د طالبانو څلور کاله؛ د ایډیالیزم او ریالیزم تر منځ جګړه

شاه محمود میاخېل

178

له بده مرغه، افغانان د څو لسیزو راپدیخوا د ایډیالیزم او ریالیزم تر منځ په جګړه کې بوخت دي[1]. ایډیالستان د ټوپک او برچې په زور خپل سوچ او فکر د واقعیت په نوم په نورو تحمیل کوي. خو ریالستان بیا وایي چې د انسان د فکر او سوچ نه په غیر هم واقعیتونو شتون درلود او باید واقعیتونه د ټولنې د عیني شرایطو په اساس درک او د حل لار ورته پیدا کړل شي.

دې کې شک نشته چې د هرهیواد په سیاسي تحولاتو کې کورني، سیمه ایز او نړیوال فکتورونه رول لري او افغانستان د نړۍ د نورو هیوادونو نه مستثنې نه دی. ډیرو هیوادونو د خپلو ستونځو د حل لپاره لارې چارې پیدا کړیدي، نو ځکه هغه هیوادونه د دنیا په پرمخ تللو هیوادونو کې حسابیږي او یا لا اقل په هغه هیوادونو کې نسبي ارامې او ثبات راغلې دی.

د هغه هیوادونو ولسونه او سیاسیون چې په دې نه دي توانیدلي چې خپلو ستونځو ته د حل لارې چارې پیدا کړي، هغوي په داخلي کشمکشونو کې ښکیل پاتي او د جنګونو او رژیمونو د ادلون بدلون په خبیثه دایره کې راګیر دي. اکثره سیاسي ډلې د سیمې او نړیوال رقابتونو وسیله ګرځیدلي او ولسونه د دغه رقابتونو قرباني شویدي.

د دنیا په هیڅ یو ملک کې ایډیال حالت نشته. د پرمخ تللو هیوادونو ستونځې هم پرمختللې دي خو توپیر دا دی چې پرمخ تللي هیوادونه کوښښ کوي چې د خپل ولس د خیر لپاره خپلو ستونځو ته د حل لارې چارې پیدا کړي. خو په هغه ټولنو کې چې استبدادي رژیمونه او ډلې حاکمې دي، هغوي تمرکز د قدرت په ساتلو دی نه د ولس د خیر لپاره د حل لارې چارې لټول.

افغانستان د هغه هیوادونو په قطار کې دی چې واکمنو یې د ولس د خیر لپاره تر اوسه داسې لارې چارې نه دي پیدا کړي چې په ټولو برخو کې ثبات رامنځته شي. د دې یو دلیل دا دی چې د تبلیغیانو خبره په واکمنو، سیاسیونو او ولس کې د مثبت تغیر اراده نشته او ولس فقط تغیر د تغیر لپاره غواړي. هغه مشهوره متل دی چې وایي که غر هر څومره لوړ وي،‌ خو په سر یې لار شته. که اراده د جوړیدو وي، که مسایل کې هر څومره مشکل  او پیچلې هم وي، د حل لارې چارې ورته پیدا کیدلې شي.

د افغانستان تیر تاریخي شالید ته په کتو، په هر تحول کې فرصتونه، چلینجونه او ستونځې موجودې وې خو واکمنو او هم ولس د فرصتونو نه ګټه نه ده اخستې او فرصتونه یې په بحران بدل کړیدي. د افغانستان واکمنانو که په هر نوم او شکل تر اوسه قدرت نیولې، خو په دې نه دي توانیدلي چې د افغانستان د سوکالې او ثبات لپاره داسې فرموله رامنځته کړي چې افغانستان د بحران نه وکاږي او د دایمي ثبات په پټلې حرکت وکړي.

د واکمنانو اسانه حربه همدا ده چې خپل ولس وځپي او د ناکامیو پړه په بهرنیانیو ور واچوي. دې کې شک نشته چې بهرنیان رول لري خو دا رول یې د افغان واکمنو د بیکفایتې له امله لوبولې دی.

د ټولو لویو او وړو مسایلو د حل لپاره تر هر څه د مخه د ستونځو په نښه کول او منل مهم دي. تر څو افغانان خپلې ستونځې ونه مني، د کاذب غرور نه راونه وځي، نو نشي کولاې چې خپلو ستونځو ته د حل لارې چارې پيدا کولې. له بده مرغه زیات افغانان او په خاصه توګه واکمنان د Denial یا د واقعیتونو د نه منلو په مرض اخته او په دې فکر و یا دي چې بهرنیان به د دوی ستونځو ته د حل لارې چارې پیدا کوي. همدا د ټولو نه لویه اشتباه وه او ده.

د دې لپاره چې منصفانه قضاوت وشي، تر هر څه د مخه دا مهمه ده چې د طالبانو د حاکمیت په څلورو کلونو باندې رڼآ واچول شي او لاندې سوالونه مطرح شي.

