اکسون مجله، درېیمه مرکه
مطالعه هغه بوختیا ده، چې په ځان د باور رامنځته کېدو، شخصیت لوړېدو او د ژوند د بدلېدو سبب ګرځي. د مطالعې لپاره بېلابېلې لارې دي. یوه لار یې هغه پخوانۍ او لرغونې ده، چې سلګونه کلونه کېږي انسانان پرې بوخت دي، چې کتاب دی. خو په اوسنۍ دنیا کې ځینې نورې لارې هم د کتاب د مطالعې لپاره پیدا شوې دي؛ یوه یې انلاین مطالعه ده، چې په کمپیوټر یا هم ایپډ او مبایل کې مطالعه کېږي او یوه یې هم په ټوله دنیا کې نسبتاً نوې ده، چې ډېر زیات طرفداران لري، هغه غږیز کتابونه دي.
په نوره دنیا کې غږیز کتابونه ډېر اورېدل کېږي، ډېر لوی بازار لري خو په پښتو کې دا تګلاره نوې ده، خو لا هم ډېر اورېدونکي لري. په تجارت کې یو فرمول دی؛ چې چېرته تقاضا وي، هلته بیا خامخا تولید هم وي. په پښتو کې حداقل موږ په دې پوهېږو؛ چې د غږیزو کتابونو لپاره تقاضا بیخي ډېره ده او دا بېلابېل علتونه درلودلای شي. یو علت یې دا هم دی، چې د افغانستان ټولنه بې سواده ده او موږ د کتاب لوستلو فرهنګ نه لرو. نو په داسې ټولنه کې چې واقعاً سواد یو چلینج دی، غږیزو کتابونو تر هرې بلې ټولنې ډېر طرفداران پیدا کړي دي او خلک یې غواړي چې کتابونه واوري.
بل علت دا دی؛ چې غږیز کتابونه د یو بل کار ترسره کولو سره هممهاله اورېدلی شو. مثلاً: د موټر چلولو، سفر کولو، پخلي کولو یا هم هر بل کار ترسره کولو په وخت کې اورېدلی شو. چې د دغه خاصیت له امله زیاتره خلک کتابونه خوښوي او غرب کې هم چې خلک د بې سوادي ستونزه نه لري، خو ډېری خلک غږیز کتابونه اوري.
همدارنګه دا چې په هېواد کې کم سوادي ډېره ده، نو امکان دې ولري چې دا کتابونه ټولنه ډېره بدله کړي. ډېر کم لیکوالان؛ لکه ارواښاد احمدي دې مقام ته رسېدلی دی، چې هم د خاصو لیکوال وي او هم د عامو لیکوال وي. یو علت یې چې احمدي صاحب د عوامو لیکوال شو، هغه یوازې د ده عالي لیکل نه وو، بلکې هغه دا هم وو؛ چې د ده ټول کتابونه غږیز شول او له راډیو ګانو څخه به خپرېدل. ښایي هغه نجونې او ښځې چې ښوونځي ته نه تلې، خط نه شوای لوستلی، هغوی هم د دوی له اثارو سره بلدې شوې وي او دا د غږیزو کتابونو برکت وو.
د غږیزو کتابونو اغېزې او ګټې ډېرې لویې دي. شاید د کتابونو اورېدل او د دې میتود سره بلدتیا یو څه وخت ونیسي، ستونزمن وي او ستړي کونکی تمام شي، خو وروسته انسان ورسره بلدېږي او د کتاب اورېدل به ورته سکون ورکونکی وي، انسان له یوازیتوبه او د حافظې له کمزورتیا څخه هم ژغوري. همدارنګه غږیز کتابونه کم وخت نیسي او تر څنګ یې نور کارونه ترسره کولای شو. غږیزو کتابونو څخه په ګټې اخیستنې پوهه ډېرېږي. موږ کولای شو چې د یو ستړي کونکي سفر پر مهال یا یو چا ته د انتظار پر مهال کتاب واورو او د مطالعې تر څنګ وخت هم ځان ته هوسا او اسانه کړو. غږیز کتابونه د ماشومانو او هغو کسانو لپاره چې سترګې یې ضعیفې دي یا هم نابینا دي، ډېر ګټور تمامېدلی شي، او مطالعه ورته اسانه کولای شي.
همدارنګه غږیزو کتابونو یوه بله ګټه دا هم ده؛ چې په ډله ییزه توګه یې هم اورېدلی شو، یانې که کتاب لولو، ممکن یو کس هغه ولولي او څو کسه یو کتاب په یو وخت کې په ګډه ونه شي لوستلی، خو غږیز کتاب ته په یو وخت کې څو کسه غوږ کېدلی شي او اورېدلی یې شي.
