د ویلسن ناروغي (Wilson Disease) څرنګه ناروغي ده ؟
د ویلسن ناروغي یوه نادره، ارثي (ژنتيکي) ناروغي ده چې په بدن کې د مسو د بېکچې راټولېدو لامل کېږي، په ځانګړي ډول په ځیګر، مغز او سترګو کې. دا ناروغي هغه مهال پیدا کېږي چې ځیګر ونه شي کولای د صفرا له لارې زیات مس وباسي. که دا ناروغي پر خپل وخت ونه پېژندل شي او درملنه یې و نه شي، نو ډېر خطرناکه او آن ژوندګواښوونکې کېدای شي، خو که سمه درملنه وشي، تر کنټرول لاندې راوستل کېدای شي.
د ناروغۍ لاملونه
• ارثي (ژنتيکي): دا ناروغي میراثي ده او د «ATP7B» په نوم په جین کې د بدلون یعنې (Mutation) له امله رامنځته کېږي.
• مېتابولیک / د بدن د بدلون ګډوډي (Metabolic disorder): د مسو د بدلون بهیر ګډوډېږي او بدن نه شي کولای زیات مس په سمه توګه وباسي.
• د مسو راټولېدل: زیات مس په ځیګر کې زېرمېږي، وروسته وینې ته خوشې کېږي او ورو ورو په نورو غړو لکه مغز، پښتورګو او سترګو کې هم ځای نیسي.
د ناروغۍ نښې
نښې د اغېزمنو شویو غړو له مخې توپیر لري او ډېری وخت د تنکیو ځوانانو کې څرګندېږي.
• د ځیګر ستونزې:
◦ ستړیا، زړه بدوالی، کانګې، د خوړو نه زړه کېدل
◦ د نس درد، زیړوالی، توره مټه او روښانه غایطه
◦ د هېپاتایتس (Hepatitis) یا د ځیګر د کمزورۍ نښې
• عصبي ستونزې:
◦ د خوی او چلند ګډوډي، خپګان
◦ د خبرو او ګرځېدو ستونزې
◦ د لاس رېږدېدل، بېخوبي او سرخوږی
◦ د لید ستونزې
د ناروغۍ پېژندنه
• د سترګو معاينه: د «کایسر ـ فلیشر حلقې» (Kayser-Fleischer Rings) شتون، چې د سترګې د قرنیې پر څنډه نسواري ګرده کړۍ وي او د مسو د راټولېدو له امله پیدا کېږي.
• د وینې او مټې ازموينه: په وینه او مټه کې د مسو اندازه ټاکل.
• د ځیګر نمونې اخیستل (Liver Biopsy): د ځیګر له نسج څخه نمونه اخیستل، تر څو پکې د مسو کچه وکتل شي.
• ژنتيکي ازموينه: د خرابو جینونو څېړنه، د ناروغۍ د تایید او د کورنۍ د نورو غړو د پلټنې لپاره.
د ناروغۍ درملنه
د نښلونکو فلزاتو درمل (Chelating agents) چې له مسو سره نښلي او پښتورګو ته مرسته کوي چې هغه د مټې له لارې وباسي.
• د خوړو بدلون: د مس لرونکو خوړو کمول لکه:
ځیګر، شکولات ، مرخیړي او مغز لرونکي توکي.
• د ځیګر لېږد (Liver Transplant): که د ځیګر زیان ډېر سخت وي، نو د ځیګر بدلون ضروري کېدای شي.
يادونه : شلاته (Chelation) څه ته وایي؟
شلاته هغه بهیر ته ویل کېږي چې پکې یو ځانګړی درمل له فلزي موادو سره کلک نښلي او هغه د بدن له دننه وباسي. دا درمل ته په انګلیسي کې Chelating agent وایي او په پښتو کې ورته ویلای شو: د نښلونکو فلزاتو درمل.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.