د وطن علمي فریاد
پوهه او حکمت؛ د افغانستان د ملي علمي هویت، ملي علمي خپلواکۍ او فکري بقا بنسټ
ایا افغان ډیاسپورا به خپل علم بېرته له وطن سره ونښلوي؟
د بهر مېشتو پوهنتوني استادانو، څېړونکو، ساینسپوهانو او متخصصو ډاکټرانو لپاره یوه علمي، انساني او ملي بلنه
«پوهه چې له خپل ولس، ژبو، بنسټونو او اړتیاوو سره ونښلي، یوازې مسلکي پانګه نه وي؛ د ملي حافظې، خپلواک فکر او راتلونکي د جوړولو ځواک ګرځي.»
محمد همایون همت
۱۰ اکتوبر۲۰۲۶
د بیاچاپ یادونه: د دې مقالې ا صلی نسخه د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په په ۲۴ مه د ایمیل له لارې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند صیب دفتر او د اسلامي امارت د ویاند محترم مولوی ذبیحالله مجاهد صیب دفتر ته استول شوې وه. تر دې بیاچاپ پورې لیکوال ته د دغو دفترونو ځواب نه دی رسېدلی. دا یادونه یوازې د مقالې د مخکنۍ رسمي لېږنې د ثبت لپاره ده؛ د مقالې اصلي متن او محتوا هماغسې ساتل شوې ده.
د لیکوال دریځ روښانه دی: دا وړاندیز او ملې بلنه د کوم ګوند یا سیاسي جریان د ملاتړ یا مخالفت وسیله نه ده. هدف یې دا دی چې د افغانانو ترمنځ د اختلاف تر څنګ یوه داسې مسلکي رابطه او ساحه وساتل شي چې ناروغ، محصل، څېړنه او علم په کې لومړیتوب ولري.
د خدمت منل د سیاسي نظر تایید نه دی؛ او د علم شریکول هم د سیاسي تسلیمۍ معنا نه لري.
په همدې ځای کې د دې مقالې د فکري او اخلاقي دریځ یوه بنسټیزه پوښتنه راولاړېږي:
پوښتنه دا نه ده چې: «تاسې له چا سره یاست؟»
پوښتنه دا ده چې: «ستاسې علم د چا لپاره دی؟»
که علم د انسان، ناروغ، محصل، ځوان نسل او وطن په خدمت کې وي، نو سیاسي اختلاف باید د علمي همکارۍ، مسلکي مسئولیت او د پوهې د شریکولو دروازه په بشپړه توګه ونه تړي.
د دې مقالې موخه همدا ده چې د سیاسي اختلاف تر څنګ د علم، تخصص او ملي اړتیا لپاره یوه ګډه مسلکي فضا ژوندۍ وساتل شي
مرکزي پوښتنه
کله چې په وطن کې روغتون متخصص غواړي، پوهنتون استاد غواړي، ښوونیز نظام د روزل شوي ښوونکي او مسلکي کادر د پیاوړتیا اړتیا لري، او علمي بنسټونه له نړیوالې پوهې سره د ژوندۍ اړیکې تږې وي، ایا هغه افغان استاد، څېړونکی او متخصص چې نن د نړۍ په پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او روغتونونو کې کار کوي، کولای شي لږ تر لږه د خپل علم یوه برخه – آنلاین، حضوري، د علمي لارښوونې، ګډې څېړنې او یا لنډ مهاله مسلکي ماموریت له لارې – له خپل وطن سره شریکه کړي؟
دا پوښتنه یوازې د څو لکچرونو، طبي مشورو یا لنډو علمي ناستو پوښتنه نه ده. تر شا یې یوه ژوره ملي مسئله پرته ده:
څنګه کولای شو د افغانستان خپور شوی علمي ځواک بېرته د افغانستان له پوهنتون، روغتون، څېړنیز بنسټ او ښوونیز نظام سره ونښلوو، څو هېواد یوازې د علم مصرفوونکی پاتې نه شي، بلکې د علم د زده کړې، تولید، نقد، ژباړې، انتقال او عملي کارونې خپله دوامداره وړتیا هم پیاوړې کړي؟
همدلته د «ملي علمي هویت» او «ملي علمي خپلواکۍ» بحث د شعار له پولې وځي او د کادر، ژبې، مؤسسې، معلوماتو، څېړنې او مسلکي تصمیم نیونې مسئله ګرځي.
لنډیز
افغانستان د ودانیو تر څنګ د انسانانو، بنسټونو او علمي حافظې بیارغونې ته اړتیا لري. روغتون یوازې په دیوال، بستر او ماشین روغتون نه کېږي؛ متخصص ډاکټر، روزونکی، نرس، لابراتواري کارپوه، معیاري تشخیص، مسلکي اخلاق او منظم علمي نظام غواړي. پوهنتون هم یوازې د پوهنځي، ریاست او ودانۍ نوم نه دی؛ د پوهنتون روح استاد، څېړنه، علمي نقد، لابراتوار، تازه نصاب، علمي ژبه او له نړیوال علم سره دوامداره اړیکه ده.
د موجودو باوري اسنادو له مخې، د افغانستان د روغتیا او ښوونې دواړه نظامونه د بشري ځواک له کمښت، نابرابر جغرافیایي وېش او کیفیتي فشارونو سره مخ دي. د WHO د ۲۰۲۵ د عامې روغتیا د وضعیت په تحلیل کې، د ۲۰۲۳ لپاره د ډاکټرانو، نرسانو او قابلو ګډ شمېر په هرو ۱۰٬۰۰۰ وګړو کې ۱۰٫۳ تنه ښودل شوی او راپور د دې کادر نابرابر وېش هم یادوي. [1] د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په ۱۲مه نږدې ۵٬۰۰۰ خالي بستونه اعلان کړل؛ خو دا ټول د ډاکټرانو بستونه نه دي، بلکې متخصصین، ډاکټران، لابراتواري او ایکسرې کارکوونکي، د انستیزۍ تخنیکران، فزیوتراپیستان، انجنیران او اداري او حمایوي بستونه هم پکې شامل دي. [2]
په لوړو زده کړو کې د UNESCO د ۲۰۲۵ راپور د پوهنتوني استادانو شمېر له ۱۸٬۹۰۹ تنو په ۲۰۱۹ کې ۱۳٬۳۹۵ تنو ته په ۲۰۲۴ کې د راکمېدو په توګه ثبتوي. [3] په ښوونیز نظام کې د پوهنې وزارت په ۲۰۲۵ کې د ۸٬۱۶۵ تدریسي او اداري بستونو د سیالۍ پایلې اعلان کړې، چې ۸٬۰۸۶ یې د ښوونکو بستونه وو؛ په ۲۰۲۶ کې یې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ۳۵۴ علمي کادري بستونه او په کابل کې ۱۲۹ نور ښوونیز بستونه اعلان کړل. [4][5][11]
دا شمېرې د ټول هېواد د دقیق ملي کمښت بشپړه سرشمېرنه نه ده، خو د دوامدارې اړتیا روښانه نښې دي.
د دې مقالې بنسټیز استدلال دا دی چې د افغانستان د علمي بقا لپاره یوازې د «مغزو د وتلو» (Brain Drain) په ژبه خبرې بسنه نه کوي. معاصر علمي ادبیات د «مغزو د ګرځېدو» (Brain Circulation)، «علمي نښلونې» (Brain Linkage) او د ډیاسپورا د پوهې شبکو مفاهیم هم کاروي.
