د طالبانو خلاف په نامه اپوزيسيون ، ډلی ټپلی او دهغوی نامعلومه راتلونکی

ليکوال: نجيب اڅکزی

213

د طالبانو خلاف په نامه اپوزيسيون ، ډلی ټپلی او دهغوی نامعلومه راتلونکی 

د طالبانو د راتګ څخه وروسته او له هغه څخه څه موده مخکی دغنی د فاسد حکومت زياتره غړی ، د پارلمان استازي ، جهادی قوماندانان او دهغوی مشران ، د پنچشيريانو قومندانان ټولو په داسی تيښته خپل کورونه پريښودل او بهرني هيوادونو ته یی ځانونه ورسول تابه ويل چه بس سرجلاد په پسی دی او سریی پری کوی .
په دی تښتيدونکو قومندانانو او حکومتي چارواکو کی هغه کسان هم لکه عطا نور ، الله ګل مجاهد او نور جهادی او نظاری لنډه غر چه د غنی د حکومت په وخت کښی یی حکومت ته تهديدونه جوړ کړی و او ويل یی چه په لس دقيقو کی ارګ ټول محاصره کوی او نيسي یی شامل و او دهغوی زياتره یی ګاونډی هيواد ازبکستان او تاجکستان ته په ډيره بيړه او ويره واوښتل . هغوی پر هغه غلا سوو پيسو سربيره چه د کرزی او غنی په حکومتونو کی یی په معامله او جناياتو راټولي کړی وی غوښتل حکومتی اسلحی او موټران هم له ځان سره يوسی . خو ګاونډي هيوادونو ازبکستان او تاجکستان د اسلحی او موټرونو د وړلو اجازه ورنه کړه خو د پيسو ډک بکسونه اوبوجيو ته یی اجازه ورکړه .
دغه حکومتی کسان له څه مودې تم کيدلو څخه وروسته په ازبکستان او تاجکستان کی د طالبانو له ويری او ډار څخه دغه هيوادونه هم پريښوول او زياتره یی ولاړل ترکئيی ته او هلته یی ځانونو او د کورنيو غړوته د هغه هيواد اقامی واخيستې او ځانونو ته یی قيمتی کورونه واخيستل . ددی ډلی څخه يو تعداد داسی کسان هم چه څوک د پارلمان استازی و څوک د کابينې وزيران و خو د امريکا او آروپایی هيوادونو پاسپورټونه یی درلودل او هغوی خپلو کورونو او فاميلونو ته ستانه سول .
دی تښتيدلو پخوانی حکومتي چارواکو او لویی جرګی استازو چه زياتره یی پخوانی جهادی قوماندانان او دهغوی حاميان و فکر کاوه چه له دوی سره به امريکا او آروپایی هيوادونه د پخوا په شان بيا هم ولاړ په ډالرو او يورو به یی ملاتړ کوی په دی فکرکی سول چه ډلی ټپلی جوړی او ځانونه د افغانستان د اوسنی حکومت اپوزيسيون اعلان کړی او په راتلونکی کښی ددی لاری وتوانيږي د بهرنی ملاتړ په مټه د طالبانو سره په ګډ حکومت کښی بيا واک ترلاسه او په دی توګه خپلی نامشروع دارایی ګانی او کورونه چه ټول یی د غصب پرمځکو جوړی سوی وساتلای سی . ددی پرځای چه د افغان کړیدلی در په دره او بيوزلی ملت غم ورسره وي .
پنجشيری نظاری دغلو او معامله کوونکو ډله چه فضل احمد معنوی ، بسم الله محمدی ، يونس قانونی ، صلاح الدين ربانی، اونور . او پردی سربيره قاتل او جنايتکاره دوستم ، محقق او يو تعداد د پخوانی پارلمان استازی جهادی قومندانان هم پکښی و په ترکيه کی يوه ډله د افغان ملي نجات په نامه جوړه کړه . بل پلو هزاره ګانو لکه سروردانش او کريم خليلي خپل په نامه ګروپونه جوړ او د سياسی حرکتونو په نامه یی دموجوديت اعلان وکړ. پخوانی دبهرنيو چارو وزير حنيف اتمر ، او د دفاع وزارت مرستيال شامحمود میاخیل خپل ګوندونه اعلان کړه .
يو تعداد هغه ميرمنو چه زياتره یی د غنی او کرزی حکومتونو په وخت کښی په کورنيو او بهرنيو موسسو کی په کار بوختې وی په يوه اوبل نامه له افغانستان بهرنيو هيوادونو ته ځانونه ورسول . دافغان ميرمنو د حقوقو دمدافعينو ډلی اعلان کړی چه په هغوي کی د پارلمان ځينی غړي لکه فوزيه کوفي ، شکريه بارکزی او نوری هم شاملي دی . خو په افغانستان کښی ميرمنې او پيغلې ددغه په نامه دښځو دحقوقو دمدافعينو په آدرس ښه نظرونه نه لری او وایی چه زياتره دغه ميرمني معامله ګری او دخپلو شخصي اهدافو لپاره هرڅه کوی. خو افغان ميرمنو ته یی هيڅ کومه ګټه نه ده رسيدلي .
دا ډلی ټپلی چه د ۲۰۲۲ م کال راپه ديخوا کله ترکيه کښی ، کله اطريش، کله نورو هيوادونو کی یی دوه دری ځلی مجلسونه رابللی ترڅو په دی وتوانيږي چه خپله يوه تګلاری يا سياست وټاکی ياخو د طالبانو له حکومت سره خبرو اترو ته لاره هواره کړی په دی نه دی توانیدلی چه حتی يو دبل خبره يا خو واوری او يا سره په يو ږغ سی . دترکئيی په استامبول ښار کښي دپه نامه د افغانستان د ملي نجات ډلی چه زياتره یی پنچشيری قومندانان او جهاديان دی د دوی او نورو ترمنځ غونډی په لفظي او آن وهلو ټکولو سره ګډې وډی سوی او پای ته رسيدلی .
چه پسله دغسی پيښو دغه ډلی پريکړه وکړه تر څو په انلاين ډول د ويډيو غونډه جوړه او خپل نظرونه سره بيان کړی چه هغه هم په شخړو او بدو ردو پايته رسيږی يا خو پکی د نورو هغه افغانانو په آدرس بدرد ويل کيږی چه د دوی مخالفت کوی . د افغانستان د ملی نجات ډله هره ورځ په پوچو او ښکرورو درواغو داسی خبرونه خپروی او د وټساپ يا مسنجر له لاری یی خپروی چه ګواکې د طالبانو پر مسلحو ډلو يا موټرونو یی حملی کړی او هغوی یی له منځه وړی . ياخو د چاودونو او نورو دروغ خبرونه دی چه خپروی یی او له دی لاری غواړی هم د افغانانو او هم نړيوالو په سترګو کی خاوری وشيندی .

