زلزله په لغت کي و خوځښت او ښورېدو ته وايي او په اصطلاح کي د مځکې و حرکت او خوځښت ته زلزله ویل کیږي.یا په بل عبارت: زلزله د مځکې هغه حرکت دئ چي د مځکې د ننه د مایع موادو د تدریجي حرارت او یا هم د اور غورزونکو غرو له کبله او یا دنورو سببو له کبله رامنځته شي.
د زلزلې د توري څخه ماسوا په قرآن کریم کي (الرجفة) توری هم راغلی دئ، چي دا و سختي زلزلې ته وایي، د قیامت و ورځي ته (الراجفة) په دې وايي چي د ا ولې شپېلۍ حالت ور څخه مراد دئ.
زلزله د ځمکې د پوښ (Crust) همدارنګه د ټوټو د ناڅاپي خوځښت پایله ده. کله چې د ځمکې دننه ذخیره شوې انرژي په یو ځل خوشې شي، ځمکه ښورېږي او زلزله منځ ته راځي.
ویکیپیډیا د تعریف په بنسټ زلزله عبارت له هغولړزیدونکو څپوڅخه ده چی د ځمکې سطحی د سخت پوټکی (لیتوسفیر) د یوي برخي د خوځښت له امله د ناڅاپی انرژۍ د آزادیدلوپه پایله کې رامنځته کیږی.
د امریکا د جیولوجیکی سروی ( USGS) د تعریف په بنسټ :زلزله هغه څه ته ویل کیږی کله چی په لیتوسفیر کی د ځمکی دوه بلاکونه په ناځاپی توګه لویږی یا يو پربل باندی شووییږی او په زیاته پیمانه انرژی آزادوی.
او د جیولوجی له نظره: زلزله دناڅاپی او ویجاړونکو ټکانونو څخه عبارت ده کوم چی د ځمکی په سخت قشر کی د خوځښت او یا د اورشیدنونکو غرونود عمل په پایله کي منځته راځی .
ځمکه څه شۍ ده؟ د جیولوجی د علم له نظره ځمکه هغه سیاره ده چی موږ يکي ژوند کوو، زموږ په لمریز نظام کی د آتو ستوریو څخه لمر ته دریم نیږدی دریم ستورۍ دۍ او تر اوسه په کایٌناتو کی یوازینۍ پیژندل شوۍ ستورۍدۍ چی د ژوند ملاتړ کوی.
زلزله پر درې ډوله ده:
۱: عمودي زلزله.
په عمودي زلزله کي شیان د اسمان و لوري ته پورته کیږي او بیرته راکښته کیږي.په عمودي زلزله کي اکثره وخت خسف صورت نیسي، کورونه ، عمارتونه په مځکه ننوځي.
۲: افقي زلزله.
په افقي زلزله کي شیان له ځایه بې ځایه کیږي، د عرض او طول په لور باندي حرکت کوي.په دې زلزله کي اکثره وخت عمارتونه په ښه پوره ډول سره له منځه ځي، د خلکو د مرګ پرځای یې ژوبله ډیره وي، دا زلزله اکثره وخت اقتصادي تاوان زښته ډیر رامنځته کوي، غټه سیمه په لمن کي نیسي.
۳: موجي زلزله.
د دې زلزلې حرکت د ابو په شان دئ، په دې زلزله کي اکثره وخت د تالندې او یا د توپ په شان سره اواز پیداکیږي، دا زلزله زړه راکښونکې وي او دا زلزله اکثره وخت د مځکې د داخلي مرکز څخه د۱۸- ۶۰ کیلومترو پوري رسیږي.
موجي زلزله په تلفاتو کي تر ټولو لوړه وي، د انسانانو او حیواناتو په مرګ ژوبله کي ددې زلزلې اکثره وخت ګراف لوړ وي، او تعمیرات داسی ویجاړ کړي چي بیا د استونګي نه وي.
د زلزلې اصلي لاملونه
1. د ټیکټونيکي پلیټونو خوځښت – د ځمکې تختې سره ټکر کوي، ښویېږي یا جلا کېږي.
2. آتشفشاني فعالیت – د اورغورځونکو غرونو فشار ځمکه ښوروي.
3. د فشار راټولېدل – د ډبرو د ماتېدو له امله زلزله راځي.
4. انساني لاسوهنه – د کانونو کیندنه، لوی بندونه او هستوي ازموینې.
مهم اصطلاحات
هیپوسنټر: هغه ځای دننه چې زلزله پیل کېږي.