مانا دا چې یو متخصص کولای شي له هېواده بهر ژوند وکړي، خو د ګډې څېړنې، علمي لارښوونې، ګډ نظارت، آنلاین تدریس، مسلکي شبکو او لنډو حضوري ماموریتونو له لارې له خپل اصلي علمي چاپېریال سره فعاله او دوامداره اړیکه وساتي. دا لید د فزیکي راستنېدو ارزښت نه ردوي؛ بلکې د علمي اړیکې لپاره تر راستنېدو پراخې لارې پېژني. [19][20][21][22][27]
په همدې چوکاټ کې «ملي علمي هویت» د یوه ملت د دې ګډ ظرفیت نوم دی چې پوهه زده کړي، تولید یې کړي، نقد یې کړي، په خپلو ژبو او مؤسسو کې یې نسل تر نسل انتقال کړي، او د خپلو روغتیايي، ښوونیزو، اقتصادي، تخنیکي او ټولنیزو اړتیاوو د حل لپاره یې په مسلکي او اخلاقي ډول وکاروي. «ملي علمي خپلواکي» بیا له نړیوال علم څخه د انزوا نوم نه دی؛ بلکې دا وړتیا ده چې هېواد خپلې علمي پوښتنې په خپله تعریف کړي، باوري معلومات تولید کړي، شواهد وارزوي، خپل کادر وروزي، او له نړیوالو علمي شبکو سره د یو اړخیزې محتاجۍ پر ځای د متقابلې زده کړې او همکارۍ اړیکه ولري. UNESCO د پیاوړو علمي، ټکنالوژیکي او نوښتمحورو نظامونو لپاره د انساني، تخنیکي، مدیریتي او د پالیسۍ جوړونې ظرفیت مهم بولي، او په پرانیستي علم کې پر څوژبنیز علم ( Multilingual Studies ) ,ظرفیت لوړونې او عادلانه نړیوالې همکارۍ ټینګار کوي. [23][26]
د مفاهیمو چوکاټ: ملي علمي هویت او ملي علمي خپلواکي څه معنا لري؟
د «ملي علمي هویت» اصطلاح باید له احساساتي ملي شعار سره ګډه نه شي. په دې مقاله کې دا اصطلاح د علمي نظام د پنځو تړلو عناصرو لنډیز دی:
لومړی، روزل شوی انساني کادر؛
دویم، داسې پوهنتونونه، روغتونونه او څېړنیز بنسټونه چې پوهه تولید او انتقال کړي؛
درېیم، علمي ژبې چې پیچلي مفاهیم د خلکو او محصلانو تر منځ ولېږدوي؛
څلورم، د نقد، شواهدو او مسلکي اخلاقو فرهنګ؛
او پنځم، له نړیوال علم سره دوه اړخیزه اړیکه. که له دغو عناصرو څخه یو هم ډېر کمزوری شي، د ملت علمي حافظه او د خپل راتلونکي د جوړولو وړتیا اغېزمنېږي.ملي علمي خپلواکي مطلقه «ځان بسیايي» نه ده. په معاصر علم کې هېڅ هېواد له نړیوالو ژورنالونو، معلوماتي شبکو، ټکنالوژۍ، ګډو څېړنو او د متخصصینو له تبادلې بېنیازه نه دی. دلته علمي خپلواکي د «پوښتنې، انتخاب، ارزونې، تولید او تطبیق وړتیا» ده:
افغانستان باید وکولای شي نړیوال علم ترلاسه کړي، په انتقادي نظر یې وارزوي، محلي ستونزې په علمي پوښتنو بدلې کړي، د خپلو خلکو او جغرافیې اړوند باوري معلومات تولید کړي، او له بهرنیو شریکانو سره داسې همکاري وکړي چې کورنی ظرفیت هم ورسره لوړ شي. د UNESCO د پرانیستي علم سپارښتنه هم نړیواله همکاري د ظرفیت لوړونې، څوژبني علم او د علمي تشو د کمولو له اصولو سره یو ځای مطرح کوي. [23][26]علمي خپلواکي له ژبني، فرهنګي او سیاسي خپلواکۍ سره څه اړیکه لري؟
علمي، ژبنۍ، فرهنګي او سیاسي خپلواکۍ یو مفهوم نه دي او یو د بل ځای نه نیسي؛ خو په عمل کې یو بل پیاوړي یا کمزوري کولای شي. سیاسي خپلواکي د ټولنیزو او عامه چارو په اړه د خپل تصمیم او ادارې له حق سره تړاو لري؛ ژبنۍ خپلواکي د دې وړتیا ده چې یو ملت خپل فکر، علم او تجربه په خپلو ژبو بیان او نسلونو ته انتقال کړي؛ فرهنګي خپلواکي د تاریخي حافظې، ارزښتونو او د ټولنې د معنا د دوام ظرفیت دی؛ او علمي خپلواکي د باوري معلوماتو د تولید، د شواهدو د ارزونې، د ستونزې د علمي تعریف او د مسلکي حل د طرح کولو وړتیا ده. د دوی اړیکه متقابله ده: علمي کمزوري د تصمیم کیفیت او د کورني تخصص وزن کمولای شي؛ او که علم له ژبې او فرهنګي چاپېریال سره اړیکه له لاسه ورکړي، د ټولنې او تخصص ترمنځ واټن پراخېږي. UNESCO ژبه د پوهې د انتقال، د تاریخي او ټولنیزې تجربې د ساتنې او د انسان د ځان پېژندنې له مهمو وسیلو ګڼي. [23][24][25][26]
یو مهم علمي احتیاط دا دی چې علمي ظرفیت په خپله سیاسي خپلواکي نه تضمینوي، او سیاسي خپلواکي هم په خپله پیاوړی علمي نظام نه جوړوي. اړیکه یې غیرمستقیمه، خو عملي ده: هغه هېواد چې د روغتیا، اوبو، کرنې، اقتصاد، اقلیم او ښوونې په اړه خپل باوري معلومات، څېړنه او مسلکي تحلیل نه لري، د تصمیم نیولو پر مهال د بهرنیو معلوماتو او مشورو پر تکیه ډېرېږي. له همدې امله ملي علمي ظرفیت د خپلواک او باخبره تصمیم نیولو یوه تخنیکي ستنه بلل کېدای شي، نه د سیاسي خپلواکۍ مترادف. نړیواله همکاري باید دا کورنی ظرفیت پراخ کړي، نه دا چې ځای یې ونیسي. [23][26]
علمي خپلواکي د نړۍ له علمه جلا کېدل نه دي؛ علمي خپلواکي دا ده چې له نړۍ زده کړه وکړو، په خپل علمي عقل یې وارزوو، د خپل چاپېریال له اړتیا سره یې برابر کړو، په خپلو بنسټونو او ژبو کې یې انتقال کړو، او خپله تولید شوې پوهه هم بېرته نړۍ ته وړاندې کړو.
په همدې معنا د «پوهه او حکمت د افغان ولس بقا ده» جمله یوازې ادبي تعبیر نه دی. دلته «بقا» د فزیکي موجودیت تر څنګ د علمي حافظې، مسلکي مهارت، نسل په نسل د پوهې د انتقال، د روغتیا او اقتصاد د ظرفیت، او د ټولنې د خپل فکر او تحلیل د دوام معنا لري. ملتونه یوازې د ودانیو په ساتلو علمي دوام نه مومي؛ علمي تسلسل هغه مهال ژوندی پاتې کېږي چې انسان، مؤسسه، ژبه، معلومات، څېړنه او مسلکي اخلاق یو له بل سره وتړل شي.
