ددې ليکنې موخه: د هېواد د تاریخي واقعیتونو روښانه کول دي، تر څو د هېواد ځوان او راتلونکي نسل ته د پوهاوي سبب شي.
په ۲۰۱۳ کال د اګسټ په میاشت، کله چې د هېواد د خپلواکۍ د بیا اخیستلو ۹۴مې کلیزې د نمانځنې لپاره یو محفل د شمالي کلیفورنیا په سیمه کې جوړ شوی و، ښاغلی ډاکتر زمان ستانیزی هم وربللی شوی و څو د درانه مېلمه ویناوال په توګه وینا وکړي. هغه په خپله وینا کې پر داسې موضوعاتو رڼا واچوله چې ګواکې د افغانستان د استقلال بیا ترلاسه کول د انګرېزانو او تزاري روسیې ترمنځ د سترو سیاسي لوبو (Great Game) په پایله کې ترسره شوي دي، پرته له دې چې افغان ملت پهکې کوم مستقیم ګډون یا ونډه ولري. نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان د خپلواکۍ بیا ترلاسه کول یوازې یوه افسانه ده، ځکه افغانستان هېڅکله خپله آزادي له لاسه نه ده ورکړې او تل خپلواک پاتې شوی دی، د آزاد سیاست څښتن و او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې لرلې…. د افغان-انګلیس درېیمه جګړه د هېواد د استقلال د بیا ترلاسه کولو لپاره بېمعنا او غیر ضروري وه، او یوازینۍ پایله یې دا وه چې د شوروي سفارت په کابل کې پرانیستل شو او د انګرېزانو مالي مرستې له افغانستان سره بندې شوې.»
دغو څرګندونو نه یوازې د هماغه ورځې د محفل ګډونوال حیران کړل، بلکې د افغانستان د خپلواکۍ په اړه د ښاغلي ستانیزي خبرو ګډوال خفه کړل؛ نو ګډون والو غوښتنه وکړه چې د برنامې په پای کې دې له هغه سره مباحثه وشي. خو ښاغلی ستانیزی د یو عاجل معذرت پر اساس فورآ مجلس پرېښود. ورپسې، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په همدې مناسبت یو ځل بیا ښاغلي ډاکتر ستانیزي د یوه تلویزیوني مرکې پر مهال بیا همدې موضوع ته اشاره وکړه. د ده څرګندونو سخت غبرګونونه را وپارول، د هېوادپالو افغانانو له خوا مقالې ولیکل شوې او د «افغان جرمن انلاین» په پورټل او نورو وېبسایټونو کې دده د څرګندونو او نظریاتو پر وړاندې خپرې شوې.
سږکال یو ځل بیا ښاغلي ډاکتر صاحب ستانیزي د افغانستان د استقلال (۱۰۰مې کلیزې) د نمانځنې په اړه لیکنه کړې او خپله پخوانۍ ادعا یې تکرار کړې ده. د هغه د وروستۍ لیکنې ځینې مهم ټکي داسې دي: «افغانستان هېڅکله د بل کوم هېواد مستعمره نه ده پاتې شوې، نو ځکه باید داسې ورځ د آزادۍ په نوم ونه نمانځل شي چې د هېواد د مستعمره کېدو او د ولس د اسارت معنا ولري. پر ځای یې کولای شو نورې ملي ورځې ونمانځو. نو ولې د تېرو دوو پېړیو بېسارې مبارزې د یوې داسې سیاسي ادعا په پښو کې قرباني کړو چې یوازې د تاریخ په یوه ځانګړي مقطع کې د امیر امانالله خان له خوا د افغانستان د آزادۍ د اعلان په توګه یاده شوې ده، او افغانستان له هغه تلپاتې آزاد حیثیت څخه محروم وښیو؟»
