نن سبا د هيواد وتلي ليکوال او نوميالي شاعر ډاکټر صاحب عبدالغفور لیوال (لارويان) په نوم کتاب زما لاس ته راغلی، د کتاب هر څپرګی يې زموږ په هيواد کې د ناخوالو لاملونه په ګوته کوي، چې د ولسونو د پاکو عقيدو څخه د دين سوداګر څه ډول ناوړه ګټه اخلي او دوي د بدمرغۍ تورو تيارو ته ټيل وهي.
دين او مذهب په نوم دغه سوداګر نه يوازي زموږ په خاوره کې د خلکو اورميږونه تاوه وي، بلکې له ګاونډ څخه راغلي شیخان ساده او پاک زړي خلک داسې دوکه کوي، چې په خپل چاپيریال کې شته شتمني د دوي په لاس کې ورکوي او خپله د بدمرغۍ او بيوزلۍ ژوند تيروي.
په دې توګه د دين او مذهب دغه سوداګر ځانونه د الله پاک استاذی ګڼي، د خلکو مرۍ زبيښې، ژوند يې تياره کوي او هر ډول اسانتيا ترينه لوټي.
د کتاب محتوا پرتو ناخوالو او ناورينونو ته د لوستنونکو پام راګرځوي، چې ډير ژور فکر پرې بايد وکړي، تر څو يې سمه ارزونه وکړاې شي.
ليکوال د کتاب په دري پنځوسم منزل کې، دغه وضعیت داسې انځوروی:
لاروی او د ده مريد له يوې وچې او جل وهلې دښتې تيریدل، ناڅاپه د تاريخ په هديره ورپيښ شول.
په دښته کې د خاورو يوه لويه ډيرۍ وه او پر سريې زړې جنډې رپيدې. قبرونه نه و معلوم، داسې ښکاريدل، لکه پر يو لوي قبر چې ورپيښ شوي وي.
د ډيرۍ تر څنګ يوه وچه ونه ولاړه او د ونې ډډ ته يوه لويه دړه ايښې وه، لاروی د هديرې ډبر ليک ته ورغی او دا يې په کې ولوستل:«
دلته يو لوي قوم خښ دی، غيرتي قوم، چې زرګونه کاله تاريخ يې درلوده، يو ميړنی اتل قوم، د زمریو په څېرزړور او د شاهين په څېر لوړهمته قوم…يو وخت يوه ګاونډي قوم دلته ورته يوه لويه کنده وايستله، د غيرتي قوم څو وګړي ور ولویدل او بيا د قوم نور وګړي د تربورګلوۍ او خپلمنځي بديو په ټيل کې ورټيل وهل شول، لویه کنده ګاونډيو لا پسې پراخه کړه او غيرتي قوم خپلو کې داسې سره ښکيل شو، چې يو بل يې ورټيل وهل.»
دغه راز کتاب هر يو منزل زموږ د ژوند ناخوالې داسې ژورې انځوروی او د هيواد پخوانې او اوسنې وضعيت ته هر اړخیزه کتنه کوي.
تير تاريخ او اوسنی روان حالت په هيواد کې د ولسونو ويجاړ ژوند، چې مدام له يو بل څخه لريوالی او د توکم پالنې روحيه زور اخلي، د نږدیوالي او مينې محبت اړيکو پر ځاي کرکه، پردي پالنه او د پرديو لاس پوڅو لاس وهنه نوره هم زياتيږي، چې دا په لارويان نوم يې کتاب په هر څپرګي کې په ډير پراخ ډول سپړل شوي، لاملونه او له دغه ډول حالاتو څخه د وتلو لارې چارې په ګوته شوې دي.
د کتاب محتوا ته په پام سره ،موږ په داسې يو هيواد کې ميشت يوو، چې پاک رب د طبعي زیرمو لویه لورينه راباندې کړي، خو خاوره مو په داسې يو جغرافيه کې پرته ده، چې له هر لورې ورته د داړه مارو سترګې برګې دي او تل د ښکيلاکګرو د موخو ښکار يوو.
