اکسون مجله، د پوښتنو ټولګه
د مطالعې له اهمیته هېڅوک سترګې نشي پټولی، ځکه چې الله ج په لومړی وحې کې حضرت محمد ﷺ ته د هدایت او ایمان د حکم پر ځای په ( اقراء) لوستلو سره امر کړی.
ورځنۍ مطالعه ذهن د ودې، پوهې د لوړېدلو او نویو نظریو په منځته راوړلو کې مهمه ونډ لري، خو په خواشینۍ سره ډېری خلک ورځنی مطالعې ته ارزښت نه ورکوي، ځکه چې دوی یا ورته پاملرنه نه کړي یا د عادت نشتوالي او یا هم د ټکنالوژۍ او ټولنیزو شبکو زیاتې استفادې له امله مطالعه ترې پاتې ده
ډېری کسان شکایت کوي چې مطالعه کوم خو په ذهن کې مې څه شی نه پاتې کېږي، حافظه مې کمزورې ده، د مطالعې د جذبولو استعداد نه لرم او یا هم وخت نه لرم چې مطالعه وکړم، دا یوازې بهانې دي چې له مطالعې څخه د ځان خلاصون لپاره یې کوي. په دې اړوند ارواپوهان وایي چې درې ډوله ذهنونه شته ۱ کمزوري ۲ متوسط ۳ ځواکمن او غښتلي.
خو انسان کولی شي چې د مطالعې په تمرین سره د خپلې حافظې د جذب کچه لوړه کړي، یانې په مطالعه کولو سره کمزوری ذهن په متوسط، متوسط په غښتلي ذهن بدلېږي.
نو ویلی شو چې په نړۍ کې هېڅ کمزورې او غښتلې حافظه نشته، یوازې هغه حافظې غښتلې او ښه کار ورکوي، چې روزل شوې وي. ورځنۍ مطالعه د انسان د فکري، رواني، او ټولنیزې ودې لپاره مهمه برخه ده، خو ډېری خلک د دې عادت په ساتلو کې پاتې راغلي دي. په داسې حال کې چې مطالعه کول کولی شي د پوهې پراختیا، د فکرونو روڼتیا، او د شخصي مهارتونو وده رامنځته کړي، خو بیا هم ډېری خلک ورځنۍ مطالعې ته لږ ارزښت ورکوي. دا مقاله روښانه چې ولې خلک د ورځنۍ مطالعې اهمیت ته په جدي سترګه نه ګوري او کوم عوامل دي چې د دې وضعیت لامل شوي دي.
۱ د مطالعې د اهمیت نه درک کول
یو له اساسي ستونزو څخه چې خلک ورځنۍ مطالعې ته ارزښت نه ورکوي، د مطالعې د اهمیت په اړه د درک کموالی دی. ډېری خلک په دې پوهېږي چې مطالعه نه یوازې د پوهې ترلاسه کولو لپاره ده، بلکې د ذهن د تمرین او پراختیا لپاره هم ډېره اړینه ده. ځینې خلک فکر کوي چې مطالعه یوازې د زدهکړې یا امتحانونو لپاره اړینه ده او د ژوند په نورو برخو کې یې اهمیت نالیدلی ګڼي. دا فکر د دې سبب کېږي چې خلک له مطالعې سره خپلې اړیکې پرې کړي او د فکري پرمختګ پر ځای د نورو فعالیتونو په لټه کې شي.
۲ د بوختیاوو او وخت د نشتوالي اغېز
د ورځنۍ مطالعې نه کولو یو بل مهم دلیل د وخت نشتوالی او د خلکو په ورځني ژوند کې زیاتې بوختیاوې دي. د نن ورځې ژوند په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دی، خلک زیات وخت په کار، کورنیو مسولیتونو، او ټولنیزو بوختیاوو کې تېروي. د دې ټولو بوختیاوو له امله، مطالعه د ډېرو خلکو لپاره په لومړیتوب کې نه وي. خلک تل د وخت له نشتوالي څخه شکایت کوي او فکر کوي چې مطالعه کول یوازې هغه وخت امکان لري کله چې ډېر وخت ولري، خو دوی نه پوهېږي چې ورځنۍ مطالعه د وخت له کموالي سره هم ممکنه ده، خو که یې په سمه توګه تنظیم کړي.