ښاغلي ډاکتر ستانیزي په خپلې تازه لیکنه کې چې په د ( آریانا افغانستان آنلاین وېبسایټ، د ۲۰۱۹ د اګست ۲۸مه) کې خپره شوې ده، د دې پوښتنې په تړاو چې: «ایا د افغانستان د آزادۍ ورځ باید ونمانځل شي که نه؟» هغه د افغانستان دا ستر ویاړ د درې شرطونو پر بنسټ ټاکي او ارزوي، معنا دا چې که چېر لاندې درې شرطونه موجود نه وي استقلال نشو نمانځلی: «د یو پېژندل شوي قملرو یا جغرافیې درلودل، د یو ملت درلودل(یعنې د خلکو سیاسي هویت)، او د داسې حکومت درلودل چې د وراثت او یا ټاکنو له لارې د یو هېواد د اکثریته خلکو د منلو وړ وي او د نورو دولتونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی وي؛ که نه، نو یو هېواد د مستعمرې، مستملکې او یا د بل هېواد د ضمیمې په توګه ګڼل کېږي او آزاد نه بلل کېږي. افغانستان هېڅکله د بل کوم هېواد مستعمره، مستملکه او یا ضمیمه نه دی پاتې شوی… ټول نړیوال اسناد، آن د برتانیې د حکومتونو اسناد هم، افغانستان یو آزاد هېواد ګڼلی دی. یوازې د څو معاهداتو له مخې د افغانستان د امیرانو بهرنی سیاست، په ځانګړې توګه د روسیې او فارس پر وړاندې، د انګرېزانو د موافقې تابع ګرځول شوی و. په بدل کې، هغوی ژمنه کړې وه چې له افغانستان سره مالي او نظامي مرستې وکړي.»
هغه زیاتوي: «دغه اسناد په انګلیسي او دري دواړو ژبو په څرګنده او بشپړه روښانتیا د افغانستان د بهرنۍ تګلارې پر حاکمیت دلالت کوي، نه پر مستعمره کېدو. د برتانیې حکومت او نه هم د هغې مستعمره، یعنې د برتانیوي هند حکومت، په رسمي اسنادو، القابو او یا سیاسي تعاملاتو کې افغانستان هېڅکله خپله مستعمره، مستملکه او یا ضمیمه نه ده اعلان کړې. سربېره پر دې، د امیر امانالله خان د هغو احکامو پر بنسټ چې ما یې په اصلي مضمون کې په تاریخي بڼه یادونه کړې، پر همدې اصطلاح ـ د افغانستان د بهرني سیاست پر حاکمیت ـ ټینګار شوی و، او دا موضوع باید هېڅکله تحریف شوې نه وای. نو هغه هېواد چې تل یې آزادي لرلې، څنګه به یې آزادي تر لاسه کړې وي؟»
ډاکتر ستانیزی زیاتوي: «افغانستان د خپلو هرو سرحدونو د ټاکلو پر مهال د خپلې خاورې یوه برخه برتانوي هند، یوه برخه فارس/ایران، یوه برخه تزاري روسیې او آن ځینې برخې یې چین ته له لاسه ورکړي دي، خو هغه برخه خاوره یې چې د زمانو په تېرېدو سره په بېلابېلو نومونو یادېدې، تل یو خپلواک قلمرو، د آزاد ولس او د آزاد حکومت لرونکی و… هغه مېړني خلک چې د پردیو د یرغلونو پر وړاندې یې جګړه وکړه، موخه یې دا نه وه چې افغانستان آزاد کړي، بلکې دا وه چې د افغانستان ازادي وساتي. د افغان-انګلیس په دوو لومړیو جګړو کې انګرېزانو د افغانستان پر خاوره یرغلونه وکړل، خو ونه توانېدل چې هېواد تسخیر کړي او همدارنګه و نه توانېدل چې زموږ هېواد د نایبالسلطنه (د برتانیې د ملکې وایسراي) تر ادارې لاندې د برتانوي هند د امپراتورۍ برخه کړي. سل کاله وړاندې حتی د انګلیسانو یو عسکر هم د افغانستان په خاوره کې موجود نه و، ځکه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې له امله جګړهځپلیو انګرېزانو د یرغل کولو توان نه درلود. په حقیقت کې، دا افغانان ول چې تهاجمي دریځ یې غوره کړی و او انګرېزان د دفاعي حالت په موقف کې وو. جګړه په واڼه، تل، پیوار او اټک کې وشوه نه د افغانستان په خاوره کې.»
