونزمنه وي چې پر روسیې دې ژر باور وکړي.
اسلامي امارت ته پکار ده چې د روسیې لخوا د رسمیت پیژندلو سره د تعامل دروازه پرانېزي خو د باور او تېر تاریخ د درد په رڼا کې له ساده ګۍ څخه دې هم ډډه وکړي.

افغانان له هېڅ چا سره د تلپاتې دښمنۍ نیت نلري خو نه هم د تلپاتې غفلت تاب لري. له همدې امله که څه هم د روسیې دا اقدام یو فرصت دی خو دا فرصت باید د هوښیارۍ ، ملي ګټو، او د خپلواکو پرېکړو د محور له مخې وکارول شي. تاریخ ښيي چې هر کله افغانانو ستر سیاسي قدرتونه یې بې قید او شرط منلي، تاوان یې ولس ته رسېدلی. نو اوس چې افغانستان یو ځل بیا د یو نوي تعامل دروازې ته رسېدلی ، اسلامي امارت باید د روسیې له لورې ورکړل شوی رسمیت د یوه محتاط، متوازن او ګټور تعامل لپاره وکاروي ، نه د یو مجبوریتۍ او بېچاره ګۍ اعتماد د تکرار لپاره.

په رسمیت نه پیژندنه که څه هم یو ډول فشار دی خو اوږدمهاله کې ډېری وخت منفي پایلې لري. اوسنی حالت دا ښيي چې د رسمیت پیژندنې نه شتون سره افغانستان د اقتصادي بحرانونو، بشري ناورین، او نړیوالې انزوا سره مخ دی. د بانکونه اړیکې له نړیوال سیسټم سره پرې شوي، پانګه‌وال د پانګونې خطرونو څخه ویره لري، د مرستندویو بنسټونو کارونه یا محدود شوي یا په ټپه ولاړ دي او د عادي افغان وګړي ژوند هم له ستونزو او کړاونو سره مخ دی. دا وضعیت هغه وخت بدلېدلای شي چې یو مشروع، روڼ او مسول تعامل رامنځته شي کوم چې د رسمیت پیژندلې له لارې پیاوړی کېدای شي.

که څه هم هېوادونو ، نړیوالې ټولنې او بنسټونو د نجنو د تعلیم، د بیان ازادۍ ، د بشري حقونو د خوندیتوب او مدني ټولنو د فعالیتونو په برخه کې واضح شرایط وړاندې کړي اما اسلامي امارت لره هم پکار ده چې د مثبت تعامل له لارې د همدې اصولو سره ځان عیار او د خلکو ژوند ته لومړیتوب او د خپلې حکومتولۍ شفافیت لا هم ثابته کړي.
که دا تعامل پر واقعي، متقابل درناوي او اصولو ولاړ وي نو نه یوازې به افغانستان له انزوا څخه ووځي، بلکې سیمه به ثبات، همکاري، او پرمختګ ته نږدې شي.
د رسمیت پیژندنې مسله باید د ملتونو تر منځ د تعامل یو پُل شي نه د فاصلو یو دیوال. نړۍ باید دا درک کړي چې افغانستان له جګړې څخه ستړی شوی یو ملت دی او د ثبات لپاره د دوی همکارۍ ته اړتیا لري نه انزوا ته.
دا لازمه ده چې د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو پرېکړه یوازې د تیرو تصوراتو، سیاسي فشارونو یا ایدیولوژیکو تحلیلونو پر بنسټ ونشي، بلکې د واقعیتونو، نړیوالو اصولو، او د افغان ولس د خیر په رڼا کې ترسره شي . که دا دروازه پرانستل شي افغانستان به وده وکړي او که بنده پاتې شي تاوان به‌یې یواځې افغانانو ته نه، بلکې سیمې او نړۍ ته هم متوجه وي . نو پکار ده چې د سیمې او نړۍ هیوادونه ، همداراز نړیواله ټولنه د افغانستان اوسنیو واقعیتونو په منلو او پام کې نیولو سره د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پیژندلو په هکله خپل مسولیتونه سر ته ورسوي ځکه دلته د یو ملک او ملت ژوند او برخلیک مطرح دی نه د کومې ډلې .

د استعمار ګوډاګیتوب او له ګمنامۍ څخه نامدارۍ ته

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.