د طالبانو څلور کلنه دوره کې امنیت او مشروعیت؟

افغانان په داخل او بهر کې د څه ډول ستونځو سره مخامخ دي؟

د طالبانو مسلح او غیر مسلح سیاسي مخالفین په کوم وضعیت کې قرار لري؟

د سیمې او نړۍ سیاست د افغانستان په اړه په کومه خوا روان دی؟

اکثریت افغانان د خپل هیواد د ثبات او د ولس د هوساینې لپاره څه فکر لري؟

د اکثریت افغانانو لپاره لوی مؤخې څه دي؟

د دغه مؤخو د لاسته راوړو لپاره څه پکار دي؟

البته دغه ټولو پوښتنو ته ځواب زیات تفصیل او تحقیق ته اړتیا لري خو دلته زه خپل نظر په اجمالي توګه څرګندوم. زما نظر په تیرو څلور کلونو کې د ډیرو افغانانو سره د لیدو، سفرونو، کنفرانسونو او غونډو کې برخه اخستنې، اړیکو او هم د ټولنیزو، چاپي، صوتي او تصویري رسنیو د معلوماتو په اساس دی.

د طالبانو څلور کلنه دوره کې امنیت او مشروعیت؛

د یوې واکمنې ډلې لپاره څلور کاله په سیاسي لحاظ اوږده موده ده.‌ په اکثره ولسواکه نظامونو کې د صدراعظم یا جمهور رئيس د ریاست موده څلور او یا پنځه کاله وي.‌ که یوکس او یا یو حاکم ګوند په خپله لومړنې دوره کې مثبت پرمختګ ونه لري، نو په دویمه دوره کې هم ډیر څه نشي کولې.

د شیرشاه سوري دوره په هند کې پنځه کاله وه خو تقریبا شپږ سوه کاله روسته هم د شیرشاه سوري د وخت کړنې یادیږي او په ډیرو برخو کې هغه مهم تحولات د هند په نیمه وچه کې رامنځته کړل.

د طالبانو د واکمنې لومړنې پنځه کلنه دوره د ناکامې سره مخامخ وه ځکه د حکومتولې لپاره یې فرموله نه درلوده. د طالبانو تیره دوره هم لکه د اوس غوندې د احوال شخصیه په مسایلو مصروفه و.

د تیرې او اوسنې دورې مهم توپیر دا و چې هغه وخت کې داخلي جنګونه و، ټوپک او پاټک سالاري وه او محلي زورواکو ولس ته خدمات نه عرضه کول بلکې د ولس په اوږو بار و. د طالبانو نه هغه وخت د ولس د توقع هم په ټیټه کچه وه.

د طالبانو دویمه دوره کې ډیر زیات تفاوت شتون لري. د طالبانو نه مخکې یو نظام موجود و. که په نظام کې ستونځې وې، خو په هره برخه کې یې ولس ته خدمات هم عرضه کول. دا ځل طالبان په ډک کور ننوتل او د دوی مشران په خصوصي مجالسو کې اقرار کوي چې د جمهوریت په وخت کې ډیره ابادي او پرمختیایي کارونه شویدي چې دوی هیڅ فکر نه کاوه. په دې خاطر، په دې دوره کې د خلکو توقعات د طالبانو نه د تیرې دورې په تناسب زیات دي. د قدرت نیولو نه مخه هم طالبانو خلکو ته کاذب امیدونه ورکړل او د خلکو توقعات یې پورته یوړل. خو د قدرت نه روسته، هغه خبرې د یخ په مخ لیکل و او بس.

د طالبانو لخوا او هم د طالبانو د مخالفینو لخوا د امنیت او مشروعیت لفظونه ډیر استعمال شول او استعمالیږي. امنیت او مشروعیت سره تړلي‌ دي. مشروعیت د قانون په اساس د ولس د ارادې نه رامنځته کیږي نه د بهرنیانو سره د مثبت یا منفي تعامل له لارې.

 د امنیت تعریف په یوه ټولنه کې په فزیکي، رواني او بشري برخو کې خوندیتوب ته وایي چې ولس بې له ویرې او ګډوډې په ټولنه کې ژوند وکړي. یعنې امنیت یوازې فزیکي خوندیتوب ته نه وایي بلکې سیاسي، ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب دی.

د ټولو اسلامي او غیر اسلامي معاصرو او قدیمو پوهانو له نظره په ټولو برخو امنیت او پرمختګ هغه وخت رامنځته کیږي چې حکومتولي ښه شي. د حکومتولۍ تعریف دا دی چې په یو هیواد کې چې په ټولو برخو کې هره پریکړه کیږي، ولس باید په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه په پریکړو کې برخه ولري. د حکومت، ټولنې او ولس (افرادو) مسوولیتونه د قانون له مخې تعریف کیږي. ولس او هم چارواکي د قانون له مخې یو بل ته مسوولیت لري. یعنې حکومتولي په ټولو ملي مسایلو او پریکړو کې د ولس د مشارکت او حساب ورکولو پروسه ده.

دا چې طالبان په دې دوره کې هم د حکومتولې لپاره کوم پلان نه لري او یوازې د دې لپاره پلان لري چې څنګه ولس سرکوبه او په زور حکومت وکړي،‌ د ولس توقعاتو ته په هیڅ صورت ځواب نشي ویلې. هو! په دې دوره کې طالبانو ځینې نوې تکتیکونه د شکنجې او مخالفینو د ټکولو یاد کړي.

په اکتوبر ۲۰۲۱ز کال کې په یوه مقاله کې چې د متحده ایالاتو د سولې انستیتوت خپره کړې وه، لیکلي و چې د طالبانو لپاره د جنګ نه حکومتولې سخته ده[2].

د پورته تعریفونو او زیات وضاحت لپاره لږ نور بحث ته هم اړتیا ده.