غږیز کتابونه په ټولو ژبو کې موجود دي، چې په لږ لګښت او یا هم پرته له کوم لګښت څخه خپرېږي. دا چې مطالعه دودول له جهل سره مبارزه ده، نو باید دې برخې ته ډېر کار وشي. د غږیزو کتابونو دود په افغانستان کې کم دی، خو داسې هم نه دی، چې په دې برخه کې فعالیتونه او هڅې نه دي شوې. موږ په دې برخه کې ډېر کامیاب مثالونه لرو؛ چې یو مثال یې د رادیو ګانو له خوا د غږیزو کتابونو خپرېدل دي، چې ډېر زیات اورېدونکي لري او بل مثال یې چې پرمختللې تکنالوژي ده، ډېر زیات مینه وال یې پیدا کړل او په لږ وخت کې ډېر مهم نوښت وو؛ چې هغه بلبل کاریال دی. یاد کاریال ډېر مینه وال پیدا کړل او د پښتو ډېر کتابونه یې په دې اپ کې خوندي شول. همدارنګه د دې یوه بله ګټه دا هم وه؛ چې نه یوازې دا ډېرو خلکو د وطن دننه دا کتابونه واورېدل، بلکې ډېر هغه وطنوال چې په وطن کې نه دي او غوښتل یې چې پښتو کتابونه ولولي، خو لاسرسی یې نه درلود، نو د بلبل کاریال له برکته یې ولوستل. د دې لپاره چې بلبل کاریال د غږیزو کتابونو په دنیا کې یو کامیاب مثال دی، مناسبه مې وګڼله چې د دې کاریال له بنسټګر ښاغلي «شېرشاه رحیم» سره مرکه وکړم او دی وپوښتو چې د دغې کیسې د بریا تر شا کومې کیسې دي او د کامیابي راز یې څه دي.

تاسې مرکې ته رابولم!
ـ کامران: د بلبل کاریال کله، په کوم کال کې او د چا له خوا رامنځته شو؟
ـ رحیم: دا کاریال په ۲۰۲۱ ز کال کې، چې کله په افغانستان کې د جمهوریت حکومت سقوط وکړ، د اکتوبر په میاشت کې شېرشا رحیم (زما) له خوا جوړ کړای شو. بلبل کاریال مو هغه وخت پیل کړ، چې تر دغه وړاندې مو د کابل ریډز په نامه یو بل انلاین کتاب پلورنځی و، چې موږ به کتابونه پکې خرڅول او کتابونه به مو خلکو ته تر کوره رسول. په هغه کې یوه ستونزه دا وه؛ چې کتابونه به مو یوازې په کابل کې خلکو ته رسولای شوای او نورو ولایتونو کې ډېر قیمته وو او له افغانستان څخه بهر خو بیخي نه کېدل. نو ډېرو خلکو ته رسوونه ډېر غټ مشکل و، نو موږ وغوښتل چې یو بل اپ جوړ کړو او کابل ریډز مو بسته کړ. د هغه پر ځای مو ټول کارمندان په بلبل باندې لګیا شول او د بلبل کریال یې په ډېر لږ وخت کې جوړ کړ او تر څنګ یې په ۲۰۲۳ کال کې دغه کاریال په یو بل شرکت باندې خرڅ شو، فعلاً د زنځير لمیټید په نوم یو شرکت سره دی. زه د یو مشاور په حیث ورسره یم او مدیریت یې مخته وړم خو کاریال زما نه بلکې د بل شرکت دی.
ـ کامران: دغه کاریال د څه لپاره رامنځته شو؟ او اساسي موخه یې څه وه؟
ـ رحیم: دغه کاریال موږ دوو خبرو لپاره جوړ کړ. لومړۍ موخه مو د پوهې سطحې لوړول و. په افغانستان کې ډېر خلک دي، چې هغه له مطالعې څخه محروم پاتې شوي دي او مطالعه یې نه ده کړې، خو له مطالعې سره یې علاقه ډېره ده او غواړي چې کتاب ولولي. خصوصاً زموږ میندې، خویندې، چې په کورونو کې کار کوي او بیرون نه شي تللی؛ نو د هغوی لپاره ډېره ستونزمنه ده، چې مطالعې ته لاسرسی ولري نو موږ وغوښتل چې دا ستونزه حل کړو. مثلاً یو کس په اشپزخانه کې اشپزي کوي، تر څنګ یې بلبل کاریال را اړوي؛ کتاب پلې کوي، غوږ ورته ږدي او له هغه څخه یو څه زده کوي. نو د دې پر ځای چې په ټیکټاک، انسټاګرام او داسې نورو شیانو باندې خپل وخت تېر کړي، راځي او په یوه سمه مطالعه باندې خپل وخت تېروي.