د پورته یادونو په تړاو، ښاغلی ډاکتر ستانیزی د استعمار او د مستعمرې د مفهوم په اړه وايي چې: په شپاړسمه پېړۍ کې د سمندري چارو په برخه کې تخنیکي پرمختګونه او همدارنګه د لوېدیځې اروپا، په ځانګړې توګه د انګلستان او فرانسې صنعتي پرمختګ ددې لامل شول چې دغه هېوادونه د پراختیا غوښتنې فکر ته واوړي او د نړۍ لرې پرتو سیمو پر لور وخوځېږي، هغه سیمې په پوځي توګه فتحهکړي او تر خپل تسلط لاندې یې راولي، او د هغو سیمو اړیکې یوازې له خپلو هېوادونو سره محدودې او تړلې کړي. د دغې سلطهغوښتنې دوام په هغه وخت کې یوازې هغه مهال ممکن و، چې واکمن هېواد د خپلو خلکو یوه برخه د نیول شویو سیمو پر خاوره مېشته کړي او د همدې لارې خپل حاکمیت پر ځایي اوسېدونکو وتپي.
په همدې توګه، د نولسمې پېړۍ څخه وړاندې د اروپایي استعمار مفهوم داسې تعبیر کېدای شي چې د خپل یو شمېر وګړو د یوې بلې خاورې پر سر ځای پر ځای کول وو، یعنې د «مستملکې» او یا «ضمیمې» هېواد په توګه. دا ډول استعمار په امریکا، آسترالیا، د افریقا او آسیا په ځینو برخو کې عملي شو. خو د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د استعماري سیاستونو ماهیت او څرنګوالی بدلون وموند او نوې لارې غوره شوه. په دې پړاو کې نور د واکمن هېواد د وګړو دایمي استوګنول په مستعمره کې اړین نه و، بلکې استعماري هېوادونه دې ته متوجه شول چې پر ځینو هېوادونو خپل سیاسي او نظامي نفوذ خپور کړي او د هغوی د ملي حاکمیت په نیولو سره د هغوی چارې د خپل نفوذ او واک لاندې راولي، څو له همدې لارې خپلو استعماري موخو ته ورسېږي. افغانستان هم د همدغو هېوادونو له ډلې څخه و، چې د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د انګلیسانو د دوو پوځي یرغلونو په پایله کې له دې وضعیت سره مخ شو او خپل نسبي استقلال یې له لاسه ورکړ.
سربېره پر دې، هغه درې شرطونه چې ښاغلی ستانیزی یې د افغانستان د استقلال او آزادۍ بنسټ بولي، له بده مرغه د لومړي یرغل له پیل څخه د دویم یرغل تر پای پورې په افغانستان کې په بشپړ ډول عملي نه وو او د بحث وړ دي. ځکه که د یوه په رسمیت پېژندل شوي قلمرو درلودل (که څه هم د هغه حدود تر هغه وخته لا په بشپړه توګه نه وو ټاکل شوي) او د سیاسي هویت لرونکي ملت شتون د افغانستان لپاره ثابت وبولو، نو د «د داسې حکومت شتون چې د خلکو د اکثریت د منلو وړ او د نورو هېوادونو له خوا په رسمیت پېژندل شوی وي» موضوع تر پوښتنې لاندې راځي.