ایپوسنټر: د ځمکې سطحه، چې تر ټولو شدیده زلزله وي.
سیزمیک څپې: هغه څپې چې د انرژۍ له خپرېدو وروسته ځمکه ښوروي.
د زلزلې د اندازې کچه
ریکټر سکیل: له ۰ تر ۹ پورې شدت ښيي. (۳ کمزورې، ۴–۵ منځنۍ، ۶–۷ قوي، ۸ پورته ویجاړونکې)
مرکالي سکیل: د خلکو، ودانیو او چاپېریال پر اغېزو ولاړ ارزونه.
د زلزلې اغېزې
د انسانانو مړینه او ټپي کېدل.
د ودانیو او لارو ویجاړېدل.
د سونامي او سېلابونو رامنځته کېدل.
رواني او اقتصادي زیانونه.
د خوندیتوب لارې
1. د زلزلې ضد ودانۍ جوړول.
2. د خلکو پوهاوی او د خوندي سیمو ټاکل.
3. د ژغورنې ټیمونه او روزنیز تمرینونه.
4. د عاجلو حالاتو لپاره چمتووالی.
د څېړنې علم
سیزمولوژي: د زلزلې او څپو د څېړنې علم.
سیزموګراف: د زلزلې څپې ثبتوي.
دیني لیدلوری
علما وايي: زلزله د الله ﷻ له حکمتونو څخه ده چې خلکو ته د توبې، دعا او استغفار یادونه کوي.
د عمر بن الخطاب رضي الله عنه په زمانه کې کله چې زلزله وشوه، خلکو ته یې نصیحت وکړ چې له ګناهونو ځان وساتي.
د صدقې ورکول، د فقیرانو مرسته او د الله ذکر کول مستحب ګڼل شوي.
د زلزلو ډېرې سیمې
د آرام سمندر کمربند (Pacific Ring of Fire): د نړۍ ۸۰٪ زلزلې همدلته کېږي.
تر ټولو لویې زلزلې: چیلي (۱۹۶۰ – M9.5) او الاسکا (۱۹۶۴ – M9.2).
هغه زلزله چې د تاریخ لوری یې بدل کړ
د پرتګال د پلازمېنې ليزبون د ۱۷۵۵ کال زلزلې پر نړۍ دومره ژور اغیز کړی چې تر ننه هم احساسېږي.هغې زلزلې د اتلسمې پېړۍ د یوه مهم ښار د ویجاړولو تر څنګ د هغه وخت ذهنیتونه هم ولړزول.
په هغه وخت کې ډېرو خلکو باور درلود چې زلزله د خدای سزا ده. نورو دا پوښتنه کوله چې ایا ساینس پر نړۍ د پوهېدو او د لارو چارو د څرنګوالي لپاره یې غوره لار ده که نه.
اوس موږ دغه روڼ اندي د روښانتیا له هغې دورې سره تړلي بولو، چې د فرانسې د صنعتي انقلاب او د امریکا د خپلواکۍ جګړې لامل شوه.
ليزبون کې څه پېښ شول؟
په ۱۷۵۵ کال کې په ليزبون کې د ټولو سنټانو یا روحانیانو ورځ د نورو ورځو په څېر پیل شوه، خو ناڅاپه هرڅه بدل شول.
د سمندري مرغانو له چڼاهار وروسته لوی ناورین پېښ شو. کورونه ونړېدل او خلکو فکر وکړ چې خدای دوی ته سزا ور کوي. بیا څونامي راغله. پنځه متره لوړې څپې جوړې شوې. ور پسې لوی اور ولګېد او ټول ليزبون ښار وسوځېد.
خو له پاتو ایرو یوه ويښتیا راڅرګنده شوه: د فکر کولو یوه نوې لار او د ساینس نوی درک یې په ډاګه کړل. دا هر څه د یوه سړي له برکته وشول.
زلزله پوه ډاکټر لوییس ماتیاس په خبره، نن موږ د هغې زلزلې شدت اټکلولی او لویوالی یې محاسبه کولی شو، خو دا هرڅه هم د مارکي دو پومبال د پیل کړو څېړنو له برکته دي.
د هغه نوټ د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د ۸.۵ تر ۹ محاسبه کیږي.
د ۱۷۵۵زلزلې شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره اوږد او ۸۰ کیلومتره پلن درز جوړ کړ او همدې درز کې چاود ۲۰ متره او د شپږ پوړیزې ودانۍ د جګوالي په اندازه و.
