د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو ورښتونو او تالندې له امله ۶ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې په وینا، دغه پېښې د هېواد په شاوخوا شلو ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
د معلوماتو له مخې، وروستیو سېلابونو درانه مالي زیانونه هم اړولي، چې پکې ۱۳۹ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ نور په نسبي ډول زیانمن شوي دي. همداراز څه باندې ۱۲۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې سېلابونو څه باندې ۱۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او شاوخوا ۱۰ کیلومتره سړک هم ویجاړ کړی دی.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د وروستیو ورښتونو، سېلابونو او تالندې له پیل راهیسې ټول ټال ۴۸ کسان وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.
سره له دې چې یو شمېر نړیوالو بنسټونو سېلاب ځپلو سره د مرستې ډاډ ورکړی خو افغانان غوښتنه کوي چې دوی ته دې پر وخت او پوره رسېدنه وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.