د افغانستان د استقلال د شتون په اړه د ښاغلي ستانیزي ادعا داسې ده: «ګواکې افغانستان د خپلو سرحدونو د ټاکلو پر مهال د خپلې خاورې برخې برتانوي هند، فارس/ایران، تزاري روسیې او آن چین ته له لاسه ورکړې، خو هغه برخه خاوره چې د زمانو په تېرېدو کې په بېلابېلو نومونو د افغانستان په توګه یادېده، خپلواک قلمرو، آزاد ولس او آزاد حکومت درلود….» خو له بده مرغه دا ادعا د انګرېز د دوو یرغلونو تر منځ کلونو او تر هغې وروسته د درېیمې افغان-انګلیس جګړې پورې د افغانستان په حالاتو نه تطبیقېږي؛ ځکه په افغانستان کې وضعه برعکس روانه وه. لکه څنګه چې شاه شجاع په ۱۸۳۹ د اپریل په ۲۸مه، د انګرېزانو په مرسته په کندهار کې پر تخت کېناست، نو مکناټڼ ورسره دویمه معاهده لاسلیک کړه. د هغې پر بنسټ شاه شجاع د انګلیسي عسکرو د تلپاتې حضور منلو ته غاړه کېښوده او آن د هغوی د لګښت یوه برخه یې هم پر غاړه واخیسته. د لومړي یرغل په پایله کې هېواد د انګرېزي قواوو د مستقیم نفوذ او پوځي ځواک د سخت فشار لاندې راغی، او ملي حاکمیت چې د یو هېواد د سیاسي استقلال یوه مهمه ځانګړنه ګڼل کېږي، په شدیده توګه زیانمن شو او د افغانستان دولت ترې بېبرخې پاتې شو.
د انګلیسانو له دویم یرغل(۱۸۷۹م) وروسته حالت تر لومړي یرغل ډېر سخت او ظالمانه شو. د دې پایله یوازې دا نه وه چې د امیر شیرعلي خان هیلې د هغه له مرګ سره یو ځای له منځه ولاړې، بلکې د هغه د زوی امیر محمد یعقوب خان، قدرت ته رسېدو سره د انګرېزانو تر مستقیم فشار لاندې د «ګندمک تړون» لاسلیک هم رامنځته شو. د دې تړون له مخې د افغانستان د خاورې یوه برخه انګرېزانو ته وسپارل شوه او په عین وخت کې د ملي حاکمیت حق او په پای کې د هېواد د بهرنۍ تګلارې استقلال هم د انګرېز د تحتالحمایګۍ د منلو په بدل کې په رسمي توګه له منځه ولاړ.
لکه څنګه چې د «ګندمک تړون» په یولسمه ماده کې په صراحت دا تشریح شوي دي: «د افغانستان حکومت به په خپلو بهرنیو چارو کې د انګرېز له سلا پرته له نورو دولتونو سره اړیکې نه ټینګوي او نه به له کوم بهرني دولت سره د انګرېز له تصویب پرته جګړه کوي.»
که څه هم پورته یاد شوي ټکي هر یو د لا نورو بحثونو غوښتنه کوي او په راتلونکو برخو کې به یې پر مهمو مسایلو رڼا واچول شي.دا چې خبره د «استقلال» او د هېواد د آزادۍ ده، نو لازمه ده چې تر هر څه مخکې ځینې اصطلاحات په ډېر دقت روښانه شي: د سیاسي استقلال مفهوم، د ملي حاکمیت حق (national sovereignty)، استعمار یا استعماري سیاست (Colonialism/کلونیالیزم)، استثمار (Imperialism/امپریالیزم)، او تحتالحمایګي (Protectorate/پروتکتوریت). د همدې روښانتیا په رڼا کې بیا کولای شو بحث او د موضوع ارزونه پر مخ یوسو.