۳ انګېزه نه لرل
کېدای شي تاسو احساس کړئ چې مطالعه ستاسو په موخو او اړتیاوو پورې اړوند نده او یا تاسو چټکې پایلې ونه وینئ، نو تاسو کېدای شي د بې اغېزی احساس وکړئ دا حالت خلک دې ته اړ کوي چې فکر وکړي، مطالعه یې بې ګټې ده او له همدې امله انګېزه له لاسه ورکوي او یا هم ذهني حواس او د تمرکز نشتون لکه ټکنالوژي، ټولنیزې شبکې یا کورنۍ چارې دا هرڅه کولی شي د مطالعې پر مهال تمرکز له تاسو واخلي او انګېزه مو له منځه یوسي
۴ موخه نلرل
کله چې تاسو د مطالعې لپاره مشخص هدف، موخه یا دلیل ونه لرئ د مطالعې لیوالتیا کمه وي.
۵ ډیجیټل وخت ضایع
د ټکنالوژۍ پراختیا یو له هغه مهمو عواملو څخه دی چې خلک یې له ورځنۍ مطالعې څخه لرې کړي دي. د مبایل، کمپیوټر او نورو تخنیکي وسایلو پراختیا د خلکو پام ځانته اړولی دی. نن سبا خلک د خپلو ډيجیټل وسایلو سره دومره بوخت دي چې وخت یې له مطالعې څخه اخیستی دی. ټولنیزې شبکې، ویډیوګانې، او انلاین لوبې د خلکو وخت او انرژي مصرفوي او مطالعې ته هېڅ پاملرنه نه کړي. د ټکنالوژۍ سره د خلکو اړیکې په فزیکي او رواني توګه هغه وخت کمېږي چې مطالعه کول ورته اړین ووسي.
۶ عادت نشتوالی
مطالعه په اسانی سره یو ورځنی عادت کېدای شي که تاسو دا عات ونلرئ پیلول او ساتل یې تاسو ته اړین دي.
په ډېری خلکو کې د ورځنۍ مطالعې د عادت نشتوالی یوه ستونزه ده چې د مطالعې نه کولو لامل ګرځي. که مطالعه له کوچنیوالي څخه په انسان کې په یوه عادت بدله نه شي، نو په لویوالي کې یې بیا پیلول سخت کار وي. د مطالعې عادت هغه څه دي چې د وخت په تېرېدو سره وده کوي او تقویه کېږي، هغه کسان چې په ورځني ډول مطالعه کوي، پوهیږي چې دا بهیر نه یوازې د پوهې د زیاتوالي لپاره دی، بلکې د ذهني سکون او تمرکز لپاره هم ګټور دی.
۷ د مطالعې په اړه غلتو فکرنو شتون
ډېری خلک مطالعه کول یو سخت او ستړی کوونکی بهیر ګڼي. د مطالعې په اړه د خلکو په فکرونو کې ځینې غلط فهمۍ شته چې له امله یې هغوی مطالعه نه کوي. ځینې فکر کوي چې مطالعه یوازې د زدهکړې پر مهال اړینه ده او که په ښوونځي یا پوهنتون کې نه وي، نو مطالعه بې ګټې ده. په دې ډول فکرونو سره خلک د مطالعې څخه ځان لرې کوي او فکر کوي چې مطالعه کول یوازې د تعلیمي موخو لپاره ده، په داسې حال کې چې مطالعه د هر چا لپاره په هر عمر کې اړینه ده.
۸ رواني فشار
رواني فشار او د ژوند د نورو ستونزو شتون هم هغه عوامل دي چې خلک له ورځنۍ مطالعې څخه لرې ساتي. که یو څوک له فشار سره مخ وي، د مطالعې لپاره به کافي حوصله او تمرکز نه لري. رواني فشار او ذهني ستړیا د دې لامل کېږي چې خلک مطالعې ته په هوسایی سره ځان ونه رسوي. په داسې حال کې چې مطالعه کول په حقیقت کې کولی شي د فشار کمولو او ذهن ارامولو لپاره یو غوره حل وي، ډېری خلک د دې ګټې په اړه ناپوهه دي او له همدې امله مطالعه ته لیوالتیا نه لري.
