د تخصصي زده کړو لارې چارې

عبدالمبین صافی

43

اکسون مجله، پنځه ویشتمه مقاله

لنډیز:
د تخصصي مطالعې(زده کړو) لارې چارې تر سرلیک لاندې کومه مقاله چې غواړو پرې بحث ترسره کړو دا په حقیقت کې د خپل مسلک اړوند د لوړو کچو تخصصي (ماسټرۍ او دوکتورا) زده کړو په لارو چارو پوهېدل او د یادې موضوع په ارزښت او ښېګڼو باندې بحث جوړوي.
یاده مقاله د دویم لاس ډیټا په بنسټ لیکل شوې او د تحقیق موضوع یې د مجلې محترم استازو له خوا راکړل شوې ده، که څه هم موضوع د بحث له اړخه زما لپاره ډېره پېچلې وه خو الحمدلله خپل پوره زیار مو ترسره کړی څو ګرانو لوستونکو ته د لوست لپاره یوه ګټوره کڅوړه برابره شي.

کلیدي لغتونه: تخصصي زده کړې، تګلاره، لارې چارې، زده کړیال، تحصیلي څانګه.

سریزه:
د تخصصي زده کړو پیلامه او تر وروستۍ پړاوه تعقیب یې زده کړیالانو ته دا امکان جوړوي چې هغوی د خپلې رشتې او مسلک اړوند نور هم تخصصي او مسلکي زده کړې ترسره کړي، دلته به بحث تر ډېره په کور دننه افغانستان شرایطو ته په کتو ترسره کېږي، ځکه چې ډېری وخت افغان محصلین د خپلو تخصصي زده کړو او یا هم لیسانس دورې د انتخاب اساسي حق نه لري، هغوی مجبور دي په کانکور ازموینه کې لکه د لاټري ټېکټ د څو رشتو تر منځ څو محدودې ټاکنې ترسره کړي او نور د خپل راتلونکي تحصیلي ژوند په ځانګړي ډول د لیسانس دورې د رشتې په ټاکنه کې کوم خاص اغېز او حق نه لري په اصطلاح لاټري کې چې هر ټېکټ راووت بس د قسمت معامله یې بولي او دې موضوع افغان زده کړیالانو ته ډېرې ستونزې جوړي کړې دي. بعضاً د تعجب ترحده داسې فکر وکړو چې څنګه دې حیاتي موضوع ته افغانستان د تحصیلي قشر مسوولینو هېڅ پام نه دی شوی او یا که یې پام شوی دی، ولې یې د دغه ستونزې حل لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي، د دغې کړکېچنې او یا ووایو تحمیلي ټاکنې له امله موږ اوس ډېر داسې ذاتي ډاکټران لرو چې د ښونځي معلمین دي، ډېری ادیبان مو نالوستي انجینران شول، ډېر مستعد تخنیکي مغزونه اوس د کرنیزو چارو تیوریک فارغین دي، د هغوی ذاتي استعداد او خوښې مطابق د رشتې نه انتخاب حق قرباني شوی، په بحث کې زموږ د علاقې وړ یوه موضوع همدا ده چې په افغانستان کې د داسې محصلینو بېلګې شته چې د لیسانس دورې د رشتې حق ترې اخیستل شوی دی او د لیسانس دورې تر بشپړېدو وروسته غواړي چې د تخصصي زده کړې د خپلې خوښې رشته کې وکړي او په پوهنتون کې لوستل شوي تحمیلي رشته ترې پاتې وي؛ یعنې هم له واده پاتې وي هم له خیراته؛ ممکن زموږ د خبرې خلاف کومې داسې بریالۍ بېلګې هم ومومو چې هغوی د مسلک خلاف زده کړې ترسره کړي او بریالي هم دي خو دا د ګوتو په شمېر بېلګې بللی شو.
هېره دې نه وي چې موجوده مقاله زموږ د هېواد او د پرمختګ په لور ټولنو د شرایطو په رڼا کې څېړل شوې ده او په همدې ټولنو راڅرخي.