هغې زلزلې پر فلسفه، سیاست، حکومت، له مذهب سره د انسان پر اړیکه، ښاري پلان جوړونه او ساینس ژور اغېز وکړ. ټیک داسې لکه په ډنډ کې د ډبرې لوېدو سره چې څپې جوړېږي، داسې دا اغېز هم پراخ شو او شاوخوا هرڅه یې اغېزمن کړل.
د ليزبون زلزلې د پېښو لړۍ پیل کړه، لکه پرتګال کې د غلامۍ پای ته رسېدل، چې په پایله کې یې په نورو اروپایي هېوادونو کې د غلامۍ پای ته رسېدو لامل شوه. ځکه چې د انګلنډ او پرتګال ترمنځ یې پر سوداګرۍ اغېز وکړ.
زلزلې ممکن له بریتانیا د امریکا خپلواکي ګړندۍ کړې وي. دا باور هم شته چې د فرانسې انقلاب یې هم چټک کړی دی.
د ازاد فکر دا نوی دور داسې پېر و چې د کلیسا او د نړۍ د ټولو پاچاهانو مطلق ځواک یې وننګاوه.
دا بهیر ان تر زلزلې مخکې هم پیل شوی و، خو د زلزلې ورځ داسې ورځ وه چې د انسانیت ویښتیابه ورسره پیل شو. نو ښايي د زلزلې هغه ورځ په ریښتیا هم د عصري پېر زېږد ورځ وبللی شي.
د زلزلې اړوند مهم سوالاونه او ځوابونه
سوال: د زلزلو په وخت کي خلک باید څه وکړي؟
ځواب: د زلزلو په وخت کي باید ټول خلک له خپلو ګناهونو توبه وباسي، صدقات او خیراتونه وکړي، بغیرله مکروه وخت نه باید خلک نفلي لمونځونه وکړي.
سوال: کوم خلک چي په زلزلو کي مړه شي ددوی مرګ څنګه دﺉ؟
ځواب: ودوو ډلو انسانانو ته د زلزلې مرګ ګټه نه رسوي کفارو ته او بل هغو مسلمانانوته چي د ګناه په حالت کي وی او زلزله پر وشي او مړه شي او هغه عام مسلمانان چي مړه شي هغه شهیدان دي.مخکي موږ یو حدیث شریف هم ذکر کړي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي هغه خلک چي په زلزله کي هلاک شي الله به دوی دقیامت په ورځ دخپلو نیتو سره راپورته کړي.
سوال: که چیري د زلزلې له کبله یوه کورنۍ یا کلی ویجاړ شي او ددې امکان نه وي چي انسانان راوکښل شي د جنازې لمونځ یې څنګه دﺉ؟
ځواب: هغه ځای چي زلزله شویده او خلک خسف شوی او په ځمکه ننو تلي دي هلته دي نژدې خلک ودریږي او د جنازې لمونځ دي وکړي، دا استثنائي حالت دي پروا نه کوي.
سوال: که د لمانځه پر مهال زلزله وشي باید څه وشي؟
ځواب: که د لمانځه پر مهال زلزله وشوه، که یې ځایونه نړول بیا دا ضروري ده چي لمونځ پریښودل شي، اوکه یې ځایونه نه نړول بیا د لمانځه پریښودل جایز کار دئ.
سوال: د زلزلې پر مهال له کوره او سرایه وتل څنګه دي؟
ځواب: دا چي په زلزله کي عمارتونه او کورونه نړیږي دا ضروري ده چي یو څوک له خپل کوره ووځي، پر انسان باندي د خپل ځان ساتل ضروري دي، او که کښیني چي زه پروانه کوي دا خپل ځان خپله هلاکول دي.
سوال: د زلزلو پر مهال اذان کول څنګه دئ؟
ځواب: درست کارنه دئ باید د زلزلې پر مهال اذان ونشي.
لنډیز
زلزله د ځمکې یوه طبیعي پېښه ده چې د تختو د خوځښت او انرژۍ د خوشې کېدو له امله منځ ته راځي. دا د خلکو ژوند، ودانیو او اقتصاد ته زیان رسوي. د خوندیتوب لپاره د ودانیو معیاري جوړونه، پوهاوی، عاجل ټیمونه او د الله تعالی په وړاندې عاجزي، دعا، استغفار او مرسته کول اړین دي.
سرچينې;
ويکېپېډيا
بی بی سی
زلزله په اسلام او ساينس کې لېکنه لېکوال :عبدالغفار جُبیر
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.