ډیری افغانان چې آلمان د منلو او پنا ژمنه ورسره کړې وه، دغه هېواد ته له سفر وړاندې مړه شوي دي

217

آلماني رسنیو راپور ورکړی چې نږدې ۵۰ افغانان چې آلمان د منلو او پنا ژمنه ورسره کړې وه، دغه هېواد ته له سفر وړاندې مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا اطلاعات د آلمان حکومت د دې هېواد د کیڼ اړخي ګوند پارلماني ټيم ته ورکړي، چې ښيي نږدې ۵۰ افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله له سفر وړاندې مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه افغانان د تاوتریخوالي پېښو له امله چې زیاته برخه یې په خپل مرګ دي، مړه شوي دي، خو تراوسه یې د هویت او ځای په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.

د جرمني فدرالي پارلمان کې د کیڼ اړخي ګوند استازې کلارا بونکر پر حکومت د افغانانو د انتقال بهیر د ځنډ له امله نیوکه کړې، چې د پنا ژمنه ورکول شوې وه.

کلارا بونکر د آلمان له دولت غوښتي، چې د مړو شویو افغانان شمېر معلوم کړي او دا په ډاګه کړي، چې په کومو شرایطو کې د څه له امله مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې یو شمېر اروپايي هېوادونو سربېره د امریکا متحده ایالاتو هم د افغانانو د تخلیې او پنا بهیرونه ځنډولي او یا ورو کړي دي، چې له امله یې سلګونه زره خطر سره مخ افغانان په ناڅرګند حالت کې ایسار دی.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.