د څو اصطلاحاتو د وضاحت لنډه کتنه:
د حقوقي قاموس «بلاکس» (Black’s Law Dictionary) د «دولت» په اړه یو جامع تعریف وړاندې کړی او د هغه ځانګړي عناصر یې یاد کړي دي: «هغه خلک چې په دایمي توګه په یوه ټاکلي جغرافیايي سیمه کې د ګډو قوانینو او عنعناتو له مخې د یوه منظم حکومت تر چتر لاندې ژوند کوي، او دا حکومت د خپلواک حاکمیت (independent sovereignty) لرونکی وي، د ټولو وګړو او شیانو پر چارو په ټاکلو سرحدونو کې بشپړ کنټرول ولري، د جګړې او سولې د اعلان توان ولري او له نورو نړیوالو ټولنو سره د نړیوالو اړیکو د ټینګولو صلاحیت ولري، دولت بلل کېږي.» (سرچینه: Black’s Law Dictionary، 6مه ایډیشن، مخ 1407)
په پورته تعریف کې، که د خلکو له شتون او د دولت له ځانګړې جغرافیایي ساحې تېر شو، پاتې ټکي د ملي حاکمیت حق څرګندوي، چې شتون یې د دولت له اساسي ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي. هر کله چې دا حق د بهرنیو ځواکونو له لوري د یرغل یا د ارادې د تپلو له لارې ــ هغهکه د تړون په بڼه وي او که د مستقیم او یا غیر مستقیم حکم (دیکته) په توګه، محدود شي، نو په هغه صورت کې دغه حق زیانمن کېږي او د یوه هېواد د استقلال پر موجودیت شک او پوښتنې راپورته کېږي.
په همدې قاموس (Black’s Law Dictionary) کې د «سیاسي استقلال» په اړه داسې تعریف شوی دی: سیاسي استقلال د یو ملت یا دولت هغه ځانګړنه ده چې په بشپړه توګه خپلواک عمل وکړي، پرته له دې چې د هر ډول بهرني کنټرول، واکمنۍ او یا د امر (دیکتې) تر سیوري لاندې وي.( هماغه ماخذ، مخ ۷۷۰: سرچینه) د استعمار او استثمار ترمنځ یو څه نری توپیر شته، ځکه دا دواړه اصطلاحات د تاریخ په اوږدو کې کله ناکله په بېلابېلو معناوو او کله هم مترادف کارول شوي دي. له تاریخي اړخه، استعمار یا استعماري سیاست (Colonialism) کومه نوې پدیده نه ده. د نړۍ تاریخ د داسې بېلګو څخه ډک دی چې یو هېواد د بلې خاورې د ضمیمه کولو او د خپلو اتباعو د یوې برخې د استولو له لارې، په هغه تازه فتحه شوې سیمه کې خپله واکمنۍ ټینګه کړې ده.
د استعمار لپاره د یو روښانه تعریف وړاندې کول هغه وخت له ستونزې سره مخ کېږي، چې ډېر ځله دا د «استثمار» (امپریالیزم) له مفهوم سره ګډ شي. له همدې امله، ډېر ګران کار دی چې دغه دواړه اصطلاحات په دقیقه توګه له یو بله جلا شي. ځینې کسان د استعمار ځانګړنه د هغه په کلاسیک مفهوم کې د خلکو ځای پر ځای کول ګڼي، خو استثمار بیا د نیول شویو سیمو اقتصادي ګټه اخیستنه ګڼل کېږي. په همدې توګه، ځینې نور استعمار په پراخ مفهوم کې داسې تعریفوي چې د بل ملت د واکمنۍ لاندې راوستل په کې راځي، خو استثمار بیا زیاتره د یوه بهرني هېواد تسلط د بل هېواد پر اقتصادي سرچینو، معنا لري.
استعمار هغه اصطلاح ده چې د پوځي فتحې او د یوې بلې سیمې د تر واک لاندې راوستلو په پایله کې رامنځته کېږي، او موخه یې دا وي چې د تر سلطې لاندې هېواد د طبیعي او اقتصادي سرچینو څخه د یرغلګر هېواد په ګټه استفاده وشي. امپریالیزم بیا د یوې امپراتورۍ په جوړېدو سره مل وي، چې پهکې یو هېواد د پوځي برلاسي له لارې بل هېواد خپل تابع ګرځوي او یا یې د خپل هېواد برخه اعلانوي، څو د خپلې سلطې او واکمنۍ ساحه په دې توګه پراخه کړي.»