۱. سیاست که د ملت علمي بقا؟
که یو ماشوم د مناسب ښوونکي له نشتون سره مخ وي، که یو محصل متخصص استاد ته لاسرسی نه لري، او که یو ناروغ د اړوند تخصص د نشتوالي له امله له خپل ولایت څخه مرکز یا له هېواده بهر تګ ته اړ کېږي، دا ستونزه د هر سیاسي اختلاف تر څنګ یوه مستقیمه انساني او مسلکي مسئله هم ده. د ناروغ درملنه، د محصل زده کړه او د ځوان مسلکي روزنه د دوام غوښتونکي ضرورتونه دي؛ حکومتونه، ادارې او سیاسي شرایط بدلېدای شي، خو د علم او روغتیا اړتیا نه ختمېږي.
د دې مقالې وړاندیز دا نه دی چې علم له ټولنیز او سیاسي چاپېریال څخه بېل دی. پوهنتون، روغتون او ښوونځی تل د قانون، بودجې، ټولنیزو شرایطو او عامه پالیسۍ تر اغېز لاندې وي. خو د ډیاسپورا د علمي ګډون لپاره د ارزونې اساسي معیار باید مسلکي وړتیا، علمي امانت، اخلاقي مسئولیت، د ناروغ خوندیتوب او د زده کوونکي ګټه وي؛ نه شخصي سیاسي وفاداري. په مقابل کې، بهر مېشتی متخصص هم باید د کورني بنسټ قانوني او مسلکي مقررات رعایت کړي او علمي فضا د سیاسي تبلیغ په ډګر بدله نه کړي.
د لیکوال دریځ روښانه دی: دا طرحه د کوم ګوند یا سیاسي جریان د ملاتړ یا مخالفت وسیله نه ده. هدف یې دا دی چې د افغانانو ترمنځ د اختلاف تر څنګ یوه داسې مسلکي ساحه وساتل شي چې ناروغ، محصل، څېړنه او علم په کې لومړیتوب ولري. د خدمت منل د سیاسي نظر تایید نه دی؛ او د علم شریکول هم د سیاسي تسلیمۍ معنا نه لري.
۲. روغتیايي کادر؛ اړتیا څومره ژوره ده؟
د WHO د ۲۰۲۵ د عامې روغتیا د وضعیت په تحلیل کې افغانستان د روغتیايي بشري ځواک له «بحراني کمښت» سره مخ بلل شوی. د راپور د ۲۰۲۳ معلومات ښيي چې په ټولو سکتورونو کې د ډاکټرانو، نرسانو او قابلو ګډ شمېر په هرو ۱۰٬۰۰۰ وګړو کې ۱۰٫۳ تنه و، او جغرافیایي وېش یې هم متوازن نه و. [1] د دې شمېرې علمي اهمیت دا دی چې ستونزه یوازې د کارکوونکو د مجموعي شمېر موضوع نه ده؛ ځای، تخصص، جنسیت، روزنه او د خدمت دوام هم مهم دي.
د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په ۱۲مه د نږدې ۵٬۰۰۰ خالي بستونو د ډکولو پروسه اعلان کړه. په رسمي خبر کې متخصصین، ډاکټران، څارونکي (supervisors)، لابراتواري کارکوونکي، د ایکسرې او انستیزۍ تخنیکران، د ارتوپیدۍ تخنیکي کارکوونکي، فزیوتراپیستان، ملکي انجنیران او اداري او ملاتړي کارکوونکي یاد شوي دي. [2] له همدې امله علمي دقت غواړي چې دا شمېره د «۵٬۰۰۰ متخصصو ډاکټرانو د کمښت» په توګه تعبیر نه شي. خالي بست، د ټول ملي کادر کمښت او د اوږدمهاله اړتیا اندازه درې جلا مفاهیم دي.
له بلې خوا، د کورني کادر د روزنې هڅې هم شته. د ۲۰۲۶ کال د مارچ د وزارت د راپور له مخې، نږدې ۵۰۰ متخصصین له ۲۶ تخصصي څانګو فارغ شوي او ۱٬۰۰۰ نوي تر روزنې لاندې ډاکټران جذب شوي دي. وزارت په رسمي توګه د افغان روغتیايي کارکوونکو لپاره د هېواد دننه او بهر د تخصص او ظرفیت لوړونې د فرصتونو د پراخولو یادونه کړې ده. [6] علمي انصاف دا دی چې د اړتیا تر څنګ د کورني ظرفیت جوړولو دا هڅې هم ثبت شي.
د ډیاسپورا نقش دلته باید د کورني ډاکټر یا استاد د ځای نیولو په توګه ونه لیدل شي. تر ټولو ګټوره ونډه هغه ده چې کورنی کادر پیاوړی کړي: پیچلي کیسونه ورسره وڅېړي، تشخیص او تصمیم نیونه ورسره تحلیل کړي، د څېړنې طریقه ورزده کړي، د پروتوکولونو په جوړولو کې مرسته وکړي او داسې مهارت انتقال کړي چې تر مشورې وروسته په داخل کې پاتې شي.
۳. بهرنی متخصص رابلل کېږي؛ افغان متخصص ولې د حل منظمه برخه نه وي؟
د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د عامې روغتیا وزارت او چینايي لوري ترمنځ په رسمي خبرو کې د روغتیايي کارکوونکو د مهارت لوړول، دودیز طب، د طبیعي پېښو مدیریت، او افغانستان ته د چینايي متخصصینو د راتګ موضوع مطرح شوې وه، څو د افغان متخصصینو ظرفیت په ځانګړي ډول د ناروغیو د څار او مخنیوي په برخو کې پیاوړی شي. [7] تر دې مخکې، د مارچ په ۳۱مه د عامې روغتیا وزیر له چینايي سفیر ژاو شینګ سره د روغتونونو د تجهیز او د روغتیايي کادر د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې وې. [16]
د بهرني مسلکي ملاتړ دا هڅې یوازې له چین سره محدودې نه دي. په فبروري ۲۰۲۶ کې د عامې روغتیا وزارت له یوه ترکي روغتیايي خیریه بنسټ سره د تخصصي روزنې لپاره د مسلکي کارکوونکو د افغانستان ته د لېږلو همغږي یاده کړه؛ او په اپرېل کې له روسیې سره د سرطان او زړه ناروغیو په برخه کې د افغان متخصصینو د روزنې، د لابراتوار د معیارونو د ښه کولو او د تجربې د شریکولو خبرې وشوې. [17][18]
د درناوي وړ، خو بنسټیزې علمي پوښتنې:
۱. که د افغانستان د روغتیايي کادر د ظرفیت لوړولو لپاره له چین سره د چینايي متخصصینو د راتګ رسمي بحث کېږي [7]، نو ایا دا به لا طبیعي او ګټوره نه وي چې له همدې سره یو ځای په بهر کې مېشت افغان متخصص ډاکټران او روغتیايي مسلکي کادر هم په یوه شفاف، منظم او مسلکي میکانیزم کې د خپل هېواد له روغتونونو او روزنیزو بنسټونو سره ونښلول شي؟
۲. که له یوه ترکي روغتیايي خیریه بنسټ سره د تخصصي روزنې لپاره د مسلکي کارکوونکو افغانستان ته د لېږلو همغږي کېږي [17]، نو ولې په ترکیه، اروپا او نورو هېوادونو کې کارکوونکي افغان متخصص ډاکټران او روغتیايي مسلکي کسان د همدې ظرفیت لوړونې په منظمه طرحه کې په رسمي ډول شامل نه شي؟
۳. که له روسیې سره د سرطان او زړه ناروغیو، د لابراتوار د معیارونو د ښه کولو، د افغان متخصصینو د روزنې او د تجربې د شریکولو خبرې کېږي [18]، نو ایا د همدې موخو لپاره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې موجود افغان متخصصین، څېړونکي او استادان باید له یوه منظم ملي علمي میکانیزم څخه بهر پاتې شي؟
په همدې ځای کې دمو لانا مشهور دری بیت/ شعر د موضوع معنا په لنډه توګه راټولوي:
آب در کوزه و ما تشنهلبان میگردیم
یار در خانه و ما گرد جهان میگردیم
په لوړو زده کړو کې هم ورته منطق لیدل کېږي. د لوړو زده کړو وزارت له قطر سره په ۲۰۲۶ کې د قطر او نورو اسلامي هېوادونو د استادانو د افغانستان پوهنتونونو ته د لېږلو د همکارۍ موضوع ثبت کړې، او له قزاقستان سره په آنلاین ناسته کې د ګډو علمي څېړنو، د قزاقستاني استادانو د افغانستان ته د راتګ، د افغان استادانو د ظرفیت لوړولو او د څېړنیزو مرکزونو د جوړولو غوښتنه شوې ده. [8][9]
له دې شواهدو یوه منطقي پوښتنه پیدا کېږي: که بهرنی متخصص د افغانستان د علمي ظرفیت د لوړولو لپاره ګټور ګڼل کېږي، نو بهر مېشتی افغان متخصص ولې د همدې معادلې یوه منظمه او روښانه برخه نه وي؟ دا پوښتنه د بهرنیو همکاریو د ردولو معنا نه لري. برعکس، یو سالم علمي نظام هم نړیوال شریکان غواړي او هم له خپلو علمي مهاجرو سره دوامداره رابطه. د دواړو سرچینو ګډول د پوهې شبکه پراخولای شي.
