د شینو ادې

شا ه ولی ارین

296

یوه ستره کورنۍ وه، په جریبونو ځمکې او جایدادونه یې درلودل، د څارویو او اسانو ګلې یې درلودي، بې شمېره ښځینه او نارینه نوکران یې درلودل، خورا ستره کلا یې درلوده، چې د کلا په څلورو څنډو کې یې دهغه وخت معمار خپل پوره مهارت او لیاقت کارولی و.

د هغه وخت سترو کورنیو او ملکانو د کلا په برجونو کې، تېرکشونه او د توپکو د ډزو له پاره چې دښمن وځپي، د لید مناسب ځایونه جوړول، ځکه د قومونو د مشرانو او تربرونو تر مینځ به کله ناکله شخړې پیښېدي.

هغه نه یوازې د خپل کلي، کور سیمې په خلکو کې د عزت او درنښت خاوند و، بلکې د ولسوالي او ټول ولایت په کچه د برم او عزت خاوند و.

هغه تل د بې وزلو خلکو لاس نیوی کاوه او د جمعې په ورځ به یې په مدرسه کې د جمعې تر لمانځه وروسته ( لنګر) یا خیرات جاري و، په حکومت کې یې هم لوړ لاس درلود، ولسوالان، مامورین که ووایم حتی والي صاحب ورته د نوکرانو شانته ښکاریدل او د دغو چارواکو ادلون، بدلون ورته د یو غوړپ اوبو د څښلو شانته ښکاریدل.

ریښتیا خبره خو داده چې د هغه وخت په نظام او حکومتونو کې د پېرانو او حضرتانو خورا زور او اقتدار وو او ملک صاحب شاه‌باز له بل هر چا نه ښه په دغه رمز پوهېده، نو ځکه یې د پېرانو خورا قدر، عزت کاوه او هم د پیرانو ښه وفادار مرید و.

لس که دولس ودونه یې کړي وو، یو شمېر ښځې یې شیخ فاني کړې وې، خو څلور ښځو سره یې نږدي ژوند کاوه، دولس که دیارلس لوڼې یې درلودې، همدا علت و چې د نارینه اولاد د شتون له پاره یې زیات ودونه کړي وو.

د وروستۍ مېرمنې شاه ببو نه ورته خدای تعالی یو ځوی په نصیب کړ، دغه ماشوم په تندي کې خدایې شین خال درلود، نو ځکه د کورنۍ ټول غړي پر دې صلاح شول چې نوم ورباندې شین خالی ملک کېږدي. مګر ټولو به له ډېر ګرانښت او مینې نه ورته شینو ویل.

هو! د شینو پر غاړه د پېرانو د تعویذونو هسی ګڼه‌ګونه وه او د سر د ویښتانو اوږده نظرمات کوڅۍ یې ورپریېښې وه. د ملک صاحب پر ټوله کورنۍ شینو خورا ګران و.

د شینو د شپـږمې شپه خورا په زړه پورې شپه وه، د ساز سرود او ټنګ‌ټکور څو ډلې راغلې وې، غوښې او پولاونه بیخې پریمانه وو، خو کله چې د پېرانو ډله راورسیده، سم دلاسه یې پر ټنګ‌ټکور بندیز ولګاوه، دا چې ملک صاحب هم د پېرانو مرید و، څه یې ونه شو ویلای، سازنده یې رخصت کړل، راغلي میلمانه ټول خواشیني شول، یو په بل پسی سوکه، سوکه ولاړل، د پېرانو او چړیانو مجلس ګرم شو، نعتونه او استغفار په لوړو اوازونو لوستل کیدل، شینو بیچاره له ډېره کوفو چوفه خورا په چیغو، چیغو ژړل صورت یې تګ شېن شوو تبه یې را زیاته شوه او حالت یې خورا خراب شو.

د شینو ادې خورا وار خطا شوه او د شینو د زانګو خواته یې منډه کړه، هلته یې لږ ارام کړ، خو هغه بیا هم چېغې وهلې، ساړه یې شوي وو، یخ وهلی و، د پېرانو چوف او کوف نور ګټه نه درلوده، ریښتیا چې شینو د کوما په حالت کې و، مګر بیا هم ملک صاحب او د شینو ادې د پیرانو د چف، کوف انتظار کاوه.

وګوره حالاتو ته چې شینو څنګه له مرګ نه بچ شو. د شینو ماما زیورګل چې د طب په برخه که د زده کړو له پاره بهر ته تللی و، راغی او کله یې چې د شینو وضعیت ولید خورا خواشینی او قهر شو ویې ویل:

«ترکاڼي د بیزو کار نه دی».

تاسو په لوی لاس ماشوم مرګ ته سپارئ، د خواجه شمسو کاکا موټر یې دربس کرایه کړ، هلک یې ډېر ژر د کوما په حالت د ولایت روغتون ته ویوړ، ډاکترانو سم دلاسه درملنه پيل کړه، سیروم یې ورته چالان کړل د اکسیجن او مصنوعی تنفس پیپونه یې پرې ولګول، د خدای تعالی په فضل ماشوم یې له مرګ نه وژغوره.