له لرغوني یونان او د پخوانیو رومیانو څخه را نیولې تر عثماني امپراتورۍ پورې، د استعمار څرګندې بېلګې په تاریخ کې لیدل کېږي. له همدې امله، استعماري سیاست (Colonialism) یوازې یوې ځانګړې دورې او یا یوې ځانګړې سیمې ته محدود نه دی. د استعمار عملي بڼې د وخت، ځای، شرایطو، اړتیاوو، د استعماري هېوادونو د سیالۍ او د هغوی د امکاناتو او وسایلو له مخې یو له بل سره توپیر لري. له شپاړسمې پېړۍ راهیسې، د استعمار کلاسیکه بڼه ورو ورو په معاصره نوې بڼه بدله شوې ده. دغه بدلون په ځانګړي ډول په نولسمه پېړۍ کې خورا روښانه و، چې یوه بڼه یې د «تحتالحمایګۍ» په نوم څرګنده شوه.
د تحتالحمایګۍ (Protectorate) د نظام په اړه باید وویل شي چې: په نړیوالو حقوقو کې «تحتالحمایګۍ» هغه وخت مطرح کېږي، کله چې د دوو یا ډېرو دولتونو ترمنځ د یوې معاهدې پر بنسټ داسې اړیکې رامنځته شي چې په کې یو قوي دولت (حامي یا پروتکتور) ژمنه وکړي چې د کمزوري دولت (تحتالحمایه) د بهرنیو اړیکو چارې د بهرني فشار پر وړاندې په بشپړ یا جزوي ډول کنټرول او ملاتړ کړي. آن تر دې چې ځینې وختونه دغه قوي دولت دا حق هم ترلاسه کوي چې د هغه کمزوري دولت په داخلي چارو کې هم لاسوهنه وکړي. د مداخلې دا حدود د شوې معاهدې له مخې روښانه او ټاکل کېږي.
دا مهمه نه ده چې د مداخلې دغه حق تر کومې کچې د قوي دولت د کمزوري دولت پر چارو د کنټرول لامل کېږي، خو داسې ډول «تحتالحمایګۍ» د هېواد د ملي حاکمیت نومي بڼه (nominal sovereignty) ساتي، په داسې حال کې چې په عمل کې یې زیانمنوي او له همدې امله د استعمار (Colonialism) او یا د «قیمومیت» (Mandates/ماندیتس) له حالت سره ورتهوالی پیدا کوي. د تاریخي پرمختګ له نظره، د تحتالحمایګۍ نظام په اصل کې د فیوډالي نظام څخه سرچینه اخلي، په دې معنا چې ستر فیوډالان به وړوکي ځمکوال د نورو لویو فیوډالانو د تېري پر وړاندې د خپل «تحتالحمایه» په توګه ساتل. په نړیواله کچه هم دغه سیستم په ځانګړي ډول د نولسمې پېړۍ له نیمایي راهیسې دود شو او ګڼو اروپایي هېوادونو خپلې استعماري موخې د داسې معاهداتو په چوکاټ کې له کمزورو هېوادونو سره پر مخ وړلې، ترڅو په دې وسیله خپل استعماري کنټرول د «تحتالحمایګۍ» د تړونونو تر نوم لاندې پر هغو هېوادونو وتپي او پراخ کړي.
کمزوري هېوادونه، د دې وېرې له امله چې هسې نه خاوره یې د همدغو قوي هېوادونو له لوري د یوې استعماري امپراتورۍ (Colonial empires) برخه وګرځي او یا د هغوی تر منځ ووېشل شي، حاضرېدل چې د «تحتالحمایګۍ» معاهده ومني او د خپل ملي حاکمیت له یوې برخې څخه تېر شي.