۴. پوهنتون؛ یوازې شمېر نه، د کیفیت او علمي تسلسل پوښتنه هم
د UNESCO د ۲۰۲۵ راپور له مخې، د افغانستان د لوړو زده کړو سکټور له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۴ پورې د کمېدو او ګډوډۍ دوره تېره کړې ده. راپور د پوهنتوني استادانو شمېر له ۱۸٬۹۰۹ څخه ۱۳٬۳۹۵ ته راکم ښيي. [3] دا رقم د هر پوهنځي د تخصصي خلا اندازه نه راکوي، خو په ملي کچه د تدریسي او څېړنیز ځواک د راکمېدو یوه جدي نښه ده.
په همدې راپور کې یوه مهمه داخلي شمېریز ناسمون هم شته چې باید په علمي امانت سره یاد شي: متن د ۲۰۲۴ لپاره د لوړو زده کړو د بنسټونو ټول شمېر ۱۷۰ ښيي، خو په جلا تفصیل کې ۱۲۱ خصوصي او ۴۰ دولتي بنسټونه یادوي، چې مجموعه یې ۱۶۱ کېږي. [3] دا اختلاف د دې مثال دی چې حتی معتبر نړیوال راپورونه هم باید بې له نقده نقل نه شي. د پوهنتونونو د دقیق اوسني شمېر لپاره باید د ملي احصایې او لوړو زده کړو وزارت تازه، واحد او د تعریف له مخې روښانه ثبت وکارول شي.
د خصوصي لوړو زده کړو په جلا UNESCO ارزونه کې ۲۸ سلنه د عاید کمښت او د ۳۱ سلنه خصوصي بنسټونو د مالي ستونزو له امله د تړل کېدو خطر راپور شوی و. [10] دا د هر خصوصي پوهنتون د ټیټ کیفیت ثبوت نه دی؛ دا د سکټور د مالي فشار نښه ده. کیفیت باید د استاد د تحصیلي سویې، نصاب، لابراتوار، څېړنې، علمي شفافیت، محصل-استاد نسبت، ازموینې، اکادمیکې ازادۍ او فارغانو د وړتیا په جلا معیارونو وارزول شي.
دلته د ډیاسپورا تر ټولو مهمه مرسته ممکن یوازې تدریس نه وي. د ګډو ماسټرۍ او دوکتورا نظارت، د څېړنیزو پروپوزلونو نقد، د ژورنال کلپ، د څېړنیز اخلاقو روزنه، د کتابتونونو او ډیټابیسونو ته د لاسرسي شبکې، او د کورنیو استادانو د مقالې لیکنې ملاتړ هغه فعالیتونه دي چې د پوهنتون «علمي تسلسل» پیاوړی کوي.
۵. له ښوونځي تر پوهنتونه؛ علمي هویت له لومړي ټولګي پیلېږي
پوهنتون هغه وخت قوي کېږي چې ښوونځی قوي وي. د پوهنې وزارت د ۸٬۱۶۵ بستونو په پروسه کې ۸٬۰۸۶ د ښوونکو بستونه وو. [4] په ۲۰۲۶ کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا لپاره ۳۵۴ علمي کادري بستونه او د کابل د ۱۴ ولسوالیو لپاره ۱۲۹ د ښوونکو بستونه اعلان شول. [5][11] دا اعلانونه د ټول هېواد د ښوونکو د مجموعي کمښت اندازه نه ده، خو د نوي کادر او مسلکي روزنې دوامداره اړتیا څرګندوي.
UNESCO د ۲۰۲۵ په راپور کې د ۲۰۲۳ د یوې ارزونې پر بنسټ د ساینس، ریاضي، پښتو او دري په مضمونونو کې د ګډون کوونکو ښوونکو د موضوعي پوهې کمزورې پایلې یادې کړې دي، او د دوامدار mentoring، د همکارانو تر منځ زده کړې (Peer Learning)، منظم feedback او ډیجیټل روزنې پر اړتیا ټینګار کوي. [12] په دې ځای کې ډیاسپورا کولای شي تر پوهنتون لاندې کچه کې هم مرسته وکړي: د ښوونکو د روزونکو روزنه، د مضمون-محور لنډ کورسونه، د علمي اصطلاحاتو د معیار جوړول او د ښوونیزو موادو علمي بیاکتنه.