۹ د مطالعې موادو محدودیت:
په ځینو ځایونو کې د مطالعې موادو او منابعو کمښت هم د دې لامل ګرځي چې خلک مطالعه ونه کړي. په کلیوالو سیمو او یا په داسې چاپېریال کې چې د کتابونو او تعلیمي منابعو کمښت وي، مطالعه کول ستونزمن کېږي. که خلک د مطالعې لپاره کافي او په زړه پورې موادو ته لاسرسی ونه لري، نو مطالعه به یې ډېره کمه وي. د مطالعې د موادو کمښت هغه خنډ دی چې ډېر خلک یې له دې مهم بهیر څخه محروم کړي دي.
۱۰ مطالبو سره تړاو نلرل
کوم مطالب چې تاسو یې مطالعه کوئ تاسو ژوند، کار یا علاقه پورې تړاو ونلري، کېدای شي تاسو ورته اهمیت ورنکړی. مطالعه باید ستاسو د علاقې یا اړتیاو سره سمون ولري.
۱۱ د چټکو یا فوري پایلو نشتوالی
موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې چټکو پایلو او سم لاسي پاداش یا انعام ته اهمیت ورکوي.مطالعه یوه ورو پروسه ده او د ورځنی مطالعې پایلې ممکن څو اوونی یا میاشتې وروسته څرګندې شي. ورځنی مطالعه زغم او اوږد مهاله ژمنتیا ته اړتیا لري.
څنګه کولای شو ځان له مطالعې سره ځان عادت کړو؟
د هر څه هنر او وړتیا هغه مهال تر لاسه کېږي چې انسان د هغه د اصولو او قوانینو مطابق د عمل کولو عادت په ځان کې پیدا کړي. همدا دهنرمندانو او کارګرو د کارونو او وړتیاوو ترمنځ د توپیر نکته ده. د اصولو مطابق د عمل کولو یوازېنۍ لاره عملي کار دی. ځکه خو وایي چې «کار په کولو زده کېږي » د کار له پیلولو وړاندې او د هغه د عادت له جوړولو وروسته چې کوم توپیرونه په کار کې لیدل کېږي، داسې دی لکه د کار لپاره د ټول سهولتونو د شتون او د هغه د پیل تر منځ چې دی. کار له تمرین وروسته د هغه د پیل په نسبت په ډېره غوره توګه تر سره کېږي، ځکه خو وایي «چې تکرارېږي، پخېږي» هغه کار چې په لومړیو کې یې په ناقصه توګه کوئ، په تدریج سره به د پوخوالي اوج ته پکې ورسېږئ. خلک ځینې کارونه په داسې اغېزمنه توګه کوي لکه د همدې کار لپاره چې پیدا وي. کارونه داسې ورته طبیعي وي لکه خوراک او څښاک، ځکه خو وایي چې «عادت دویم فطرت دی.»
د یو هنر پر اصولو پوهېدل د هغه د عادت درلودلو په څېر نه دی. کله چې موږ په یو کار کې د انسان د مهارت خبره کوو، مطلب یې دانه دی چې هغه یې د کولو پر اصولو پوه دی، بلکې مطلب یې دا وي چې هغه د دې کار د ترسره کولو عادت لري.
که تاسو هم غواړئ مطالعه خپل ورځنی عادت وګرځوئ، نو لاندې لارښوونې تعقیب کړئ.
۱ مطالعې په ارزښت پوه شئ!
هر کله چې کوم څیز زموږ لپاره ارزښتناک وي، تل ورته فکر کوو او د ترلاسه کولو په هڅه کې یې یو. نو ځکه خو تاسو هم باید د مطالعې ارزښت ته قایل شئ. مطالعه تاسو ته د تفکر ځواک درکوي؛ همدارنګه کله چې تاسو وینا کوئ، خلک به ستاسو د خبرو تر اغېر لاندې راځي. ځکه چې تاسو به له وړاندې ډېر مالومات ولرئ چې اورېدونکي تر اغېز لاندې راولئ.