د تحقیقي موضوع تفصیل:

تخصصي زده کړې
تخصصي زده کړې په حقیقت کې هغه پروسه بللی شو چې یو کس وغواړي څو د مسلکي زده کړو له لارې په یوې ځانګړې څانګه کې تخصص وکړي، شونې ده چې دا دې ټولنیزې څانګې، طبي څانګې، تخنیکي څانګې او یا نورې څانګې وي. (کامبریدج دکشنري)
ویکیپېډیا په تخصصي زده کړو بحث کې د specialized studies یا تخصصي مطالعې ترسرلیک لاندې مقاله کې لیکي چې زده کړیالان هڅوي او پیاوړي کوي تر څو د یوې خوښې او متمرکزې تخصصي مطالعې په موخه د یوې او یا د څو رشتو ګډو مطالعو ټاکنه وکړای شي چې د هغوی د علایقو او شته استعداد سره اړخ ولګوي.
د خواجه نصیر روزنیزې علمي موسسې په خپل سایټ کې په یوې خپره شوې مقاله کې تخصصي زده کړې بشپړیزې (تکمیلی) یا Graduate بولي او هغه زده کړې یې بولي چې د لیسانس دورې څخه وروسته ترسره کېږي.
که یې په لنډیز کې را واخلو نو ویلی شو چې رونیزې زده کړې معمولاً د لیسانس تر کچې پورې وي او دلته زده کړیالانو پر تخصصي او څېړنیزو مقالو لیک باندې مکلف نه وي خو تخصصي زده کړې چې بشپړیزې زده کړې یې هم ګڼلی شو، زده کړیالان په څېړنو او څېړنیز پایلیک لیکلو باندې مکلف دي.
بیتوته علمي سایټ د څو څېړونکو په یوه مشترک لیک شوي مضمون کې چې د academic studies سرلیک لاندې لیکل شوی، وایي: تخصصي زده کړې په څېړنو ولاړې زده کړي دي، علوم په روزنیزو او لیسانس کچو کې یو اندازه سطحي تدریس کېږي خو په تخصصي زده کړو کې بیا علوم په ژوره او بشپړ ډول د څېړنو پر بنسټ مخته وړل کېږي.
هیله ده لوستونکي د تخصصي زده کړو په مفهوم باندې پوه شوي وي او دا چې زموږ د خوښې وړ موضوع د تخصصي زده کړو لارې چارې دي، غواړو بحث ته ژور ورننوځو او د لا روښانتیا په موخه بحث په لنډ ډول د دو سرلیکنو لاندې راټولوو.


دا چې وشو کوای څنګه د تخصصي زده کړو لارې چارې ومومو او دغه مسیر ځان لپاره اسانه کړو، غواړو دا بحث په دوه پړاونو کې د زده کړو له پیل څخه وړاندې او دویم د زده کړو په جریان کې تر بحث لاندې ونیسو.
هېرده دې نه وي چې دلته به د تخصصي زده کړو د بورسونو لاسته راوړلو شرایطو باندې بحث نه کېږي، یوازې هغه عمومي لارې چارې به په لنډ ډول تشریح کېږي.

د زده کړو څخه دمخه څه باید وکړو:

1ـ لوړې زده کړې ( لیسانس مدرک باید ولرو.)
که غواړو چې تخصصي یا بشپړیزو زده کړو ته ورننوځو، اړینه ده چې موږ باید خپل لیسانس بشپړ کړی وي او هیله بښونکي موضوع دا ده چې د تخصصي زده کړو انتخاب د شخص په لاس تر ډېره خوندي وي او زده کړیال ازادي لري چې کومه او په کومه څانګه کې خپلې مسلکي زده کړې ترسره کړي.