د څلور کلونو نه روسته، اوس هم د طالبانو اداره د مؤقتې ادارې په نوم یادیږي. د طالبانو اداره د کابل او کندهار په ادارو ویشل شویده. د طالبانو مهم چارواکي په علني توګه او هم خصوصي محافلو کې د خپلو مشرانو د پریکړو نه سر ټکوي. د روابطو او خویش خورې په اساس، د محدودو ملایانو او د هغوي د خپلوانو ریسایکلنګ  (Recycling)  په تقرر او تبدیل کې روان دی. د افغانستان تعلیمیافته قشر بیکاره او یا د هیواده نه کوښښ کوي چې ووځي ځکه د لوړو وزارت د وزیر په قول، تقرر باید د بمونو او زیاتو بشکو الوزولو په اساس وی نه د تعلیم او تجربې په اساس.

د طالبانو هوښیارتیا په دوه مسلو کې ده. که مشران یې هر څومره د یو بل نه خفه هم دي، بیا هم په دې پوهیږي چې د شدید مخالفت له امله ټول تاوان کوي او د دوی قدرت د چیلنج سره مخامخ کیږي. ځکه هر یو د خپل قدرت د بقا په خاطر کله سره پخلا او کله  سره خفه وي خو عملي اقدام د یو بل په ضد نه کوي. دا چې دا حالت به څومره دوام وکړي، معلومه نه ده. خو موجوده حالت، د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره څه ګټه نه لري. دویمه مسله چې طالبان پکې مؤفقه دي، هغه د بیلابیلو هیوادونو سره د استخباراتي منفي تعاملاتو د راز پټ ساتل دي.

د طالبانو مشر، که هماغه د کچلاغ ملا هیبت الله وي، تر اوسه خلکو نه دی لیدلې او ځان یې د ولس نه ستر کړیدی. حتی خپل وزیران او والیان یې هم نشي لیدلې. په یویشتمه پيړۍ کې او هم په صدر د اسلام کې د دا ډول واکمنې بیلګه شتون نه لري چې مشر یې د خلکو نه پټ وي. د دوی لومړنې مشر، ملا محمد عمر هم د خلکو نه پټ نه و. که عکسونه یې نه اخستل خو خلکو د نږدې نه لیدلې شو.

د طالبانو په دویمه دوره کې د تیرې دورې په پرتله دروغ ډیر زیات ویل کیږي او فساد (اداري او اخلاقي) هم اوج ته رسیدلې دی. ویډګانې او بیلګې یې زیاتې دي. طالبان مشهوده جرایم او اختلاف په ډیره ساده ژبه تکذیبوي. لکه چې اکثره یې وایي چې په افغانستان کې د دوی د راتګ نه روسته هیڅوک د حکومت لخوا نه دي وژل شوي. یا د طالبانو ویاند وایي چې عباس ستانکزی د نیولو د ویرې نه بلکې په اوږده رخصتې تللې دی.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې، فساد په اخره کې عام شو خو په دې دوره کې د اول نه د طالبانو چارواکي په فساد کې ښکیل دي ځکه دوی په خپل راتلونکې باور نه لري. البته د فساد او پيسو پیدا کولو کې تجربه یې هم زیاته شوې او ټول عایداتي مدارک ورته ښه معلوم دي. ډیر هغه شیان چې دوی ورته پخوا ناروا ویل، اوس حلال دي لکه د عکسونو اخستل، تلویزیون، سوشل میډیا استعمال،‌ ټکس اخستل او داسې نور.

طالبانو په څلورو کلونو کې په سیاسي لحاظ پرمختګ نه دی کړې. د  طالبانو د کابینې اکثره غړي د ملګرو ملتونو په تورلست کې دي. د نجونو په زده کړو باندې د بندیزونو له امله د طالبانو درې نور مشران لکه خالد حنفی، نور محمد ثاقب او فریدالدین محمود د امریکا او اروپایي ټولنې په تور لست کې اضافه شویدي. د جرمونو په وړاندې نړیوالې محکمې د طالبانو مشر ملا هیبت الله او شیخ عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړیدی.

د ملي او نړیوال مشروعیت په برخه کې هم طالبان تر اوسه پاتې راغلي دي. د ملي مشروعیت لپاره طالبانو کوم اقدام نه دی کړې او وایي چې ملي مشروعیت ته اړتیا نشته ځکه دوی واک د ټوپک په زور نیولې او په افغانستان قبضه لري. طالبان ولس ته ځانونه د کوم قانون او یا هم د اسلامي نصوصو په اساس مسوول نه ګڼي. دوی زیات د نړیوال مشروعیت په لټه کې دي او هر نړیوال مجلس او غونډو ته زیاته خوشاله وي.

که څه هم د نړیوال مشروعیت نه ملي مشروعیت مهم دی خو بیا هم په نړیواله کچه د طالبانو سره منفي تعامل د پخوا په شان اوس هم شتون لري. طالبانو ته د امریکا نه په هره اونۍ کې د استخباراتي پیسو بستې د داعش د ټکولو په نوم تر اوسه دوام کړیدی.  د طالبانو یو شمیر مشرانو سره مستقیما مرستې د حوالو په توګه تر سره کیږي. که څه هم ځینې قونسلګرې او سفارتونه طالبانو ته سپارل شوي او یوازې روسیې طالبان په رسیمت پيژندلې دي خو د طالبانو سره په سیاسي معادلاتو کې کوم تغیر د سیمې او نړۍ په کچه نه تر سترګو کیږي. افغانستان د انزوا په حالت کې دی او منفي تعامل د اکثرو هیوادونو لخوا د افغانانو د خیر لپاره نه بلکې د خپلو جیوستراتیژيک اهدافو او ګټو لپاره دی.