ملي علمي هویت له ژبې سره هم ژوره اړیکه لري. که طب، ساینس، ریاضي، حقوق او ټولنیز علوم یوازې په داسې ژبو کې پاتې شي چې ډېری زده کوونکي او عام خلک یې په ژوره کچه نه شي درک کولای، پوهه له ټولنې سره کمزورې اړیکه پیدا کوي. دا د نړیوالو ژبو د ردولو دلیل نه دی؛ انګلیسي او نورې نړیوالې ژبې د معاصر علم مهمې دروازې دي. متوازن اصل دا دی چې نړیوال علم ته لاسرسی باید پراخ وي، او ورسره باید پښتو، دري او د اړتیا له مخې نورې ژبې هم د علم د تشریح، تدریس، ژباړې او تولید وړتیا ولري. UNESCO څوژبنیز تعلیم د زده کړې، ګډون او د پوهې د عادلانه لاسرسي لپاره مهم ګڼي، او په پرانیستي علم کې د څوژبني علمي ارتباط ملاتړ کوي. [24][25][26]
۶. آنلاین علمي خدمت؛ له نظریې څخه عملي جوړښت ته
په افغانستان کې آنلاین علمي او طبي همکاري له صفره نه پیلېږي. د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۲۴ کې د Telemedicine د یوه مسلکي بست د دندو په تشریح کې له کورنیو او بهرنیو تخصصي مرکزونو سره د معلوماتو د شریکولو لپاره د منظمې همغږۍ یادونه کړې ده. [13]
په جولای ۲۰۲۶ کې د ارتوپیدۍ لپاره یوه آنلاین مشورتي ناسته هم ترسره شوه چې پکې د مرکز او ولایتونو متخصصینو د CT، MRI او X-ray موارد په ګډه وکتل، او د ولایتونو د ډاکټرانو د ظرفیت لوړول یې د ناستې له موخو څخه وبلل. [14]
په تعلیم کې هم ډیجیټل روزنه تجربه شوې ده. د UNESCO د ۲۰۲۵ راپور د DANISH ډیجیټل زدهکړیز پلاتفورم یادونه کوي چې self-paced modules او low-bandwidth اړیکې کاروي، څو په لرې او د انټرنېټ له محدود لاسرسي لرونکو سیمو کې مسلکي روزنه اسانه کړي. [12]
دا تجربې ښيي چې د ډیاسپورا شبکې لپاره باید هر څه له صفره جوړ نه شي؛ موجودې تخنیکي او اداري لارې له روښانه معیارونو سره پراخېدای شي.
خو آنلاین طب حساسه ساحه ده. Teleconsultation باید د ناروغ د محرمیت، informed consent، د معلوماتو د خوندي لېږد، د مسلکي مسئولیت او د کورني معالج ډاکټر د قانوني صلاحیت په چوکاټ کې وي. بهرنی متخصص باید د مشورې نقش ولري، او هغه ځای چې مستقیمه نسخه لیکنه یا ناروغ ته فردي طبي امر قانوني ستونزه جوړوي، باید له هغې ډډه وشي. په همدې توګه، آنلاین تدریس هم باید د کورس له نصاب، د محصل د ارزونې او د پوهنتون له رسمي مسئول استاد سره همغږی وي.
۷. له «Brain Drain» څخه «Brain Circulation» ته؛ د علم د بېرته نښلېدو نړیوال منطق
د لوړ مهارت لرونکو کسانو مهاجرت په دودیزه توګه د «Brain Drain» یا د مغزو د وتلو په نوم تشریح شوی: یعنې هغه انساني پانګه چې یوه ټولنه یې روزي، په بل هېواد کې کار کوي. دا لید د زیان مهم اړخ نیسي، خو معاصر علمي ادبیات یو بل اړخ هم رااخلي. د «Brain Circulation» مفهوم وايي چې مهاجرت تل د اصلي هېواد لپاره مطلق او دایمي علمي پرېکون نه وي؛ پوهه، شبکې، څېړنیزې اړیکې او مهارتونه بېرته د پولې هاخوا هم ګرځېدای شي. [19][20]
په ۲۰۲۵ کې د Journal of Development Economics یوه څېړنه، چې د نړیوالو ګرځنده PhD څېړونکو د شبکو اغېز یې ارزولی، دا شواهد وړاندې کوي چې ګرځنده او ډیاسپورا ساینسپوهان کولای شي هغه کورني څېړونکي چې بهر نه دي تللي له نړیوالو همکارانو سره ونښلوي؛ یعنې مهاجر متخصص په عملي ډول «علمي پُل» ګرځي. [21] د ۲۰۲۶ د علمي ډیاسپورا ادبیات هم د Brain Linkage مفهوم کاروي: د دایمي فزیکي راستنېدو پر ځای ګډه څېړنه، mentoring، co-supervision، لابراتواري لاسرسی او مؤسسي شراکت د وطن سره د دوامدارې نښلونې وسیلې کېدای شي. [22]
خو یوه مهمه احتیاطي نتیجه هم شته: ډیاسپورا په خپله معجزه نه ده. څېړنې ښيي چې د علم انتقال د اعتماد، منظمې شبکې، د کورني بنسټ د جذب وړتیا (Absorptive Capacity)، مناسبې ادارې، وخت او متقابل احترام غوښتنه کوي. که بهر مېشتی استاد یوازې یو ځل لکچر ورکړي او بیا اړیکه پرې شي، اغېز محدود پاتې کېږي. که په مقابل کې یو کال د یوه څېړنیز ټیم لارښوونه وکړي، ګډه مقاله ولیکي، ځوان استاد ته د څېړنې میتود ورزده کړي او وروسته هم رابطه وساتي، علمي ګټه ژوره کېږي. [19][22]
له همدې امله د افغانستان لپاره تر ټولو مناسب هدف ممکن «ټول متخصصین بېرته راستانه کړئ» نه وي، بلکې «د افغانستان علمي شبکه له خپلو بهرنیو مغزونو سره بېرته ونښلوئ» وي. دا بدلون د مهاجرت واقعیت مني، خو علمي اړیکه د جغرافیایي واټن قرباني نه پرېږدي.
۸. د افغان ډیاسپورا علمي شبکه؛ له مفکورې تر عملي جوړښت
تر ټولو کملګښته او عملي ماډل دا دی چې اړوند روغتیايي، تحصیلي او ښوونیز بنسټونه – د خپلو قانوني صلاحیتونو په حدودو کې – د بهر مېشتو افغان متخصصینو لپاره شفاف ثبت، اعتبارسنجونه او د همکارۍ څو کچیز نظام جوړ کړي. نوم، تخصص، علمي درجه، فعال مسلکي جواز، پوهنتوني یا روغتوني کاري سابقه، ژبې، د خدمت ډول، موجود وخت او د ګټو د ټکر احتمالي موارد دې ثبت شي. د اسنادو د تایید اصول دې د ټولو لپاره یو شان وي.
• افتخاري آنلاین استاد: په میاشت کې یو یا دوه منظم لکچرونه، د محصلانو بحث، ژورنال کلپ او د کورس د موادو علمي بیاکتنه.
• تخصصي طبي مشاور: Grand Rounds، Case Conference، Tumor Board، Radiology/Pathology Review او د ځوانو ډاکټرانو مسلکي روزنه، د ناروغ د محرمیت په کلک رعایت سره.
• Mentor: هر بهر مېشتی استاد یا متخصص دې له دوو یا درېیو کورنیو ځوانو استادانو، ډاکټرانو یا څېړونکو سره د شپږو یا دولسو میاشتو منظمې اړیکې ته داخل شي.
• ګډه څېړنه او نظارت: Research Methodology، Biostatistics، Evidence-Based Medicine، Academic Writing، Peer Review او د ماسټرۍ/دوکتورا د پروژو ګډ علمي نظارت.
• د علمي ژبې پیاوړتیا: د پښتو او دري د معیاري علمي اصطلاحاتو، درسي موادو، خلاصو علمي سرچینو او ژباړو ګډې ډلې، څو نړیوال علم د محصل او ټولنې له ژبې سره ونښلول شي.
• د ښوونکو روزنه: د ساینس، ریاضي، ژبو، ارزونې او ډیجیټل تدریس لنډ، تکرارېدونکي او د ټولګي له اړتیا سره تړلي کورسونه.
• حضوري لنډ ماموریتونه: د ۱-۴ اوونیو مهارتمحوره دورې چې هدف یې د یوه مشخص تخنیک، پروتوکول یا روزنیز ظرفیت انتقال وي، نه تش تشریفاتي سفر.