2ـ د رشتې ټاکنه
دا باید په یاد ولرو چې د تخصصي زده کړو انتخاب باید د خپلې لیسانس دورې مطابق وکړو، دا به د تخصصي زده کړو او د مسلک په تخصص کې به زده کړیالان ډېر پیاوړي او لاره درته هوسا کړي او که چېرته وغواړئ چې د لیسانس دورې خلاف څانګه کې زده کړه وکړئ نو دا به بیا لکه نابلد لامبوزن په اوبو ورګډېږي چې د زده کړو جریان به هم درته ستونزمن وي او په سختۍ سره به متوقعه پایلې لاسته راوړئ، زه خپله د همداسې یوې موضوع قرباني یم، لیسانس زده کړې مې په زراعت پوهنځۍ د کرنیز اقتصاد او ودې په څانګه کې بشپړې کړې وې خو تخصصي زده کړې مې د عامه ادارې په ډیپارټمنت کې ترسره کړي چې د زده کړو او څېړنو پر مهال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړم، خو الحمدلله د لاندو لارو چارو په تعقیب بریالی شوم چې خپل تخصصي زده کړې بشپړې کړم.

3ـ د پوهنتون ټاکنه
د پوهنتون ټاکنه په تخصصي زده کړو کې بله اړینه موضوع ده چې زده کړیالان باید ورته پام وکړي، ځکه چې د پوهنتون ټاکنه د زده کړیال راتلونکو زده کړو بستر جوړوي، دوی باید د پوهنتون ټاکلو څخه دمخه د پوهنتون او شرایطو په اړه یې هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړي او نړیوال رنکینګ او اعتبار یې حتماً باید معلوم کړي. له نېکمرغه د نړیوالو پوهنتونو په اړه د هغه پوهنتون په سایټ او یا انټرنېټ له لارې بشپړ معلومات ترلاسه کېدای شي.

4ـ اسنادونه لرل او جوړول
کله چې یو زده کړیال غواړي، د تخصصي زده کړو پیل وکړي، یاد کس ته د کره او اړینو اسنادو لکه تحصیلي، سفارتي، زېږېدنې کارت، پاسپورټ او نور اړین اسناد جوړول یوه حیاتي موضوع ده او تر ټولو اړینه موضوع دا ده چې ستاسو اسناد باید د هېواد د خارجه وزارت له خوا تایید او ټاپه وي او همدا راز د زده کړو لپاره غوښتنلیک او نور اړینو موادو لکه د motivation latter & recommendation latter & presentation او نور اسنادو جوړېدل هم شامل کېږي.

5ـ سفارتي شرایط
که څه هم یاده موضوع څه نا څه پورته ذکر شوې ده خو د سفارتي اسنادو جوړولو بیا بل ضروري ګام دی چې باید واخیستل شي، معمولاْ مالي سټیټمنت او د ویزې پروسس شرایطو پوره کول هغه مسایل دي چې باید مخکې له مخکې ورته تیاری وشي او دا معلومات کوی شو چې د سفارت او پوهنتون د معلوماتو له څانګې څخه لاسته راوړو.

6ـ ژبه
ژبه تقریباً د تخصصي زده کړو یو بنسټیز اصل جوړوي او د ژبې شرایط په هر پوهنتون کې توپیر کوي، ځینې پوهنتونونه د ژبې ځانګړي کورسونه لري او د ژبې پوهېدل اړین نه وي خو ځینې پوهنتونه په ځانګړې ډول هغه پوهنتونونه چې په انګلیسي ژبې تدریس کوي، د ژبې پوهېدل الزامي وي؛ په ځانګړې توګه د ټافل او ایلییټس اسنادو لرل په نړیوالو پوهنتونو کې اکثریت وخت الزامي وي او د دغه اسنادو لرل د علمي ژوند په ټولو چارو کې ډېر ګټور وي.

7ـ غوښتنلیک جوړول او د پایلیک ټاکنه
کله چې پوهنتون ته د زده کړو لپاره غوښتنلیک لیکو، نو په هغه کې به د خپل پایلیک او د څېړنو بشپړ جریان لیکو چې دا موضوع بیا د تکړه او مجربو استادانو او انټرنېټ له لارې د مطالعې سره تنظیم کوای شو او همدار راز په غوښتنلیک کې د خپلو زده کړو هغه ټاکل شوی مسیر او اهداف په واضح ډول ذکر کوو.