دویمه موخه مو خلکو ته د دندې پیدا کول و، یانې زموږ په هېواد کې ډېر وروڼه، خویندې او میندې دي، چې غواړي کار وکړي، خو کار نه شي پیدا کولی. نو دا د هغو کسانو لپاره چې په کور کې دي، د کتاب د لوست لپاره ورته یوه ښه لاره ده؛ چې راځي، کتاب ثبتوي او په خپله یې بلبل کاریال ته اچوي او هر هغه نفر چې د ده د کتاب کوالټي یې خوښه شوه، په لس افغانۍ یې اخلي، نیمې پیسې یې هغه کس ته هم ورځي، چې کتاب یې جوړ کړی دی. چې دا د پیسو برابرولو لپاره هم ورته ښه لاره ده، ښه مصروفیت هم دی او کله چې غواړي یو کتاب ثبت کړي، یو لوست هم کوي.
ـ کامران: کوم ډول کتابونه په کې غږیز کېږي؟
ـ رحیم: په بلبل کې موږ د کتابونو څو برخې لرو؛ موږ سره ناولونه ډېر زیات دي. له ناولونو څخه بغیر نورې برخې هم له موږ سره شته، چې خلک یې ثبتوي. مثلاً د شاعري یو دوه درې کتابونه دي، همدارنګه مذهبي، خود اموزشي او انګېزشي کتابونه شته. هر څوک چې غواړي کتاب غږیز کړي، لومړۍ کټګوري انتخابوي او بیا کتاب په کې اپلوډوي.
ـ کامران: تر اوسه پورې مو څومره کتابونه غږیز کړي دي؟
ـ رحیم: له موږ سره فعالاً له ۲۵۰ څخه زیات کتابونه دي. ۲۰۰ کتابونه موږ خپله ثبت کړي دي. کله مو چې کاریال جوړ کړ، نو موږ خلکو ته پیسې ورکولې چې کتابونه ثبت کړي. ځکه چې نوی و او چا نه پېژانده او کوالټي مو هم باید ډېره ښه مارکېټ ته معرفي کړې وای. نو ۲۰۰ کتابونه زموږ دي او ۵۰ نور خلک لګیا دي چې کتاب ثبتوي، اپلوډوي او خرڅوي یې او خلکو ته یې ګټه رسېږي.
ـ کامران: ستاسې په نظر دغه کاریال د مطالعې په برخه کې څومره ګټور دی او څومره مینه وال لري؟
ـ رحیم: زما په نظر ګټه یې ډېره زیاته ده؛ زیاتره خلک همدا اوس چې په موټر کې وي، نو میوزیک ته غوږ دی، سندرې اوري، یا هم ځینې نور خبرونه اوري. خو بلبل کاریال د خلکو لپاره درېیم اپشن دی، چې د میوزیک یا هم بل څه د اورېدو پر ځای راځي او کتاب ته غوږ ږدي او یو څه ترې زده کوي.
• دویمه ګټه یې هغو کسانو ته ده چې په کور کې دي او نه شي کولای چې بهر لاړ شي. دا کسان کولای شي چې له خپل کور څخه کتاب ته لاسرسی پیدا کړي.
• درېیمه ګټه یې په خپله کتاب ثبتونکو ته ده، چې کله دوی کتاب ثبتوي نو مجبوره دي، چې یو ځل کتاب دقیق ولولي. پدې ډول به هم په خپله ښه پرې پوهېږي، هم بل کس ښه پرې پوهوي او هم ورته د مالي ګټو یوه لاره برابريږي. د دې تر څنګ د کتاب د ثبتولو په وخت کې له کتاب څخه ګټه اخلي. نو دغه ټولې هغه ګټې دي، چې د بلبل کاریال له لارې خلکو ته رسیږي. او فعلاً نږدې ۳۹۵۷۰ تنه بلبل په ورځني ډول استعمالوي او ګټه ترې اخلي.