په افغانستان بانک باندې د امریکا محدودیتونه لرې شوي نه دي. د افغانستان بانک پشتوانه اوس هم د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا کنګل ده. په دیتوګه د افغانستان اقتصادي رشد د ستونځو سره مخامخ دی او د مرستو د کمیدو سره به د ولس ستونځې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د طالبانو د حاکمیت په څلور کلونو کې د فزیکي امنیت په برخه کې هم مثبت او منفي نظرونه شتون لري.  طالبان او ځینې طالب پلوه افغاني سیلانیان چې د بهرنیو هیوادونو نه افغانستان ته ځي، وایي چې امنیت فوق العاده ښه دی ځکه دوی تفریحي ځایونو ته بې له ویرې ځي او خپل عکسونه او ویډګانې د طالبانو د ځینو چارواکو سره اخستلې شي.

خو بیا هغه افغانان چې هلته اوسیږي او په اړیکه کې ورسره یو، هغوي جلا نظر لري. هغوي ازاده بحث او خبرې نشي کولې او حتی د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د فیسبوک په پوستونو شکنجه شوي او وژل شویدي. مثالونه یې ډیر دي. څلور کال د مخه د کندهار د خاشه (فضل محمد) بیرحمه وژل کیدل د خلکو د یاده نه دي وتلي. د کابل او شمال نورو ولایتونو کې د ښځو او نجونو نیول او ښکنجه کول ټول ثبت شویدي. د پکتیکا په جانيخیلو کې یو ښوونکې، د عبدالعلیم خاموش په نوم، د عصري علومو د اهمیت په بیانولو لومړی په دوه کاله او روسته یې پرې د اعدام حکم جاري کړیدی. همدا وضعیت په اروپا کې د پاپانو و چې په ۱۶۳۳ل کال کې ګالیله باندې یې په دې خاطر د اعدام حکم صادر کړ چې هغه د ځمکې د ګرځیدو نظریه وړاندې کړې وه.

یوازې د ملګرو ملتونو د یونما د راپور په اساس د اګست ۲۰۰۱ نه تر مې ۲۰۲۳ز کال پورې د زرو نه زیات کسان چې نومونه یې ثبت شوي، وژل شوي او د ۲۷۰۰ کسانو په شاوخوا کې زخمیان شویدي[3]. په زرګونو نور د طالبانو د راتګ نه روسته لا درکه شویدي چې د هغوي په هکله معلومات نشته او خپلوان یې هم اواز اوچتولې نشي. طالبان وایي چې دوی شخصي دښمنې درلودې خو که شخصي دښمنې یې هم درلودې، دا د دې معنی نه ورکوي چې بې له محکمې دې څوک ووژل شي.

د طالبانو او هم د بشري حقونو د نړیوالو ادارو د راپورنو په اساس، تقریبا شل زره کسان اوس هم د طالبانو په بندیخانو کې دي چې په دغه شمیر کې تقریبا ۱۵۰۰ کسه یې ښځې دي. طالبان وایي چې شپاړس زره نور د دوی د مشر د عفوې په اساس خوشې شویدي[4].

که د جمهوریت د دور په شان، رسنې ازادې پاتې شي او ټولې پېښې د میډیا له لورې بر رسي شي او خلک خپل نظر وویلې شي،  شاید فزیکي ‌امنیت هم د ټولو افغانانو لپاره ښه نه وي. د موسساتو او نړیوالې ټولنې د بیلابیلو منابعو له خوا د پېښوکوم ارقام چې شریک کیږي، جنایي او غیر جنایي پېښو کچه د جمهوریت په اندازه ده. دا چې رسنې ورته پوښښ نه شي ورکولې او خلک هم خپل ږغ نشي‌ اوچتولې، دا جلا خبره ده.

طالبان دا ادعا کوي چې د جمهوریت د وخت نه د پېښو کچه ټیټه ده. که څه هم د جمهوریت په وخت کې د تلفاتو په هکله زیاته مبالغه کیدله. بیا دا سوال مطرح کیږي چې ولې طالبانو شل زره کسان بندیان کړي او ولې د دوی په بندیخانو کې پراته دي؟ که دوی ووایي چې دا جنایي بندیان نه دي نو بیا خو دا سیاسي بندیان دي او د دومره لوی رقم سیاسي بندیانو ساتل پخپله دا سوال رامنځته کوي چې د طالبانو حاکمه ډله د سیاسي مخالفت سره مخامخ ده. که ووایي چې جنایي بندیان دي، نو بیا خو جرمونه کم شوي نه دي. په دې بحث نه کوو چې ایا عدالت په تحقیق او سزا ورکولو کې شته او که نه؟ ځکه د طالبانو هر ټوپک وال هم پولیس دی، هم څارانول او هم قاضي.