د شبکې اداره باید د ګډون شمېر په ځان کې بریا ونه ګڼي. مهم شاخصونه باید د پایلو اندازه وکړي: څو منظمې ناستې بشپړې شوې؟ څو کورني همکاران نوي مهارت ته ورسېدل؟ څو ګډې څېړنې یا علمي مواد تولید شول؟ د ناروغ د غیرضروري راجع کېدو، د محصل د زده کړې او د استاد د څېړنیز فعالیت په کچه څه بدلون راغی؟ د کیفیت اندازه کول شبکه له شعار څخه مؤسسې ته انتقالوي.
۹. علم له سیاست پورته نه، خو له سیاسي استخدام څخه باید خوندي وي
علم په ټولنه کې ژوند کوي او له قانون، بودجې، اخلاقو او سیاست سره اړیکه لري؛ نو «علم له سیاست پورته» جمله باید داسې تعبیر نه شي چې علم له ټولنیز مسئولیت څخه جلا دی. دقیق اصل دا دی: علمي خدمت باید د حزبي او ډلهییز استخدام وسیله نه شي. د علمي غونډې موضوع باید شواهد، تدریس، طب، څېړنه او مسلکي اخلاق وي.
د ګډون دروازه باید د سیاسي وفادارۍ پر ځای د مسلکي معیار له مخې خلاصه وي. بهرنی متخصص باید خپل سند، کاري سابقه او که اړین وي فعال مسلکي جواز وړاندې کړي؛ کورنی بنسټ باید د محصل، ناروغ او معلوماتو د محرمیت او د علمي بحث د درناوي ضمانت وکړي. د اختلاف حق د علمي تحقیر سبب نه شي، او د خدمت موقع هم د سیاسي تبلیغ په بدل کې ورنه کړل شي.
نه سیاسي بیعت د علم سند دی، او نه سیاسي اختلاف د علم د باطلېدو دلیل. د علم معیار شواهد دي؛ د طب معیار د ناروغ خوندیتوب دی؛ او د خدمت معیار امانت، وړتیا او مسئولیت دی.
۱۰. ایا افغان ډیاسپورا دا کار په رښتیا کولای شي؟
د افغان پوهنتوني استادانو، PhD څېړونکو، ساینسپوهانو او متخصصو ډاکټرانو د نړیوال شمېر لپاره تر اوسه داسې واحد، تازه او معتبر ثبت نه شته چې دقیق نړیوال رقم ورکړي. له همدې امله د «لسګونو زرو» یا نورو لویو شمېرو بېسنده تکرار علمي نه دی. خو د شبکې د جوړولو لپاره د نړۍ د هر افغان متخصص مخکېنی بشپړ شمېر شرط هم نه دی؛ خپله د ثبت او شبکې پروسه کولای شي د دې ظرفیت د معلومولو لومړی عملي ګام وي.
د بهرنیو متخصصینو د لنډ مهاله ماموریت عملي بېلګې شته. د ۲۰۲۶ کال په فبروري کې د عامې روغتیا وزارت د Doctors of Rahman له یوې ډلې سره د ۱۲ متخصصو ډاکټرانو ماموریت همغږی کړی و؛ د وزارت د خبر له مخې په دې ماموریت کې د امریکا، بریتانیا، هند، لبنان، قطر او نورو هېوادونو متخصصین شامل وو، او وزارت د ویزې، روغتون مهالوېش، طبي تجهیزاتو، امنیت او لوژستیک په برخه کې همغږي کړې وه. [15] سرچینه د دغو متخصصینو افغان تابعیت نه تاییدوي، نو دا د افغان ډیاسپورا مستقیم مثال نه دی؛ خو دا ثابتوي چې د بهرنیو مسلکي ټیمونو لنډ ماموریت په اداري او لوژستیکي لحاظ عملي کېدای شي.
اصلي ننګونه د تخنیک تر څنګ اعتماد دی. بهر مېشتی متخصص باید دا احساس ونه کړي چې له هغه څخه یوازې نوم، حیثیت یا سیاسي مشروعیت غوښتل کېږي؛ کورنی استاد هم باید داسې احساس ونه کړي چې بهرنی همکار یې د کم ارزښته یا ناپوه شخص په سترګه ګوري. بریالۍ شبکه د متقابل احترام پر بنسټ جوړیږي: بهرنی متخصص نړیواله تجربه راوړي، کورنی متخصص د هېواد، ناروغ، ژبې، نظام او عملي محدودیتونو ژوره پوهه لري. دواړه نیمګړي دي که یو له بل پرته کار وکړي.
۱۱. له غوښتنې تر تعهد؛ شپږ میاشتنی ازمایښتي پروګرام
د دې مقالې وړاندیز د لویې او ناڅرګندې ادارې د جوړولو پر ځای یو محدود، اندازه کېدونکی Pilot Program دی. د شپږو میاشتو لپاره دې ۲۰-۳۰ معتبر بهر مېشتي متخصصین په څو مشخصو برخو کې وټاکل شي؛ پنځه روغتونونه، پنځه پوهنتونونه او د ښوونکو د روزنې څو مرکزونه دې ورسره ونښلول شي. د هر ګډون کوونکي دنده، وخت، مخاطب بنسټ، د معلوماتو د محرمیت اصول او د پایلو شاخصونه دې مخکې تعریف شي.
د شپږو میاشتو په پای کې دې یوه لنډه عامه او مسلکي ارزونه خپره شي: څو ساعتونه تدریس وشو، څو کیسونه وڅېړل شول، څو استادان او ډاکټران د mentoring پروګرام بشپړ کړ، کومې ګډې څېړنې یا نصابي اصلاحات وشول، کومې ستونزې راپیدا شوې او ګډونوالو څه زده کړل. که پایلې ګټورې وې، شبکه دې په تدریج پراخه شي؛ که نه، د ناکامۍ لاملونه دې علمي تحلیل شي.
لیکوال د کوم مالي امتیاز، رسمي مقام یا سیاسي امتیاز له غوښتنې پرته، د امکان تر حده د اروپا او نورو هېوادونو له افغان متخصصو ډاکټرانو، پوهنتوني استادانو او څېړونکو سره د لومړنیو اړیکو او د رضاکارې ډلې د راټولولو په برخه کې د مرستې چمتووالی څرګندوي. دا باید د یوه شخص پروژه پاتې نه شي؛
که مفکوره ارزښت لري، باید د شفاف ملي او مسلکي چوکاټ په وسیله د ګڼو وړ افغانانو ګډ کار شي.
۱۲. علمي ژبه، فرهنګي حافظه او ملي هویت؛ ولې دا موضوع یوازې تخنیکي نه ده؟
ملت خپل علم یوازې په لابراتوار کې نه ساتي؛ علم په ژبه، اصطلاح، کتاب، تدریس، کلینیکي بحث، څېړنیز میتود او مسلکي حافظه کې ژوند کوي. که یوه ټولنه د عصري علم د بیان لپاره په خپلو ژبو کې کافي ظرفیت ونه لري، د خلکو او تخصص تر منځ واټن پراخېږي. له بلې خوا، که نړیوالې ژبې ونه زده شي، نړیوال علم ته لاسرسی محدودېږي. سالمه لاره د «یا دا، یا هغه» لاره نه ده؛ سالمه لاره څوژبنی علمي ظرفیت دی: نړیوالې ژبې د علم د ترلاسه کولو لپاره، او پښتو، دري او نورې اړینې ژبې د علم د ټولنیزولو، تدریس او تولید لپاره. [24][25]
په همدې ځای کې ملي علمي هویت له فرهنګي هویت سره نښلي. ژبه یوازې د معلوماتو د انتقال کانال نه ده؛ تاریخي تجربه، د مفاهیمو د معنا سیوري او د ټولنې د ځان پېژندنې یوه برخه هم ده. UNESCO په ښکاره ژبې د تاریخي او ټولنیزې تجربې زېرمتونونه او د ځان پېژندنې وسیلې بولي. [24] له همدې امله، د طب، ساینس، اقتصاد، حقوقو او ټولنیزو علومو د معیاري پښتو او دري علمي ادبیاتو پیاوړتیا د فرهنګي ښکلا تر څنګ د علمي ظرفیت مسئله هم ده.