8ـ نور اړین ګامونه اخیستل او د ټګۍ څخه ځان ساتل
نور اړین ګامونه د پوهنتون او کوربه هېواد د شرایطو سره سم باید تنظیم شي او د هغه مطابق باید ګامونه پورته شي او په هېڅ ډول دې کوشش ونه شي چې اکاډمیک ادارې غلطې او د غولېدو هڅه یې وشي، ځکه یوه تېروتنه کوای شي ستاسو ټولې هڅې او بشپړ سفر د لوی خطر سره مخ کړي.

د تخصصي زده کړو په جریان دا موارد موږ ته ډېره مرسته کولای شي.

1ـ مهالوېش ته درناوی

زده کړیال باید د زده کړو مهالوېش په سمه بڼه وپېژني او خپل اړوند مسوولیتونه د مهالوېش مطابق ترسره کړي، په ځانګړي ډول د مطالعې وخت نباید په هېڅ ډول عبث تېر کړي او د څېړنې وخت یې هم منظم او ټاکلی وي.

2ـ فرهنګ او کلتور ته درناوی
که چېرته تاسو په بل هېواد کې زده کړې کوئ او یا هم په خپل هېواد کې یاست نو د تخصصي زده کړو پرمهال به فرهنګ ته ډېر متوجه یاست، په ځانګړې ډول په بهرني هېواد کې به د هغه بومي خلکو لرغونو عنعناتو او کلتوري رواجونو ته درناوی کوئ، دا به تاسو د فرهنګي میراثونو درناوی کونکی شخص او په هغه چاپېریال کې د ژوند کولو چارې اسانه کړي، همدار راز به په ډسپلین کې تاسو مخ ته کړي او د یو انساني خاصه هم بلل کېږي.

3ـ علاقه
د خپلو زده کړو او زده کړه ییز چاپېریال سره عاطفي مینه ساتل په تخصصي زده کړو په لړ کې تاسو سره ډېر مرسته کوي او دا مو د څېړنو د سرلیک او موضوعاتو ټاکنه کې ډېر غوره بلل کېږي، هڅه وکړئ چې خپل ټاکل شوي مسیر سره د زړه نه علاقه پیدا کړئ.

4ـ مطالعه
مطالعه چې د تخصصي زده کړو اساس او زړی بلل شو، دې موضوع ته باید په درنه سترګه وکتل شي، پکار دا ده چې یو محصل خپل وخت ډېر په مطالعه او څېړنو ولګوي او د خپل مسلک اړوند بېلابلې مطالعې ترسره کړي له بېلابېلو لارو باید زده کړیال د خپل تخصص لا پیاوړتیا کې مطالعه وکړي او معمولاً له شپږو تر اته ساعته باید مطالعه وکړي.

5ـ د کتابتون د شرایطوسره ځان برابرول او د ډیټا (معلوماتو) پېژندنه او موندنه
کله چې تاسو پوهنتون ته د تخصصي زده کړو لپاره درومئ نو په یاد ولرئ چې تخصصي زده کړې د لیسانس او له هغه څخه د ښکته زده کړو څخه ډېر توپیر کوي نو اړینه ده چې تاسو باید ډیتا یا معلوماتو د اخذ او موندنې توانایي ولرئ، په ځینې پوهنتونو کې په دې اړه منظم سیمینار د اړوند پوهنتون علمي کادر له خوا ورکول کېږي او که چېره سیمینار شتون نه درلود نو تاسو کوای شئ چې د پوهنتون د کتابتون له مسوولینو او د خپل سینیر زده کړیالانو څخه مرسته وغواړئ.
1ـ مشرانو(سینیر) زده کړیالانو سره رابطه او مشورې کول
2ـ کتاب پېژندنه
3ـ علمي مراکزو ته سفر او یا لیدنه
4ـ د تخصصي مطالبو اخذ توانایي
5ـ پارټینر لرل
6ـ شارت نوټونه جوړول
7ـ د خپل پروفیسور او یا علمي شخصیتونو سره مسلسله رابطه
8ـ په تخصصي مطالعه کې د انټرنېټ څخه استفاده
9ـ مسلسله با هدفه او دوامداره مطالعه
10ـ د خپلې څانګې علمي بحثونو څارنه او تعقیب
11ـ منظم خوب او ورزش
پورته موارد بشپړ نه دي او ممکن کم وي چې کېدای شي نور مسایل هم ذکر کړو او یا هم ځینې ټکي یې وضاحت ته اړتیا ولري خو دا چې مقالې حجم زیات نه شي او لوستونکي ستړي نه کړي په همدې ټکو بسنه کوو.