 کله چې د امنیت نه بحث کوو، لکه مخکې یادونه وشوله، د امنیت په بحث کې فزیکي، بشري او رواني امنیت شامل دي. فزیکي امنیت هم مخکې طالبانو او د دوی پلوي جنایي ډلو خراب کړې و، خو که د ځینو استاذانو غوندې نمبرې ورکړو نو دا به ومنو چې فزیکي امنیت د دوی په قول د پخوا نه ښه شویدی. اما بشري امنیت او رواني امنیت شتون نه لري. دا چې هره ورځ د بشري امنیت له امله د ماشومانو مرګ میر څومره زیات شوې، هغه جدا خبره ده ځکه همدا ماشومان د سبا ځوانان دي. که امنیت په فزیکي، بشري او رواني برخو وویشو او د سخاوت نه کار واخلو او فزیکي امنیت ته پوره نمرې ورکړو نو د امنیت برخه کې  ۳۳.۳۳ سلنې نمرې ورکولې شو ځکه بشري او رواني امنیت شتون نه لري.

د فساد تعریف دا دی چې د ځان په ګټه د قدرت نه سؤ استفادې ته فساد وایي.

د بشري امنیت په برخه کې فقر او بیکاري د جمهوریت د وخت نه زیاته شوې او کمه شوې نه ده. البته په تیرو څلورو کلونو کې بشري مرستې او هم اوپراتیفي بستې، د جمهوریت د وخت غوندې طالبانو ته دوام درلود. د دې نه برسیره د کانونو او نورو غیر قانوني لارو هم طالبانو زیات عاید راټول کړیدي. اکثره افغانان او په خاصه توګه هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست نه روسته د افغانستان نه وتلې دي، په میلیونو ډالره هره میاشت افغانستان ته لیږلې دي. د نړیوال بانک د ارقامو په اساس، یوازې په ۲۰۲۲زکال کې افغانانو، افغانستان ته تر ۱.۲ میلیارده ډالرو پورې لیږلې دي. دا چې ولې فقر  زیات شوې، علت یې فساد دی او د طالبانو مشران په دغه فساد کې رول لري.

شفافیت په بودیجه او عایدو راټولولو کې نشته دی. په دې هکله کافي ارقام شتون لري. په اولو کې د پاسپورت بیه تر دوه زره ډالرو پورې رسیدلې وه او د طالبانو د پاسپورت ریاست کې فساد اوج ته رسیدلې و چې ویډګانې یې خپرې شویدي. د پاکستان ویزه اوس هم د ۶۰۰-۱۵۰۰ ډالرو پورې رسیدلې ده او دغه فساد کې د پاکستان قونسلګرې او د طالبانو کمیشنکاران لاس لري.

په اخلاقي فساد کې د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو او هغوي پورې مربوطو کسانو ویډګانې راوتلي او په علني توګه د طالب زیاتو مشرانو دوه، درې او څلور ښځې کړیدي چې دا ډول ژوند پخپله مصرف غواړي او دا مصرف د مشروع لارې نشي تامیندلې. د طالبانو زیاتو مشرانو په دوبۍ، ترکیه او پاکستان کې کورونه او بنګلې اخستلې دي.

افغانان په داخل او بهر کې د څه ډول ستونځو سره مخامخ دي؟

 د افغانستان تعلمیافته قشر رواني امنیت نه لري. د ښکته نه پورته اکثره چوکۍ د طالب پلوه ملایانو په لاس کې دي. د ښځو په تعلیم او کار بندیر د طالبانو د اوسنې دورې د ټولو نه لویه جفا ده. د هلکانو لپاره هم د تعلیم کچه د کمیت او کیفیت په لحاظ نهایت زیاته راټیټه شویده. د پوهنتونونو په زرګونو استاذان د هیواد نه ووتل او یا په کور ناست دي. په نصاب کې هم عمده تغیر راوستل شوې او په عوض یې شل زره مدرسې او دارالحفاظونه جوړ شویدي. که همدا وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانانو راتلونکې به د څو نورو لسیزو لپاره د زیاتو ستونځو سره مخامخ وي.

طالبان هم د تیرو واکمنانو په شان د خپلو خلکو په عوض د بهرنیانو مرستو او مشروعیت ته زیات خوشالیږي او د تیرو تجربو د عبرت درس یې نه دی اخستې چې څنګه دوی په لومړۍ دور کې له منځه یوړل شول. دا چې افغانانو ته په خپل هیواد کې په درنه سترګه نه کتل کیږي، نو د دنیا نور هیوادونو نه هم ګیله نه ده پکار چې افغانانو ته په درنه سترګه وګوري.

د ایران او پاکستان نه په بې عزته توګه د افغانانو ویستل، شکنجه کول او مالونو لوټول ښکاره بیلګې دي چې افغانان د کومو ستونځو سره د هیواد نه بهر مخامخ دي. البته نور هیوادونه هم لکه ترکیه، جرمني، امریکا هم بې اسنادو او یا هغه افغانان چې موقتي اسناد لري، نیسي او کوښښ کوي چې په زیاته کچه بیرته افغانستان ته ولیږي. په دیتوګه نه طالبانو ته د سیمې او نړۍ هیوادونه د مشروع واکمنانو په توګه په درنه سترګه ګوري او نه د هیواد نه بهر افغانانو ته په درنه سترګه کتل کیږي.

د طالبانو مسلح او غیر مسلح سیاسي مخالفین په کوم وضعیت کې قرار لري؟

د طالبانو په وړاندې مسلح اپوزیسون په نشت حساب دی ځکه نه اکثره افغانان د جنګ پلوي دي، نه د جنګ لپاره انګیزه، عقبه او پوځي امکانات لکه د مجاهدینو او طالبانو په شان شتون لري. دوه درې جنګې ډلې چې زیات فیسبوکي لاپې شاپې او سپورتونه کوي، په دریو لارو روان دي او مشرتابه یې د افغانانو په منځ کې اعتبار نه لري.