دا ډله او نوری چه اوس نږدی د ګوتو په شمير کسان پکی پاتی او نور زياتره افغانان یی په نيغه مخالفت کوی په ډيرو بدو او زښتو الفاظو يي يادوي په دی هم پوه سوی چه بهرنی هيڅ کوم هيواد یی نه ملاتړ کوی او نه به ددوی مرستی ته راودانګی .

ددی ډلو ټپلو زياتره غړی لکه محمد محقق ، کريم خليلي ، احمد مسعود او نور بيا په خپلو شخصی هلو ځلو کښی کله د پاکستانی استخباراتو آي ايس آی ، يا ايرانی استخباراتی کړيو سره ليده کاته کوي او غواړي په يوه نه يوه لاره د طالبانو د حکومت سره د نورو نه مخکی د ليدلو کتلو زمينه مساعده او په دی ډول د طالبانو په حکومت کی ځانته ځای پيدا کړی چه دی هلو ځلو هم تراوسه کومه خاصه نتيجه نه ده ورکړی .
د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی خاص استازی ډاکتر زلمی خليلزاد په څو څو واره دا خبره تکرار کړی چه د غني او کرزی نااهله او فاسدو حکومتونو چارواکو ، جهادی قومندانانو او پارلمان استازی چه اوس په يوه اوبل هيواد کښي سره راغونډيږي غواړی ځانونه په دی ډول يو ځل بيا مطرح کړی مګر دوی خپل ډير چټله آزموينه او امتحان هم ټولو افغانانو او نړيوالو ته په تيرو شلو کلونو کي ورکړ . نړيوال او په تيره بيا د امريکا حکومت به بيا هيڅ کله ددوی ملاتړ ونه کړی . دوی که چيری په رښتيا هم غواړی د خپل هيواد او خلکو لپاره کوم کارويا خدمت وکړي دوی بايد ولاړسی او د افغانستان دننه د طالبانو سره کښيني او د هغوی سره خبری وکړی . خو له دی امله چه ددغه ډلو غړی په وژنو ، جناياتو ، غلا او چپاول تورن او نوری چټلی دوسيی لری او يا به یی طالبان پوښتنی ګرويږنې ته راوبولي نه سی کولای افغانستان ته ولاړسی .
دی او نورو مهمو سوالونو ته په کتلو داسی معلومیږی چه دغه ډلی ټپلی او دهغوی ټول غړی چه د افغانانو په منځ کښی سخت منفوره دی په راتلونکی کښی هيڅ چانس نه لري ترڅو په نويو حکومتونو يا سياست کی ځای ولري .
له دی امله دی چه په افغانستان کی دننه افغانان د کرزی او غنی حکومتونو دټولو چارواکو لوړی او ټيټې کچي مامورينو ، پارلمانی معامله ګرو استازوپه پرتله او دهغوی هغه ناوړه کارونو او جناياتو ته په کتو سره د طالبانو نننی اداری او حکومت ته ترجیع ورکوي .
حقايقو او شواهدو ته په کتلو ددغو ډلو ټپلو غړی زياتره یی د افغانستان د ګاونډی هيوادونو يا نورو لويديځو هيوادونو د استخباراتي کړيو سره تړاو لری . چه دغه مسايل حتی ددغو ډلو د غړو ترمنځ په لفظي شخړو کی په ترکيه ، اطريش او نورو هيوادونو کی د دوی د غونډو په وخت کی راپورته سوي او يوبل ته ويل سوي دی .

دپورته ليکنی په اساس ويلای سو چه د اسلامی امارت په وړاندی نن ورځ هيڅ کوم سياسی بين الافغاني اپوزيسيون چه د وطنپالنی پراساس جوړ او افغانانو ته د خدمت کولو جوګه سی نسته .
نور بيا .

 

Donate زموږ مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.