د وطن حاله

نصرت الله نصرت

28

دکار نه شتون مو وژني، بېکاري سوله بل رنګه
دګل په شان ځوانان مو ټوله ولاړه
مرور د وطن حاله، زورور دوطن حاله
ناخبر دوطن حاله، مرور دوطن حاله
دګل په شان ځوانۍ سوي پکښي خاوري

دغم په ټال ټالیږم، دغم دوطن حاله
نن ځــم دوطــن حاله، کرغیړن د وطن حاله
دسرو وینو پرلاره ځي، ځوانان د وطن حاله
ای دل بند د وطن حاله، سربیرن د وطن حاله
دګل په شان ځوانۍ سولي، خزانه خزان دوطن حال

ماښام ته په رنګ رنګ رنګینیږي، رنګ رنګ دوطن حاله
ګلرنګ دوطن حاله، ستا پر قدمو باندي قدم د وطن حاله
دم دم د وطن حاله، لاس بند دوطن حاله
دګل په شان رنګېږي په سرو وینو
غم رنګ د وطن حاله

دکار نه شتون مو وژني، بېکاري سوله بل رنګه
نن ملا ده که سبا ده، انصاف وکه ناروا ده
په شعر درته وایم، کني مخامخ سزا ده
پرخلګو وس راغلي، دا ګنا ده
زموږ په برخه کي راغلي، مُدام دغه بقا ده

دیو وطن فرزندان، دیو وطن وو بچیان
هلته شیطان وو، هلته انسان وو
دلته “نصرت” وار خطاء، هلته توپک وار خطاء
هم سو قلم په ژړا، هــم سو وطن په ژړا
چي لاس دي ولړزیږي، سي به مین په ژړا.

نصرت الله نصرت

خپل کور : زابل

۲۰۲۶

د وینو حساب

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.