ګڼې نورې ګټې هم لري، خو له تاسو یوه غوښتنه کیږي لومړی پر خپل ذهن او زړه دا ومنئ چې مطالعه ستاسو د پرمختګ لپاره ډېره اړينه ده، ځکه خو ښه او فعاله مطالعه نه یوازې په خپل ذات کې ښه، ګټوره او په کار او کردار کې د پرمختګ وسیله ده، بلکې زموږ ذهن ژوندي ساتي او وده ورکوي.
۲ ـ هره ورځ کتاب ولولئ!
دا ډېر عجیبه تمرین دی. غواړو تاسو روږدي شئ، البته مثبت روږدي؛ تاسو به په دې تمرین سره د کتابونو په مطالعې روږدي شئ او تل به هڅه کوئ چې یو څه ولولئ. که کومه ورځ مو مطالعه و نه کړه نو حتماً به د خپګان او زړه تنګۍ احساس لرئ.
۳ د خپلې خوښې کتابونه ولولئ :
له هر مسلک او کتاب سره چې مینه لری، همغه د مطالعې لپاره غوره کړئ په دې توګه تاسو د مطالعې په وخت کې نه زړه تنګي کېږئ، ځینې خلک ځکه مطالعه په نیمه کې پرېږدي چې کتاب یې په ذوق نه وي، نو تاسو لومړی د خپل ذوق کتابونه د مطالعې لپاره غوره کړئ بیا وروسته هر کتاب مطالعه کولی شئ
۴ نورو ته کتابونه ور وپېږنئ
هر کله چې تاسو کوم کتاب لولئ په ټولو خواوو یې ځان پوه کړئ او بیا یې له خپلو ملګرو سره شریک کړئ، د دې کار ګټه داده چې تاسو به تل هڅه کوی چې نوي کتابونه ولولئ او نورو ته یې په اړه بشپړ مالومات ورکړئ.
۵ ـ له کم یې پیل کړئ
لومړیو ورځو کې له څو پاڼو څخه پیل وکړئ، ورسته په تدریجي ډول د پاڼو شمېر او د مطالعې وخت ډېر کړئ.
دا تمرین يوويشت ورځې په بر کې نيسي. تاسو لومړی درې ورځې اړ یئ چې ۵ دقیقې مطالعه وکړئ. ورپسې درې ورځې ۵ دقیقې ۱۰ ته لوړې کړئ. له شپږو ورځو وروسته ستاسو د ورځنۍ مطالعې وخت باید ۲۰ دقیقو ته پورته شي، چې دې کار ته شپږ ورځې دوام ورکړئ. په دې توګه به ستاسو ۱۲ ورځې تېرې شي. له دې وروسته مو د مطالعې موده ۴۰ دقیقو ته لوړه کړئ. دا چاره ۳ ورځې تکرار کړئ. له دې وروسته پاتې ۷ ورځې باید هره ورځ یو ـ یو ساعت مطالعه وکړئ. په دې توګه تاسو په ۲۱ ورځو کې له مطالعې سره په بشپړ ډول عادت کېږئ. خو په دې شرط چې پورته ذکر شوي ټول موارد تطبیق کړئ.
۶ ـ ټاکل شوی وخت
هره ورځ ټاکلی وخت د مطالعې لپاره وټاکئ ځکه ستاسو ذهن او بدن به د دې وخت سره عادت شي او دوامدارې مطالعې ته به مو هڅوي، داسې وخت غوره کړئ چې ستاسو ذهن تازه وي او تاسو په اسانه سره تمرکز وکړی شئ، لکه سهار وختي یا ماښام ناوخته چې ستاسو په بیولوژیکي ساعت پورې اړه لري.
۷ ـ مناسب ځاي
یو ارام او مناسب ځای وټاکئ، چېرته چې هوا پاکه او ستاسو پام په بله خوا نشي، پام مو مطالعه کې وي او هلته کافي اندازه طبیعي یا مصنوعي رڼا وي، تر څو سترګې مو ستړې نشي، که یو ځانګړی ځای ولرئ مطالعې لپاره دا کولی شي ذهن ته د عادت جوړولو او په تمرکز کولو کې مرسته وکړي.
