ګرانو لوستونکو په لومړۍ برخه کي موږ لاندي سوالو ته را رسېدلي وو چي:
– زاتي ځانګړتیاوي څه شي دي؟
– موږ څنګه کولای سو چي د انسان زات ته ښوالی ورکړو؟
دا هغه سوالونه دي چي د فلسفې په تاریخ کي ډېر مهم او د ډېر پخوا څخه مطرح سویدي. پر نوموړو سوالو باندي نه یوازي انساني او ټولنیزو علومو بحثونه کړیدي بلکه طبعي علومو هم د انساني زات په هکله یو پېچلی سوال رامنځته کړیدۍ او سوال دا چي:
زات که روزنه؟
د زات که روزني مجادله په ژوند پېژندنه او نورو علومو کي د فکري مجادلو څخه تر ټولو مشهوره مجادله ده. د مجادلې اصلي بحث پر دې دۍ چي زموږ کړني تر کومي اندازې په وراثت یا زات پوري اړه لري او تر کومي کچي پوري په چاپېریال او روزني پوري مربوط دي. مثلآ د یو سړي د شخصیت کومه کچه د ارثي اوجنتیکي عواملو پواسطه او څومره ئې د چاپېریال د تجربو پواسطه چي د ژوند په اوږدو کي ورسره مخ سویدۍ شکل اخلي. پدې هکله هم واحد او ټول منلی نظر نسته. د زات او روزني مسئله چي ئې ډېره پېچلې کړېده هغه دا ده چي ارثي او محیطي عوامل هم یو پر بل باندي تآثیر لري. یا په بل عبارت راکړه ورکړه کوي. یعني ډېر داسي محیطي عوامل سته چي د ارثي لامل څخه متآثره کیږي. لکه مخکي چي د کوچنیانو روزنه د مور او پلار پواسطه یو مطلق محیطي لامل ګڼل کېدۍ خو اوس شواهد ښکاره کوي چي د والدینو خپل ارثي عوامل د دوۍ پرسلوک باندي چي د اولادو سره ئې کوي تآثیر ښندي او پدې اړه د اولادو په منځ کي جینتکي توپېر چي په ارث ئې اخلي ډېر رول لري. یعني زات او چاپېریال یو پر بل باندي مخامخ تآثیرات لري چي کله زات محیط جوړوي او کله هم محیط زات جوړوي. لکه کله چي انسان محیط جوړوي او کله هم محیط انسان جوړوي. مثلآ افغانان په افغانستان کي محیط جوړوي خو کله چي مهاجر سي بیا محیط افغانان جوړوي.
اوس به خپل اصلي بانډار (د انسان کمزوري) ته راسو چي زه (لیکوال) ئې د جهان د ناامنۍ اصلي لامل بولم او پر دې به هم بحث وکړو چي د انسان کمزوري زاتي ده که روزنیزه؟
د جهان جوړونکي انسان کمزوري
انسان د خپل پیدایښت څخه تر نن ورځي پوري د ډیرو زمانو څخه تېر سوی، زحمتونه ئې کښلي، بې پایانه مبارزې ئې کړي او بې شماره قربانۍ ئې ورکړيدي څو چي اوسني حالت ته رارسېدلی دۍ. اوسني حالت ته د رارسېدو لپاره ئې بېل بېل تاریخي پړاونه شاته پرې ایښي، پر زړو پدیدو او زمانو ئې پښه ایښې ده او د نویو پدیدو او امیدو پرخوا ئې ګام پورته کړیدۍ. انسان د ژوند په ډیرو ابتدائي مرحلو کي هم د طبعي او ټولنیزو نعمتو د حاصلولو په تلاښ کي وو او کوښښ ئې کړیدۍ چي د طبعت د ټولو هغه نعمتو څخه خوند واخلي کوم چي دوۍ ته خوند او سکون ورکوي. د دغه تلاښ او مبارزې په نتجه کي انسان ورځ په ورځ د پرمختګ او ترقي پرخوا سوق سوی او قدم پر قدم ئې د مشاهدې وړ پرمختګونه کړي او کوي ئې.