زیورګل د خپلې کورنۍ ټولو غړو او د سهار د لمونځ تر ادا کولو وروسته په مسجد کې ټولو کلیوالو ته داسی وویل:

«هیله کوم چې تاسو د غفلت له خوبه لږ راویښ شئ د خدی پار دی، نور د پیرانو او شیخانو د چف او کوف، تعویضونو او نورو عوام غولونکو تبلیغاتو او منترونو له اغیزو نه ځانونه خلاص کړئ، د مرضونو تشخیص او درملنه یوازی عصری وسایل، لایق ډاکتران او متخصیصین کولای شي، دنیا چیرته روانه ده او موږ څه کوو. باید په دې پوه شو چې علم او سواد د يوې ټولنې او خلکو اساسي اړتیا ده، هیله مې دا ده چې خپل اولادونه که نارینه دي یا ښځینه، په ښوونځیو کې شامل کړئ، زده کړي پرې وکړئ عصری علومو ته یې و هڅوئ، ټولنه او خپل ژوند کې خپله تاسو بدلون راولئ».

هو!

د ډاکتر زیورګل خبرو په ناستو کسانو خورا اغیزه وکړه، خواجه صاحب مفتی شمس‌الدین غږ وکړ چې زه د کلی په مینځ کې د خپلې موروثي خمکې نه دری جریبه ځمکه د ښوونځی د جوړیدو په خاطربې له قیمته د تعلیم او تربیې ریاست ته ورکوم، نورو خلکو څادر و غوړاوه یو مقدار پیسې همدلته راټولې شوي، ډاکتر صاحب زیور ګل هم خپله برخه د ښوونځي د جوړیدو په برخه کې ادا کړه، وپتیل شوه چې سر له سبا به د تعلیم او تربیې د ریاست سره په مشوره د ښوونځۍ د جوړیدو چارې او کار پیل کېږي.

کلیوالو په خورا مینه او علاقه د ښوونځۍ چارې سر ته ورسولي، ماشومانو زده کړې پیل کړي، په کلي کې خورا بدلون راغي د پیرانو بازار ورو، ورو مخ په سړیدو شو، ځکه د شینو له مرګ نه ژغورل او د ډاکتر زیورګل د خبرو اغیز په کلي کې د ښوونځۍ موجودیت نوره نوې فضا او د ستربدلون چاپریال را مینځ‌ته کړي و.

د وخت په تېریدو سره شینو هم شپـږ کلن شو ښوونځۍ کې شامل شو، د ماما، مور او پلار یې ستر ارمان دا و، چې شینو ډاکتر شي.

د تقدېر چارو ته ګوره چې، د شینو ادې بیماره شوه، ورځ تر بلې یې حالت خرابېده وزن یې کمیده، ملک صاحب چې هر څومره تاکید پرې کاوه چې روغتون ته د درملنې له پاره ولاړه شي، د شینو ادې دا نه منله، هغه په همغه پخواني خیال او وضعیت کې وه، فکر او سوچ یې بدلون نه و کړی، بیا یې هم د پیرانو د تعویضونو، چف او کوف غوښتنه درلوده، خو زمان بدلون موندلی و، ملک صاحب کوښښ وکړ چې لوی پېر راوغواړي، خو هغه له راتګ نه انکار وکړ.

د کلي ښځو د شینو ادې، دې ته اړویسته چې د تداوۍ له پاره روغتون ته ولاړه شي که نه خدای مکړه هسې به مړه شي.

ریښتیا چې د شینو د مور وضعیت نور خورا وېرجن شوی و، کله چې روغتون ته ولاړه، هلته ښځینه ډاکتر نه وه، هر څومر چې ورته ملک صاحب او نورو خپلو خپلوانو زارۍ وکړې چې خیر دي، ډاکتر د اړتیا په وخت کې محرم دی، درملنه به دې وشي، خو د شینو ادې په ډاګه وویل:

«چې خدای یو دی که ښځینه ډاکتره نه وي، که دغه شیبه مړه کېـږم هم، نو نارینه ډاکتر ته به د درملنې له پاره حاضره نه شم»

هو! څو شېبې وروسته هغې خوارکۍ د ښځینه ډاکترې د نه شتون له امله ساه ورکړه او ځان یې حق ته وسپاره، ريښتیا خبره خو دا ده چې ملک صاحب شاه‌باز هم زور درلود، هم زر او هم د شیخانو او پېرانو دوعا ګاني، چې هیڅ درد یې دوا نه کړ، مګر یوازې عصری علوم او د ښځینه ډاکترانو موجودیت د یوې ټولنې ستره اړتیا ده او باید ورته پاملرنه وشي.

شا ه ولی ارین
دنمارک

پای

د هېلو وژنه- (لنډه کیسه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.