خو «ملي» باید د تنګوالي، علمي انزوا یا د نورو ژبو او تجربو د رد معنا ونه لري.
د افغانستان ملي علمي هویتباید د هېواد د ژبني او فرهنګي تنوع له درناوي، د نړیوال علم له ازادې تبادلې، د شواهدو له نړیوالو معیارونو او د علمي نقد له فرهنګ سره یو ځای وده وکړي. علم هغه وخت ملي ځواک ګرځي چې هم د خلکو له اړتیا، ژبې او مؤسسو سره تړلی وي او هم د نړیوالې علمي ټولنې له ازموینې، نقد او همکارۍ سره ژوندۍ اړیکه وساتي. [24][25][26]
۱۳. د افغانستان د ملي علمي خپلواکۍ مهم بنسټونه
که د «ملي علمي خپلواکۍ» مفهوم په عملي ژبه وژباړو، لږ تر لږه اووه یو له بل سره تړلي بنسټونه لري:
• انساني ظرفیت: داسې استادان، ډاکټران، انجنیران، څېړونکي او تخنیکي کارکوونکي چې د نړیوالو معیارونو په کچه روزل شوي وي او د نورو روزلو وړتیا ولري.
• مؤسسي ظرفیت: پوهنتون، روغتون، لابراتوار، څېړنیز مرکز او مسلکي ټولنې چې له فردي شخصیتونو ور هاخوا دوام وکړي.
• ملي معلومات او څېړنیز شواهد: داسې باوري، منظم او د ارزونې وړ معلومات چې د روغتیا، نفوس، تعلیم، اقتصاد، چاپېریال او نورو ملي اړتیاوو په اړه تصمیم یوازې پر اټکل ولاړ نه وي.
• علمي ژبه او لاسرسی: د نړیوال علم تر څنګ په ملي ژبو کې معیاري اصطلاح، تدریسي مواد او د عامه پوهې منابع.
• د شواهدو فرهنګ: داسې مسلکي چاپېریال چې ادعا له دلیل، تجربه له معلوماتو، او مقام له علمي حجت څخه جلا وپېژني.
• نړیواله شبکه: له بهرنیو پوهنتونونو، علمي ټولنو او افغان ډیاسپورا سره دوامدارې، دوه اړخیزې او شفافې اړیکې.
• اخلاقي او قانوني چوکاټ: د ناروغ خوندیتوب، د څېړنې اخلاق، محرمیت، علمي امانت او د ګټو د ټکر روښانه اصول.
د ډیاسپورا شبکه یوازې د دې اوو بنسټونو یوه برخه ده؛ د ټول علمي نظام بدیل نه ده. خو که ښه طرحه شي، د انساني ظرفیت، نړیوالې شبکې، علمي ژبې، څېړنیزو شواهدو او د علمي نقد د فرهنګ په پیاوړتیا کې په یو وخت مرسته کولای شي.
پایله: وطن له خپلو مغزونو څه غواړي؟
د دې مقالې منطق دا نه دی چې ټول بهر مېشتي افغان پوهان دې خپل ژوند، کورنۍ او مسلک پرېږدي او دایمي بېرته کډه شي. د ډېرو لپاره دا نه عملي ده او نه د علمي همکارۍ یوازینۍ لاره. د نننۍ ډیجیټل نړۍ مهم بدلون دا دی چې جغرافیایي واټن نور د علمي پرېکون حتمي معنا نه لري. یو استاد کولای شي په میاشت کې دوه یا څلور ساعته درس ورکړي؛ یو متخصص په Case Conference کې ګډون وکړي؛ یو څېړونکی د یوه ځوان استاد مقاله یا پروپوزل نقد کړي؛ یو جراح په لنډ حضوري ماموریت کې یو مهارت انتقال کړي؛ او یو ساینسپوه کورنی همکار له نړیوالې څېړنیزې شبکې سره ونښلوي.
د علمي مهاجرت مسئله باید له «وتلی که بېرته راغلی» څخه «اړیکه شته که پرې شوې؟» ته واړوو. د افغانستان علمي سرمایه یوازې هغه خلک نه دي چې د هېواد په جغرافیه کې اوسي؛ هغه افغان پوهان هم د علمي سرمایې برخه کېدای شي چې په برلین، لندن، استانبول، دوحه، واشنګټن، سیدني یا بل هر ځای کې کار کوي، که له خپل وطن سره د پوهې یوه منظم، مسئول او دوامدار تار وساتي.
همدا د ملي علمي هویت یوه ژوره معنا ده: د افغانستان پوهه باید یوازې د افغانستان په جغرافیه کې محدوده نه وي، خو له افغانستان سره یې علمي تار هم ونه شلېږي. او همدا د ملي علمي خپلواکۍ عملي معنا ده: نه دا چې له نړۍ بېنیازه شو، بلکې دا چې له نړۍ سره د اړیکې په منځ کې خپل علمي عقل، ژبې، کادر، معلومات، پوښتنې، مؤسسې او مسلکي حافظه ژوندۍ وساتو.
اصلي پوښتنه دا نه ده چې: «تاسې له چا سره یاست؟»
اصلي پوښتنه دا ده چې: «ستاسې علم د چا لپاره دی؟»
که ځواب انسان، ناروغ، محصل او وطن وي، د اختلاف تر څنګ د همکارۍ یوه بله ژبه هم شته: د علم ژبه. په همدې ژبه کې پوهه د نسلونو تر منځ پُل دی، حکمت د تصمیم رڼا ده، او ملي علمي هویت د یوه ملت د فکري او مؤسسي دوام نښه ده.
وروستۍ پوښتنې
که افغان استاد د نړۍ د یوه پوهنتون محصل روزلای شي، ولې د خپل وطن د یوه محصل لپاره د میاشتې څو ساعته نه شي ځانګړي کولای؟
که افغان متخصص د نړۍ د یوه ناروغ ژوند ژغورلای شي، ولې خپل ځوان همکار ته د خپلې تجربې یوه برخه ور ونه رسوي؟
که افغان څېړونکی نړیواله مقاله لیکلای شي، ولې د یوه کورني ځوان څېړونکي د پروپوزل، میتود او تحلیل په پیاوړتیا کې مرسته ونه کړي؟
او که سیاسي اختلافونه مو ژور وي، ایا علم، اخلاق، د ناروغ درد، د محصل حق او د وطن راتلونکی لږ تر لږه دومره ګډه ساحه نه شي جوړولای چې یو بل ته د علم لاس ورکړو؟
سرچینې
[1] World Health Organization / Afghanistan Health Cluster. Public Health Situation Analysis – Afghanistan. 4 August 2025. (2023 health-workforce figure: 10.3 doctors, nurses and midwives per 10,000 population; imbalanced distribution.)
https://www.who.int/publications/m/item/public- health-situation-analysis— afghanistan [2] Ministry of Public Health, Afghanistan. “Ministry of Public Health Launches Recruitment Process for Nearly 5,000 Vacant Positions Through Open Competition.” 12 September 2026.