له حقوقي پلوه، د «تحتالحمایګۍ» د معاهدې تړل د دوو هېوادونو ترمنځ هغه شرطیه (Clause) لري چې هر وخت کمزوری هېواد وغواړي له د حامي هېواد له تحتالحمایګۍ ووځي، کولای شي د معاهدې د عمومي روحيې له مخې په ټاکلي وخت کې دا پرېکړه حامي هېواد ته ورسوي. حامي هېواد باید بې له شخړې د مقابل لوري دا حق په رسمیت وپېژني او د تحتالحمایګۍ اړیکې پای ته ورسوي. خو که حامي هېواد د مقابل لوري دې حق ته غاړه کې نږدي او هڅه وکړي په اړوندو چارو کې خپل حاکمیت ته دوام ورکړي، نو په هغه صورت کې د تحتالحمایګۍ دوام د یوه استعماري اړیکې بڼه خپلوي. (سرچینه: Funk & Wagnalls Encyclopedia، ټوک ۲۰، مخ 7277)
د پورته مفاهیمو له لنډ وضاحت وروسته، اوس د بحث پام اصلي موضوع ته اړوم: ځکه زموږ بحث تر ډېره د افغانستان له استقلال سره تړاو لري، او هغه هم پر دې ټکي متمرکز دی چې ګواکې افغانستان هېڅکله مستعمره نه وه، بلکې آزاد او خپلواک پاتې شوی او د استقلال د کلیزې د نمانځلو اړتیا نه لیدل کېږي. همدارنګه دا ادعا هم شته چې افغانستان مستعمره نه، بلکې یو «تحتالحمایه» (Protectorate) هېواد و. نو ځکه لازمه ده چې موضوع له عمومي چوکاټ څخه راوباسو او په ځانګړي ډول د انګرېز د استعماري سیاستونو په رڼا کې د هند په وچه کې، په ځانګړې توګه د نولسمې پېړۍ او د شلمې پېړۍ د لومړیو لسیزو په ترڅ کې وڅېړو، څو دا معلومه شي چې پورته ذکر شوې ادعاوې د افغانستان په اړه تر کومه بریده ریښتیني او د منلو وړ دي.
د ژباړونکي تبصره: له ډېرې مودې را هيسې یوه ډله پروژه یي خلک په غربي هېوادونو کې را پورته شوي دي او د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ویاړ، سرښندنې، مېرانې، قربانۍ او تاریخ د تحریفولو او جعل کولو په لټه کې دي. له دې ډلې څخه یو ډاکټر زمان ستانېزی دی چې دی اصلآ په دې برخه کې تخصص نلري او په تلویزونونو کې کله ځان سیاسي مبصر، کله د اسلامیاتو متخصص، کله د ادبیاتو او ژبپوهنې متخصص معرفي کوي او غواړي چې د افغانستان ملي افتخارات تحریف کړي. څو موده وړاندې ډاکټر ستانېزي او ورسره نور د افغانستان د ملي مسایلو ضد عناصر یو ځای شوي او یوه پروژه يي انجیو یې د « انجمن تاریخ افغانستان » په نوم جوړه کړې ده او په ګډه په دوو اساسي او ملي مسایلو کار کوي تر څو راتلونکي نسل ته تاریخ تحریف او جعل کړي.
لومړی: د افغانستان د استقلال مسئله یوه افسانه او غیر واقعي بولي.
دویم: احمدشاه بابا د اوسني افغانستان بنسټ اېښودونکی نه ګڼي.
د ډاکټر صاحب عبد الله کاظم دا لیکنه یولس برخې لري او ټول هغه شبهات او بې ځایه ادعاوې چې یاده پروژه یي انجیو یې د افغانستان د ملي مسايلو په اړه لري د تاريخي اسناد پر بنسټ رد کړي دي او راتلونکي نسل ته یې روښانه او واضحه تاریخ لیکلی دی. سربېره پر دې شپاړس نورې مهمې او تاريخي مقالې د مطرحو اومتخصصو مورخینو لخوا په همدې تړاو لیکل شوي دي چې په مسلسله توګه په ترجمه او خپرې شي، تر څو ددې انجیو اصلي اهداف برملا او خنثی شي. ژوندی او متحد دې وي زموږ ګران هېواد افغانستان.
د لومړۍ برخې پای
Comments are closed.