د ښاغلی نصرت څو څلوریځې

310
جلوې
ښايست ته دې حيران يمه ښکلا ته دې حيران يم
اې ګله د سرکو شونډو خندا ته دې حيران يم
جلوې د اننګو دې راخورې دي تورو شپو کې
تيارو کې ددې ښکلي مخ رڼا ته دې حيران يم
جنګ
له جګړو سره مې جنګ دی
نفرتو سره مې جنګ دی
چې تعصب لري په زړه کې
له هغو سره مې جنګ دی
محبت
راځۍ نړۍ کې فلسفې د محبت خورې کړو
کلو کوڅو کې قافلې د محبت خورې کړو
راځۍ ملګرو چې بتان د نفردونو مات کړو
په هره خوا خوږې وږمې د محبت خورې کړو
رڼا
بیا پسرلی شو دنیا وځلیده
د تورو شپو زړونه سوري سوري شول
د سحر سپینه رڼا وځلیده
وطنه!
ستا د دنګو غرو ګلونه ښکلي دي
ډیر دې د باغو ګلونه ښکلی دي
یو دې د نرګس د ګل ثاني نشته
بل دې د شبو ګلونه ښکلی دي
شبو!
د لاله ګلونه ناڅي په ګلزارکي
د نارنج د ګلو زور دی ننګرهار کې
د سپرلي مشاطې و لونل ګلونه
د شبو فرش غوړیدلی هره لار کې
افغان يم
مه مې وژنه بې ګناه يمه افغان يم
زه د خپل وطن بچی يم مسلمان يم
شپه او ورځ په خپلو وينو کې لمبېږم
د هر چا د نفرت ښکار يم په فغان يم
د ګل پر شونډو ښکلا وځلیده
https://af.dawatmedia24.com/?p=174133

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.