ـ کامران: د بلبل غږیز کاریال لپاره مو راتلونکې موخې څه دي او څه پلان لرﺉ؟
ـ رحیم: د بلبل اپلکېشن لپاره زموږ راتلونکې موخې دا دي؛ چې باید په هر کور کې واوسېږي او د هر چا سره په هر مبایل کې بلبل کاریال انسټال واوسي. که یو کراچي وان په بازار کې سودا خرڅوي، نو د خپلې سودا خرڅولو په وخت کې کتاب ته غوږ کېږدي.
غواړو چې دغسې کتاب تر هر چا پورې ورسوو، چې بیا چا ته شکایت پاتې نه شي، چې موږ سره د کتاب لوستلو موقع نه وه. نن په بلبل کې څلویښت زره تنه دي، زموږ هدف دا دی؛ چې دا باید څلویښت زره میلیونه تنه واوسېږي. موږ سره فعلاً تقریبا له ۲۵ تر ۳۰ تنه ثبتوونکي دي، دا باید تر ۳۰ زره تنو واوسېږي. کتابونه ۲۵۰ دي، دا باید ۲۰ زره کتابونه واوسي، چې هر څوک د خپلې خوښي کتاب په بلبل کاریال کې ترلاسه کړای شي. زموږ اوس مهال ټول تاکید د بلبل کاریال په مخته وړلو، د کاریال په غټولو او تر هر چا رسولو باندې دی.
ان شاءالله موږ له خپلو دوستانو او ثبتوونکو سره کار کوو؛ چې بلبل کاریال نور هم ښه شي. فی الحال د بلبل کاریال ګټې ټولو ته رسېږي. موږ ته چې کله ثبتوونکي راځي، واضحه ورته لیکو چې باید له لیکونکي سره اړیکه ونیسي. که چېرته لیکونکی شکایت وکړي، چې پرته د هغه له اجازې څخه کتاب ثبت شوی دی، موږ ډېر په اساني سره کولای شو، چې له بلبل کاریال څخه یې لرې کړو. نو هم د لیکونکي حق خوندي دی، هم یې ثبتونکي ته ګټه رسېږي او هم هغه چا ته چې له بلبل کاریال څخه ګټه اخلي، ډېر زیات اپشنونه شته، چې کولای شي هره ورځ یو نوی کتاب ته غوږ کېږي.
پایله
د غږیز کتابونو کلتور په پښتو ژبه کې نوی دی. په دې برخه کې پرمختګونه هم شوي دي، خو نیمګړتیاوې هم لرو او په دې برخه کې موږ لا ډېر دقت ته اړتیا لرو. دقت ته ځکه اړتیا لرو، چې ډېر داسې شوي دي، چې یو کتاب څو خلکو لوستلی دی او دوی له دې څخه خبر نه دي. دا عیب نه دی چې یو کتاب ډېر خلک ولولي، په نوره دنیا کې هم یو کتاب ډېر خلک لولي، خو نوره دنیا ډېر خلک لري چې کتابونه ولولي. بل دا چې هغوی د کتابونو په لوستلو پیسې ګټي خو په افغانستان کې داسې نه ده.
ډېر کم خلک دي چې شاید دا وړتیا ولري، چې غږیز کتابونه ښه ولولي. نو که موږ دقت وکړو، یو منظم سیستم وي، هغوی د دې پر ځای چې په ورته کتاب خپله انرژي مصرف کړي، په بېلابېلو کتابونو د خپله انرژي مصرف کړي. موږ لا هم د پښتو مهم کتابونه نه دي غږیز کړي او کله چې کتابونه غږیز کوو، ډېر کله بازار ته پام کوو. یانې دې ته پام کوو؛ چې که یو ښه ناول هم نه وي، خو د دې لپاره چې د ځوانانو ساعت تېر شي، هغه ناول غږیز کړو. نو که مسوولانه کار کوو، نو باید کلاسیک اثار غږیز کړو. مثلاً، لکه: د حبیبي صاحب، کاکړ صاحب، غضنفر صاحب، شپون صاحب او داسې نورو لیکوالانو لیکوالانو اثار… داسې اثار که ځوانان واوري، د ساعتیري تر څنګ به یې یو څه ترې زده کړي وي. موږ په غږیزو کتابونو یو نقد دا هم دی؛ چې ځینې کلمات لوستونکی غلط تلفظ کوي، یا هم په نوره دنیا کې یو ناول لوستل کېږي نه، بلکې اکټ هم ورسره کوي، خو موږ دا امکانات نه لرو. نو په دې هیله چې دا امکانات هم پیدا کړو.
maimona.kamran1@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.