سیاسي مخالفین هم د تیرو څو لسیزو د تجربو، بیکرونډونو او په یو بل د نه اعتماد د درلودلو په اساس سره نه همفکره دي او نه په یوه لار سره تللې شي. زیادتره یې په عوض د دې چې د افغانستان په راتلونکې فکر وکړي، په تیرو ناندریو سره اخته دي. مدني فعالان هم د سیاسیونو نه کم نه دي. د دوی خبرې د افغانانو او هم د نړیوالې ټولنې په منځ کې خپل اعتبار د لاسه ورکړې دی.

که څه هم په تیرو څلورو کلونو کې، سیاسیونو او مدني فعالانو ته موقع ورکړل شوله چې سره منسجم شي او یو واحد غږ د افغانستان لپاره پورته کړي نه خپلو قومي، سمتي او ژبني اجنداو لپاره. د دوی نه هم څه جوړ نشول.

که خلاصه یې کړم، د افغانستان سیاسي او مدني فعالیتونه د طالبانو په ضد نه بلکې د یو بل په ضد دي. په تیرو درې څلور کلونو کې ما په ډیرو مجالسو او غونډو کې چې برخه اخستلې، دوی ته مې ویلي چې په زړو روایتونو او څیرو چې د جمهوریت د سقوط سبب شو، نشي کولې چې منسجم شي او یا په داخل او بهر کې د افغانانو حمایت تر لاسه کړی او هم نړیواله ټولنه ستاسي حمایت په دا ډول پراګنده ډول نه کوي.

دا چې اکثره افغانان په منسجم سیاسي فعالیتونو عقیده نه لري او یا د دې هنر او کمال نه لري چې سره منظم او منسجم کار وکړي، دغه وضعیت د طالبانو د حاکمیت د دوام لپاره ګټور ثابت شویدی. طالبان کوښښ کوي چې نړیوالو، سیمې هیوادونو او افغانانو ته وښایي چې د دوی بدیل نشته دی.

په ظاهره دا خبره سمه ده خو طالبان هم د ټولو افغانانو بدیل نشي کیدلې او افغانستان به همداسې د انزوا په حالت کې وي چې دا حالت د هیچا په ګټه نه دی.

په سیاسي مسایلو کې د هرچا بدیل شته دی او بدیل سیستم رامنځته کوي. د ظاهرشاه په دور کې هم ویل کیدل چې د ظاهرشاه بدیل نشته دی. د داود خان په دور کې هم ویل کیدل چې د داود خان بدیل نشته دی. خلیقانو هم ویلې چې د هغوي بدیل نشته دی. مجاهدینو هم ویلې چې د هغوي بدیل نشته دی. د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم ویل کیدل چې د هغوي بدیل نشته دی. د جمهور رئيس کرزي په وخت کې هم دا خبره وه چې د هغه بدیل نشته دی. د جمهور غني په وخت کې هم دا خبره کیدله چې د هغه بدیل نشته دی. خو مونږ ولیدل چې هم د اشخاصو او هم د ډلو لپاره بدیلونه په ښه او یا بده توګه راپیدا یا رامنځته شول. په دې خاطر د طالبانو د دویمې دورې لپاره به هم بدیل خامخا رامنځته کیږي ځکه که بدیلونه نه رامنځته کیدلې نو د زمان مزمل په قول، طالبانو دویمې دورې ته به نوبت نه وې رسیدلې.

اکثریت افغانان د خپل هیواد د ثبات او د ولس د هوساینې لپاره څه فکر لري؟

اکثریت افغانان جنګ د مسایلو د حل لار نه بولي، خو دا د دې معنی نه لري چې افغانان د موجوده وضعیت نه خوشاله دي او احساس د ارامې کوي. حتی د طالبانو ډیرې مشرانو په خصوصي او علنې توګه په مستقیمه او یا غیر مستیقیمه توګه یادونه کړې چې دوی د موجوده وضعیت په هکله خوشاله نه دي چې افغانستان دې د انزوا په حالت کې وي او د ښځو په تعلیم او کار دې بندیز وي.

ولس هیڅکله په هر دور کې چې وي، په دې راضي او خوشاله نه دی چې خبره ونه کړې شي، ازادي‌ ونه لري، د کار، تعلیم او سیاسي ژوند حق ترې واخستل شي. اکثریت افغانان د راتلونکې په هکله تشویش لري.

اکثریت افغانان چې په داخل او بهر کې زه ورسره غږیدلې یم، په دې فکر دي چې هیڅوک نفې کولې نشې او ټول افغانان د یو قانون په چوکاټ باید په شریکه سره ژوند وکړي. نه سیاسي او پوځي مخالفین طالبان نفې کولې شي او نه طالبان ملت نفې کولې شي. باید ملي‌ مشروعیت لپاره اقدام وشي.

طالبان داسې وانمود کوي چې ملي مشروعیت یعنې بیا پخوانیو زوراکان او پخواني بیروکراتانو ته چوکې ورکول دي. نه داسې نه ده. په ملي مشروعیت کې افراد مهم نه دي بلکې په واقعي توګه د مشروعیت ملي پروسه مهمه ده. د ملي مشروعیت پروسه بې د اساسي قانون د شتون او د ولس د ارادې نه نشي رامنځته کیدلې.