پایله:
د تخصصي مطالعې یا تکملي زده کړو د لارو چارو باندې پورته نسبي بحث ترسره شوی دی، زما د څېړنې پایله داسې راټولولی شو چې باید په هېواد کې د لوړو زده کړو مسوولین زده کونکو ته د خپلې خوښې څانګې د زده کړې انتخاب ورکړي او د کانکور په موجود سیسټم باندې له سره کتنه وشي تر څو زده کونکي وشي کوای چې د کانکور د تحمیلي ټېکټ حلقې څخه ځان وباسي او د خپلې خوښې رشتې کې درس ووایي، د بشپړ انتخاب حق زده کونکو ته باید ورکړل شي البته د نومرو یو معیار ورته وټاکل شي تر څو څانګو اشباح څخه مخنیوی وشي، دا موضوع بیا کوی شي چې د تخصصي زده کړو بهیر مظبوط او منظم کړي، بیا به هېڅ محصل مجبور نه وي چې د زراعت پوهنځي څخه فارغ او بیا په عامه اداره کې تخصصي زده کړې وکړي، نه بیا د پښتو ادبیاتو څخه فارغ محصل د سیاسي علومو تخصصي زده کړو لپاره یو بل هېواد کې مسافري کوي چې په استثناء سره به یو مزل هم سم ترسره کولی ونه شي او که چېرته دا لومړی خښته یې سمه کېښودل شوه نو بیا تخصصي زده کړو بهیر ورته ډېر اسانه کېږي او د زده کړو په لړ کې د خپل ذاتي استعداد او علاقې په شتون کې د تکړه او مجربو لارښوونکي په لاروښونه کولی شي چې پورته ذکر شوي موارد په نظر کې ونیسي او خپلې زده کړې په اړونده رشته کې بشپړې کړي.
او همدا راز د تخصصي مطالعې په بهیر کې د ګڼو مواردو لکه د لیسانس مدرک لرل، د رشتې انتخاب، ژبه زده کول، اړینو اسنادو ترتیبول، د کوربه هېواد کلتور او فرهنګ ته درناوی، منظمه مطالعه کول، مهالوېش ته درناوی، خپل مسلک سره علاقه لرل، د ډيټا او کتاب پېژندنه د کتابتون د شرایطو سره ځان برابرول، مشرانو(سینیر) زده کړیالانو سره رابطه او مشورې کول، کتاب پېژندنه علمي مراکزو ته سفر او یا لیدنه، د تخصصي مطالبو اخذ توانایي، پارټینر لرل، شارت نوټونه جوړول، د خپل پروفیسور او یا علمي شخصیتونو سره مسلسله رابطه، په تخصصي مطالعه کې د انټرنېټ څخه استفاده، مسلسله با هدفه او دوامداره مطالعه، د خپلې څانګې علمي بحثونو څارنه او تعقیب، منظم خوب او ورزش هغه لارې چارې دي چې کولی شي تاسو تر خپلې موخې ورسوي او خپلې تخصصي مطالعې او زده کړې بشپړې کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.