۸ پرمختګ وڅارئ
هره ورځ خپله مطالعه وڅارئ، تر څو لا ډېر وهڅول شئ او دوام ورکړئ، دا څارل له تاسو سره مرسته کوي چې پوه شئ چې په کومه برخه کې تاسو پرمختک کړی او په کومه برخه کې لا هم کار ته اړتیا ده، د پرمختګ څارل ستاسو انګېزه لوړولو او موخو ته د رسېدو کې مرسته کوي.
۹ مطالعه په تفریح بدله کړئ
د مطالعې په ګروپونو او مطالعې په سیالیو کې ګډون وکړئ، یا د هغو کتابونو په اړه خبرې وکړئ چې لولی يې، تر څو مطالعه په ټولنیز او خوندور فعالیت بدله کړئ.
۱۰ انعام ورکول
کله چې تاسو د مطالعې یوه برخه بشپړه کړه ځانته یو کوچنی انعام ورکړئ، دا انعام د دې لپاره دی چې تاسو ته د مطالعې په پروسه کې د خوشحالۍ او انګېزې احساس درکړي .
دا لارې کولی شي په تدریجي ډول مطالعه ستاسو عادت جوړ کړي.
که ورځنی مطالعه ونکړی لاندې زیانونه به ووینئ
۱ د پوهې کچه به مو کمه وي.
۲ حافظه به مو کمزورې وي.
۳ ورځنۍ چارې به مو بې نظمه وي.
۴ بې جراته به وی.
۵ له خپلو او دې نورو له حقوقو به نا خبره وی.
۶ په اسانی سره به څه نشی زده کولی.
۷ د لغتونو زېرمه به مو کمه وي.
۸ ژر به د نورو تر اغېزې لاندې راځی.
۹ د دروغو او ریښتیا تر منځ به توپیر نشی کولی.
۱۰ ژر به غوسه کېږی.
که ورځنۍ مطالعه وکړئ لاندې ګټې به ووینی
۱ عمومي مالومات به مو زیات وي.
۲ ذهن مو پراخه او فعال ساتي.
۳ ټولنیز فرهنګ لوړوي.
۴ د هېریدو مخه نیسي.
۵ پر ځان مو د باور زیاتېدو لامل کېږي.
۶ له تاسو ښه تحلیلګر او ویناوال جوړوي.
۷ ستاسو لیدلوری تغیروي.
۸ ستاسو ټولنیزو او شخصي اړیکو ته پیاوړتیا ورکوي.
۹ مغزو ته ورزش ورکوي.
۱۰ موخو ته مو رسوي.
پایله
په پای کې ویلی شو چې د ورځنۍ مطالعې ارزښت ته نه پاملرنه څو اړخیزه موضوع ده چې مختلف عوامل یې لامل شوي. د مطالعې د اهمیت درک نشتوالی، د وخت او فرصت کمښت، د ټکنالوژۍ اغېز، د مطالعې د عادت نشتوالی، رواني فشار او د مطالعې موادو کمښت ټول هغه عوامل دي چې خلک یې له مطالعې څخه لرې کړي دي. دا چې مطالعه کول د انسان د ذهني، فکري او ټولنیز پرمختګ لپاره ډېر مهم دي، اړینه ده چې خلکو ته د دې اهمیت په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي او دوی وهڅول شي چې مطالعه په ورځني ژوند کې په یوه عادت بدله کړي.
ماخذونه
۱ مارتیمرجی. ادلر او چارلز لینګلن ون دورن، کتاب باید څنګه ولوستل شي، ژباړن عبدالله عزام چاپ کال ۲۰۲۴ز. خپرندوی اکسوس کابل.
۲ فریل انیس، لیندا، د مطالې فن چاپ کال،۲۰۲۰ ز. ، سوله خپرندویه ټولنه کابل.
۳ غضنفر، اسد الله، د نثر لیکلو هنر چاپ کال ۱۳۹۹ هـ ل، مومند خپرندویه ټولنه جلال اباد.
برېښنالیک:haroonadeel22@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.