اکثریت افغانان غواړي چې افغانستان باید د انزوا د حالت نه ووځي، د افغانستان موسسات تقویه شي او د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودریږي. افغانان نه غواړي چې د سیمې د هیوادونو او یا دنیا سره په ټکر کې اوسي او یا افغانستان بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز شي. که افغانستان کې ثبات، قانونمند او مشروع حکومت وي، دا د افغانانو، بیا د سیمې د هیوادونو او هم د نړېوالې ټولنې په خیر ده. که په افغانستان کې قانونمند او مشروع حکومت نه وي، په هغه صورت کې نه د افغانانو خیر شته، خو افغانستان به د سیمې هیوادونو او دنیا لپاره خامخا تهدید وي ځکه تاریخ همداسې ثابته کړیده. په عوض د دې چې افغانستان د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز شي، ښه به دا وي چې افغانستان د همکاریو په مرکز بدل شي.

 

د اکثریت افغانانو لپاره لوی مؤخې څه دي؟

د ټولو نه لوی مؤخه د افغانانو لپاره بې له جنګه د یو قانونمند او مشروع حکومت رامنځته کیدل دي تر څو افغانستان د انزوا حالت نه ووځي. لکه مخکې مې چې یادونه وکړله، د مسایلو په تکذیب یا Denial باندې مسایل نشي حل کیدلې. مشروعیت او یا د مشروعیت پروسه د هیوادونو سره په منفي تعامل او یا پيژندنې نشي رامنځته کیدلې.

دا چې دا پروسه څنګه پیل شي، د دې لپاره د ټولو اړخونو لخوا د ملي ارادې شتون غواړي. کله چې د قانونمند او مشروع حکومت خبره رامنځته کیږي، دا د دې معنی نه لري چې طالبانو ته وویل چې شي تاسي لرې شي او په عوض یې یو بله ډله حاکمه شي. بلکې په اوسنې وخت کې د ټولو نه لوی مسوولیت په لومړي سر کې د طالبانو دی چې د مشروعیت په یوه ملي پروسه باندې توافق وکړي او بیا د هغه پروسې د تطبیق لپاره د ټولو اړخونو سره په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه همکاري راجلب کړي.

کله چې د حکومت د مشروعیت او قانونمندې مسله حل شوله،  بیا اقتصادي، امنیتي،‌ ټولنیز او سیاسي‌ مسایل پخپله تر ډیره حده حل کیدلې شي.

د یو هیواد مدیریت د تنظیمي مسایلو د مدیریت سره توپير لري. له بده مرغه طالبان او هم د طالبانو اکثریت مخالفین د تنظیمي سیاستونو محصول دي او فکر کوي که د دوی د ډلې نه کوم هیواد حمایت وکړي او دوی ته یو څه بخور نمیر مرستې ورسیږي نو ټول مشکل د افغانستان حل کیدلې شي، خو مسله داسې نه ده. د هیواد مدیریت د تنظیم او یا د یو حزب د مدیریت سره توپير لري. په دې خاطر د ایډیالیزم او ریالیزم د رقابتونو نه باید ځانونه وکاږي.

 

د دغه مؤخو د لاسته راوړو لپاره څه پکار دي؟

د البیروني مشهوره مقوله ده وایي زه د حق منلو سپکاوې نه کوم که د هرې منبع نه یې پیدا کړم. افغانان باید واقعیتونه ومني ولو که د حق خبره د مخالف له خولې هم وي.

دلته زه د افغانانو تر منځ د مسایلو د حل لپاره دوه اخلاقي او یو اساسي وړاندیز لرم. څلورم جز یې عواقب دي. په جزیاتو یې مخکې یو څه تفصیل ورکړل شو او زیات تفصیلي بحث نه دی پکار تر څو د لوستونکو نه اصلي وړاندیزونه ورک نشي.

دا وړاندیزونه نه د نړیوالو مشورو او مرستو ته اړتیا لري او نه تخینکي مسایل دي چې مشاورین ورته استخدام شي. افغانان یې پخپله کولې شي خو خبره د نیت او ارادې ده. کله چې نیت او اراده ښه شوله، نو عمل پخپله ښه کیږي ځکه هر عمل د نیت پورې تړاو لري.

لومړۍ؛

طالبان او هم افغانان باید د ټولو نه د مخه دا ومني چې ستونځې شته او اراده موجود ده چې ستونځې حل کړي. کله چې د ستونځو د منلو او د حل اراده موجود شوله، بیا لارې چارې پیدا کول اسانه دي. اوس ټولې خواوې د ستونځو په ردولو یعنې تکذیب یا Denial کې دي. دا تغیر د فکر او ارادی خود ګذري او د یو بل منل او تحمل غواړي.

دویم؛

د طالبانو او هم د طالبانو د مخالفینو لخوا د جنګي روایتونو او الفاظو په استعمال کې باید تغیر رامنځته شي. د جنګ د ادبیاتو په عوض باید سوله ایز ادبیات استعمال شي.

ولې دا مسله زیاته مهمه ده. که یوه خوا بل په بده یاد کړي، مقابله خوا خامخا بد الفاط استعمالوي. د سولې د یو شاګرد په حیث، د بدو الفاظو په استعمالولو، د همکارې او د مسایلو د حل لپاره زمینه نه مساعدیږي. دا اسلامي او اخلاقي مسله هم ده.