هر انسان د خپل ژوند په سفر کې لاروی دی، چې ډير کم لارويان داسې وړتیا لري چې په رڼو سترګو د خپل چاپيريال جاج واخلي او د حالاتو ارزونه وکړاي شي..
زموږ پوهان يا په دغه زمکه تيريدونکي د لارې لارويان، پر موږ تیر شوي، خو زموږ ولسونو يې غږ نه دی اوريدلی او کم تر کمه په ورکړل شوي پيغام يې زموږ سرونه نه دي خلاص شوي. ځکه تر ډيره دا د ولسونو د وروسته پاتې والې له وجې دی..
ښاغلی ليوال په پرانيستو ليمو سره يو سترګور او د بیدار زړه څښتن، د اوسنۍ زمانې داسې پوهاند لاروی دی، چې دغه ناخوالې يې له نږدي تجربه کړي او د ناورينونو لاملونو تل ته کوز شوی، په خپل ژور فکر، په پراخ ډول په جاج اخيستلو سره يې ارزونه کوي او د ورستو دودونو، د دين په نوم ناوړه ګټه اخيستونکو کړنو ته يې انتقادي ګوته نيولي، خپل خوبولی ولس يې بیدارۍ ته هڅولی دی.
د ده لیکنه هر اړخيزه، ژوره فلسفي ده، چې په خپل چاپيریال، په ټوله کې نږدي او وړاندې سيمه کې د روان حالت په هکله د پيښو له ژورې ارزونې څخه ورته جوتیږي.
ځکه فلسفه د انسانانو د ژورې ارزونې او غور کولو وړتيا لری او پر مټ یې د خپل ولس پر وړاندې، مسوليت او رسالت احساس کولې شی، چې په خپله ټولنه کې څه ډول چلند غوره کړي، تر څو منطقي او معقول وي او د ژغورنې لار ومومي.
د انسان بدني جوړښت پاک رب په خپل حکمت سره داسې رغولی چې فزيکي او رواني جوړښت سره، د عقل و شعور و، فکر سره یې ورته بې جوړې، ښکلا او سمون ورکړی دی، له همدې کبله ورته په نړۍ کې د الله سبحان وتعالي خليفه وايې، چې کولی شي په خپلې همدې وړتیا سره د ځان له پاره ژوند جنت يا دوزخ جوړ کړي.
دغه ډول وړتيا و ته په پام سره زموږ ليکوال په خپلې پياوړي هنري ليکنه کې، پر ولس واک چلونکي، د خپل رعيت بي خبره او وروسته پاتې والې کې ساتل، د دين او دنيا سوداګرو کړنې، په هيواد کې دننه د زورواکو حاکمانو او له بهر څخه د ښکيلاګرو اوږده لاسونه، پر پرديو پلورل شوي ناولې څيرې، په سيمبولونو کې وړاندې کوي او له دغه ناورين څخه د وتلو لارې چارې په ګوته کوی.
له لومړي څپرګی څخه تر پاې پورې په ټولنه کې د هرې ناخوالې ارزونه یې کړې، چې تر ډيره په هیواد کې د روان ناورين، د وګړو تر منځ بې باوري، د پردو په لمسون، توکم پالنې ټيټ او ناوړه احساس انځوروي،چې لوستونکو ته ډير څه ورکوي او بيا بيا يې فکر او له پيښو څخه جاج اخيستلو ته هڅوي.
د لارويان تر سرلیک لاندی دا کتاب د خپل وخت يو بې جوړې ښکلی څيړنيز اثر دی، چې د ژور فکر لرونکي ليکوال له ډيرو څيړنو او ارزونو څخه راوتلی دی، له غوره، ارزښتناکه کتابونو څخه دی او د لوستونکو تنده پرې ماتيداي شي.
پاي
پاکه ربه! زاري کوم په فکر د ښیګڼې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.