شخصيتي ګډوډي

ليکنه: عزيز خان بريڅ ژباړن: غونډې پاسون

33

شخصيتي ګډوډي (Personality Disorder)

ستاسې د فکر کولو، احساس کولو او چلند کولو ځانګړی طرز ستاسې شخصيت (Personality) بلل کېږي. نو که تاسې د خپل فکر زاويه بدله کړئ، ستاسې احساسات به هم بدل شي، او کله چې احساسات بدل شي، د چلند طريقه به هم بدله شي او له دې سره ستاسې شخصيت هم بدلوي.
لکه څنګه چې زموږ بدن د بېلابېلو ناروغيو ښکار کېدای شي، همداسې زموږ شخصيت هم د ډول ډول ګډوډيو (Disorders) سره مخ کېږي. د دې تر ټولو مهم عوامل زموږ چاپېريال، موروثي جيني عوامل، د ماشومتوب نيمګړتياوې، او د ځوانۍ په عمر کې ټولنيزې محرومۍ دي.
کله چې بدن ناروغ شي، موږ ته ژر خبر راځي، خو کله چې زموږ په شخصيت کې درز پيدا شي، نو موږ ته ډېر ناوخته يا هېڅ نه څرګندېږي. اکثره خلک خو په دا په ټول ژوند نه پوهېږي چې د دوی په شخصيت کې درزونه شته، او همداسې د خراب شوي شخصيت تر اغېز لاندې ټول عمر تېروي.
که څه هم زموږ شاوخوا خلک دا درزونه په اسانۍ سره ويني، خو موږ خپله دا هېڅکله نه منو چې زموږ شخصيت بې‌توازنه يا ګډوډ دی، يا موږ د Personality Disorder ښکار يو. ځکه زموږ شخصيت (فکر، احساس او چلند) د ذهن او دماغ تر واک لاندې وي، نو موږ د خپل ذهن پرېکړې همېشه سمه ګڼو.
نه يوازې دا چې موږ خپله ګډوډه شخصيت سمه بولو، بلکې د همدې ناسمې شخصيت پر بنسټ د نورو خلکو شخصيت هم سنجوو او پرېکړې پرې کوو.
لکه څنګه چې د بدن د ناروغۍ لپاره موږ د ډاکټر درمل اخلو او روغېدلای شو، همداسې موږ د خپل شخصيتي Disorder نه هم هغه وخت خلاصېدای شو، کله چې موږ پرې پوه شو چې دا څه شی دی، د دې ريښې زموږ په ذات، وراثت او چاپېريال کې چيرته دي، او دا کومې بڼې لري.
کله چې موږ د Personality Disorder بېلابېل اړخونه وپېژنو، نو بېرته د يو متوازن او سالم شخصيت پر لور د تګ توان پيدا کوو.
دلته زه د Personality Disorder بېلابېلو اړخونو ته يو لنډ اشاره کوم. که چا ته د تفصيل غوښتنه وي، کولای شي د بېلابېلو کتابونو او انټرنېټ له لارې معلومات ترلاسه کړي.

د شخصيتي ګډوډۍ (Personality Disorders) ډولونه؛
۱ ــ Cluster A (کلسټر A) شخصيتي ګډوډۍ
a) Paranoid Personality Disorder (شکمن شخصيت ګډوډي)
دغه خلک پر خپلو شاوخوا کسانو، ملګرو او آن خپلوانو باور نه کوي.د نورو حرکات او خبرې ډېر له نږدې څاري او د هغوی د نيتونو د پوهېدو هڅه کوي.
b) Schizotypal Personality Disorder (سکيزوټايپل شخصيت ګډوډي)
د خبرو توازن له منځه تلل، د ځان ډېر څرګندول، په چلند کې بې‌ثباتي او د شکونو تر اغېز لاندې ژوند کول.
c) Schizoid Personality Disorder (سکيزوئيد شخصيت ګډوډي)
له خلکو سره محدود ټولنيز اړيکې، د ټولنيزو فعاليتونو نه خوښول، او د دې فعاليتونو بې‌معنا ګڼل.

۲ ــ Cluster B (کلسټر B) شخصيتي ګډوډۍ
a) Histrionic Personality Disorder (نمايشي شخصيت ګډوډي)
ژر احساساتي کېدل، او له خلکو نه د تلپاتې پام، مينه او ستاينې تمه کول.
b) Narcissistic Personality Disorder (خودپسند شخصيت ګډوډي)
د ځان‌محورۍ شدېد احساس، د خپل انځور يا تصوير سره مينه، او د نورو سره د عاطفې کمزورۍ.
c) Antisocial Personality Disorder (ضد اجتماعي شخصيت ګډوډي)
د قوانينو نه منل، دروغ ويل، غلا کول، او د وړو خبرو پر سر ژر غوسه کېدل.
d) Borderline Personality Disorder (سرحدي شخصيت ګډوډي)
احساساتي بې‌ثباتي، د ځان‌وژنې يا انتقام فکرونو کې سکون موندل، ضد، هټ دهرمي، اوږده قهرونه، او د ځان پر محور تمرکز.

۳ ــ Cluster C (کلسټر C) شخصيتي ګډوډۍ
a) Avoidant Personality Disorder (ګريزمن شخصيت ګډوډي)
له ملګرو او خپلوانو ځان لرې ساتل، زيات شرم، او د هر ډول نيوکې نه زغمل.
b) Dependent Personality Disorder (وابسته شخصيت ګډوډي)
د ژوند د اړتياوو او امنيت لپاره په نورو بې‌ځايه تکيه کول، د ځان باور له لاسه ورکول، د يوازيتوب ويره، او د راتلونکي په اړه بې‌باوري.

دا ټوله . شخصيت د ګډوډيو لنډه پېژندنه وه.کله چې انسان دا وپېژني، نو د ځان د سمون او تعادل لور ته ګام اخيستلی شي، ځکه چې پوهه او ځان‌خبرتيا د هر بدلون لومړی شرط دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.