د بیلګې په توګه که طالبان ووایي چې د جمهوریت کسان د امریکا ګوډاګیان و یا دي نو هغوي خامخا وایي چې طالبان د ګوډاګیانو ګوډاګیان دي ځکه پاکستان د امریکې ګوډاګۍ دی او طالبان د پاکستان.

که وویل شي چې طالبان د پاکستان ایجنټان دي ځکه دوی هلته اوسیدل او مرکزونه یې درلودل، نو طالبان خامخا وایي‌ چې مخالفین یې د امریکا او یا غرب ایجنټان دي. په دې بحث نه کوو چې اکثریت مطلق افغانان په ګاونډیو او یا نورو هیوادونو کې اوسیدلې دي. که د یو هیواد په اوسیدلو څوک ایجنت کیږي، که ټول افغانان نه وي، نو بیا خو اکثریت مطلق د افغانانو د بهرنیانو ایجنټان دي.

که طالبان ووایي چې مونږ عفوه کړې او راشي تسلیم شي، نو مقابل لورې بیا وایي چې تاسي ته چا عفوه کړې چې په زرګونو  بیګناه کسان مو په بمونو او ځانمرګي حملو کې شهیدان کړيدي.

که طالبان ووایي چې امنیت شتون لري، نو مخالفین وایي چې طالبان د امنیت په تعریف نه پوهیږي او امنیت شتون نه لري.

که طالبان ووایي چې دوی د نړۍ سره تعامل لري او دوی مشروع حکومت دی، نو مخالفین مخامخا وایي چې دوی ملي‌ مشروعیت نه لري.

که طالبان ووایي چې دوی اسلامي نظام راوستې دی، مخالفین خامخا وایي چې د پيړیو نه افغانان مسلمانان دي او دا ماډل د دوی شخصي اسلام دی ځکه داسې ماډل د حکومتولې نه په صدر د اسلام کې و او نه اوس نورو اسلامي هیوادونو کې شتون لري.

که طالبان ووایي چې مخکې فساد و نو مخالفین خامخا وایي چې د ټولو نه لوی فساد د بیګناه انسانانو وینه تویول دي او اوس هم اخلاقي او اداري فساد شتون لري.

که طالبان ووایي چې بهر کې څوک اوسیږي، هغوي تښتیدلي دي، نو مخالفین خامخا وایي چې تاسي څو څو ځله تښتیدلي یاست او داسې نور. په دغه ناندریو نه سوله راتلې شي او نه مشروع او قانونمند حکومت.

البته د طالبانو او یا ځینو مخالفینو د پلویانو د فیسبوک او ټولنیزو رسنیو الفاظ دلته زه نه استعمالوم چې هغه اصلا په هیڅ اخلاقي، اسلامي او انساني معیارونو برابر الفاظ نه دي چې دوی یې یو بل ته استعمالوي.

دریم؛

اصلي وړاندیز.

د افغانستان اصلي مشکل د یو قانونمند او مشروع حکومت نه شتون دی ځکه ملت د طالبانو په حاکمیت کې خپل ځان نه ګوري. د حل لپاره یوازنې لار زما په اند، د طالبانو لخوا د مشروعیت او اساسي قانون د جوړیدو لپاره د یو ملي پروسې اعلان دی او بیا د هغه پروسې په لړ کې ملي، سیمه ایز او نړیوال حمایت تر لاسه کول دي.

ترڅو چې داسې پروسه اعلان نشي، دا مشکله ده چې یا ټول ملت طالبانو ته خپله تسلیمي ومني او یا طالبان وکړې شي چې په زور ټول ملت سرکوبه او خولې وتړي او مخالفین محو او ورک کړي. که دا پروسه اعلان شي، بیا د همکارې زمینه د ټولو خواو تر منځ مساعدیږي.

البته همیشه یو شمیر محدود کسان د هرې پروسې مخالف وي او هغه بیا ستونځه نشي جوړولې.

څلورم؛

که درېمه ماده عملي نشي، متبادل یې د افغانستان انزوا ده. نه طالبان کولې شي چې افغانستان د انزوا حالت نه وژغوري او نه نړۍ کولې شي چې د طالبانو سره د یو قانونمند او مشروع حکومت په ډول سیاسي، اقتصادي او امنیتي تعلقات ولري. نتیجه یې سیمه ایزه او نړیوال رقابتونه، فقر او د افغانانو دربدري او باالاخره د طالبانو بدیل رامنځته کیدل دي چې هغه بدیل به هم د افغانانو په خیر نه وي او نه به افغانستان د ثبات او هوساینې خواته قدم کیږدي.

شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښټونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

[1] ایډیالستان وايي چې حقیقت د انسان د فکر یا ذهن له ‌خوا جوړېږي، او فکرونه او شعور د نړۍ په درک کې ډېر مهم دي. خو رېالستان وايي چې حقیقت له انسان نه پرته خپلواکه وجود لري، یعنې نړۍ پرته له دې چې موږ یې درک کړو، شته ده.

[2] https://www.usip.org/sites/default/files/Afghan-Issues-Paper_For-Taliban-Governing-Will-Be-Hard-Part.pdf

[3] https://www.aljazeera.com/news/2023/6/27/over-1000-afghan-civilians-killed-since-taliban-takeover-un

[4] https://www.dw.com/ps/afghan-prisons-in-the-past-year/a-66516593

د ماشوم‌خویه بالغو کسانو پېژندنه: یو ټولنیز-رواني تحلیل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.