https://moph.gov.af/en/ministry-public-health- launches-recruitment-process- nearly-5000-vacant-positions- through-open [3] UNESCO. Afghanistan Education Situation Report 2025. Higher Education section. University teachers: 18,909 (2019) to 13,395 (2024).
https://articles.unesco.org/sites/default/files/medias/ fichiers/2025/10/Afghanistan- eduction-situation-report- 2025.pdf [4] Ministry of Education, Afghanistan. Announcement of the Competitive Exam Results for 8,165 Vacant Teaching and Administrative Positions (8,086 teaching; 79 administrative). 10 March 2025.
https://moe.gov.af/en/announcement-competitive-exam- results-8165-vacant-teaching- and-administrative-positions- ministry [5] Ministry of Education, Afghanistan. Announcement of 354 academic posts for teacher training and professional development. 5 July 2026.
https://moe.gov.af/en/node/8379 [6] Ministry of Public Health, Afghanistan. Healthcare Workforce Strengthened Through Recruitment for Speciality Program. 26 March 2026.
https://moph.gov.af/en/healthcare-workforce- strengthened-through- recruitment-speciality-program [7] Ministry of Public Health, Afghanistan. MoPH and China Discuss Expanding Health Cooperation and Capacity Building. 11 April 2026.
https://www.moph.gov.af/en/moph-and-china-discuss- expanding-health-cooperation- and-capacity-building [8] Ministry of Higher Education, Afghanistan. Meeting with the Ambassador of Qatar; discussion of sending professors and scientific cooperation. 2 Sunbula 1405 (24 August 2026).
https://www.mohe.gov.af/fa-AF/news/news-174 [9] Ministry of Higher Education, Afghanistan. Online meeting with Kazakhstan Minister of Science and Higher Education; joint research, visiting professors and capacity-building for Afghan faculty. 28 Jawza 1405 (18 June 2026).
https://www.mohe.gov.af/fa-AF/news/news-108 [10] UNESCO. Status of Private Higher Education Universities/Institutes in Afghanistan. Published 9 October 2024; updated 29 March 2026.
https://www.unesco.org/en/articles/status-private- higher-education-universities/ institutes-afghanistan [11] Ministry of Education, Afghanistan. 129 vacant teacher posts in 14 districts of Kabul. 24 August 2026.
https://www.moe.gov.af/en/node/8646 [12] UNESCO. Afghanistan Education Situation Report 2025. Quality of Education / Teacher Training and Development (mentoring, peer learning, DANISH digital platform).
https://articles.unesco.org/sites/default/files/medias/ fichiers/2025/10/Afghanistan- eduction-situation-report- 2025.pdf [13] Ministry of Public Health, Afghanistan. Telemedicine professional post description; coordination with internal and external specialist centres. 12 October 2024.
https://moph.gov.af/en/node/5238 [14] Ministry of Public Health, Afghanistan. MoPH Holds Telemedicine Consultation Session to Strengthen Orthopedic Care. 8 July 2026.
https://www.moph.gov.af/en/moph-holds-telemedicine- consultation-session- strengthen-orthopedic-care [15] Ministry of Public Health, Afghanistan. Doctors of Rahman medical mission with 12 doctors from several countries. 2 February 2026.
https://moph.gov.af/en/through-continuous-efforts- and-coordination-ministry- public-health%E2%80%99s- directorate-international [16] Ministry of Public Health, Afghanistan. Minister Noor Jalal Jalali meeting with Chinese Ambassador Zhao Xing. 31 March 2026.
https://moph.gov.af/en/minister-public-health- islamic-emirate-afghanistan- noor-jalal-jalali-held- meeting-chinese [17] Ministry of Public Health, Afghanistan. Meeting with officials of a Turkish charity foundation operating in the health sector; specialized training cooperation. 24 February 2026.
https://www.moph.gov.af/en/his-official-office-mawlawi- noor-jalal-jalali-minister- public-health-iea-held- meeting-officials [18] Ministry of Public Health, Afghanistan. Mawlawi Noor Jalal Jalali Meets Dmitry Zhirnov to Boost Afghanistan-Russia Health Cooperation. 22 April 2026.
https://www.moph.gov.af/en/mawlawi-noor-jalal-jalali- meets-dmitry-zhirnov-boost- afghanistan%E2%80%93russia- health-cooperation [19] Phan, L. H. “Academic Diaspora, Transnational Education-Driven Mobilities, and the Nation State.” Oxford Research Encyclopedia of Education. 2023. DOI: 10.1093/acrefore/
9780190264093.013.1813.
https://academic.oup.com/edited-volume/61768/chapter- abstract/553531507 [20] Larner, W. “Globalising knowledge networks: Universities, diaspora strategies, and academic intermediaries.” Geoforum 59 (2015): 197-205. DOI: 10.1016/j.geoforum.2014.10.
006.
https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/ S001671851400222X [21] Ito, R., Chavarro, D., Ciarli, T., Cowan, R., & Visentin, F. (2025). “From drains to bridges: The role of internationally mobile PhD students in linking non-mobile with foreign scientists.” Journal of Development Economics, 177, 103577. DOI: 10.1016/j.jdeveco.2025.103577.
https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/ S0304387825001282 [22] Prieto, J., Matiz-Rubio, N., González, C., et al. (2026). “Scientific diasporas in global biodiversity governance: brain circulation, linkage, and knowledge brokerage in Colombia.” Frontiers in Research Metrics and Analytics, 11, 1844103. DOI: 10.3389/frma.2026.1844103.
https://www.frontiersin.org/journals/research-metrics-and- analytics/articles/10.3389/ frma.2026.1844103/full [23] UNESCO. Building capacity for policy-making in science, technology and innovation.
https://www.unesco.org/en/science-technology-and- innovation/capacity-building [24] UNESCO. Multilingualism: language, knowledge societies and self-identification.
https://www.unesco.org/en/ifap/multilingualism [25] UNESCO. Languages matter: Global guidance on multilingual education. 2025; updated 22 July 2026.
https://www.unesco.org/en/articles/languages-matter- global-guidance-multilingual- education [26] UNESCO. Recommendation on Open Science. Adopted 23 November 2021. The Recommendation emphasizes multilingual scientific knowledge, capacity building, equitable participation and international cooperation to reduce scientific, technological and knowledge gaps.
https://www.unesco.org/en/legal-affairs/recommendation- open-science [27] OECD. Benchmarking Higher Education System Performance, section 5.5.2: Brain drain, brain gain and brain circulation. 2019.
https://www.oecd.org/en/publications/benchmarking- higher-education-system- performance_be5514d7-en/full- report/component-9.html علمي یادونه
په دې مقاله کې «خالي بست»، «د کادر کمښت» او «د ټول هېواد اړتیا» یو شی نه ګڼل کېږي. چېرته چې د دقیق ملي کمښت لپاره واحده او باوري شمېره نه وه، د وزارتونو اعلانونه او د WHO/UNESCO شمېرې د اړتیا د نښو په توګه کارول شوي، نه د یوې بشپړې ملي سرشمېرنې د بدیل په توګه. همداراز، د رسمي وزارتونو سرچینې د خپلو ادارو د اعلانونو او فعالیتونو د ثبوت لپاره کارول شوې دي؛ د سکټور د خپلواکې ارزونې لپاره WHO، UNESCO او peer-reviewed علمي ادبیات جلا بنسټ برابروی .
محمد همایون همت MD., PhD
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