د انسان دغه مبارزه او چټک پرمختګ نه دا چي په جهان کي یو فوق العاده او ګړندئ زېربنایي بدلون د ځانه سره لري بلکه خپله په انسان او ټولنه کي ئې هم یو ژور بدلون رامنځته کړیدۍ. د ساینس او تکنالوجي په پرمختګ کي مصنوعي هوښ وینو چي هرڅه ئې ممکن کړیدي. خو متآسفانه چي دغه انساني کمال او تکنالوجي پر ځای د دې چي د انساني ژوند د ژغورولو لپاره کار سي، د نعمتونو او سهولتونو د ایجاد لپاره کار سي، د انساني ټولنو د سوکالۍ او بقا لپاره او د طبعت د سمسورتیا او ښکلا لپاره کار سي برعکس د انسان وژني او ټولنیزو ورانیو لپاره کارېږي چي طبعت هم ورو ورو ورانوي. لکه اټم بم، مډرنه الوتکي، توغندۍ…
اوس سوال دا دۍ چي دغه منفي لاسته وړني په علم کي دي، علم د ځانه سره راوړي دي او که انسان د خپلو کمزوریو پر بنسټ د خپلو ناوړو ګټو او اغرازو په خاطر د علم څخه غیر مشروع او وحشیانه ګټه اخلي؟
معلومداره چي انسان د خپلو شومو اهدافو لپاره د علم څخه ناوړه استفاده کوي او دا ځکه چي اوسنئ عالیشانه انسان په ځان کي ځنی فطري کمزورۍ لري چي دغه کمزورۍ د انسان په رواني، ټولنیز او ارثي جوړښت پوري اړه لري. د انسان د کمزوریو په اړه مي مخکي وویل چي کوم علم یا فلسفې بحث ندۍ پر کړی او که ئې پر کړی وي حتمأ به ئې په نورو نومونو او ډولونو تشریح کړي وي. خو زه د انسان کمزوري په ساده پښتو داسي تعریفوم:
(د انسان کمزوري د یوه شخص هغه حالت دۍ چي په بل شخص، ټولنه او نړۍ کي اصلاحات غواړي خو په خپل ځان کي اصلاحات نه مني).
پدې معنا:
که انسانان د ارواح پوهني له لحاظه مطالعه سي وبه لېدل سي چي تقریبأ ټول انسانان په ځان کي یو یا څو منفي صفتونه لري خو نوموړی انسان خپل منفي عادت یا خاصیت ته متوجه نه وي او که متوجه وي د ده په نظر بد صفت نه وي او که د نوموړي شخص په نظر بد صفت هم وي پر ځان ئې نه راوړي او که ئې قبول هم کړي له ځانه ئې لیري کولای نه سي. یعني په عامه اصطلاح پر نفس باندي حاکمیت نه لري.
د بیلګي په ډول اوسني انسان هر څه جوړ کړل یا به ئې جوړ کړي ولي دغه خلاق انسان تر اوسه پدې ندۍ توانېدلی چي په نړۍ کي جنګ له منځه یوسي او یو ارام د صلحي په فضآ کي نړۍ وال فورم رامنځته کړي څو ملي او بین المللي لانجې په خبرو، منطق او استدلال سره حل کړي. د خلاق انسان دغه حالت د ده کمزوري ده. بل ساده او عامیانه مثال دا چي اکثریت حتا ډېر پوه خلګ د سکرېټ څکولو او الکهول څښلو په ضرر باندي پوهیږي په ځانګړي ډول ډاکتران صاحبان چي تل خپلو مریضانو ته توصیه کوي چي سکریټ او الکهول مه کاروۍ خو خپله ډاکتر صاحب سګرېټ څکوي یا الکهول څښي. دا به مو هم لیدلي یا اورېدلي وي چي ارام، اسوده او تعلیم یا فته هنرمندان او ملیونران د مخدر موادو معتاد وي. همداسي اکثریت خلګ پوهېږي چي سپورټ د صحت لپاره ډېره فایده لري ولي سربېره پر دې چي وخت او شرایط هم لري بیا هم نسي کولای چي هره ورځ حتا لس دقیقې منظم سپورت وکړي. دا چي د انسان دغه حالت ته به ارواح پوهنه، ژوند پوهنه او انسان پوهنه څه وایي یا څه ویلي وي نه پوهېږم. خو زه (لیکوال) د انسان دغه حالت د انسان کمزوري بولم.
پام مو اوسه یارانو چي هرڅه یا ډېر څه غوښتل، خود خواهي، بې ځایه غرور، تر نورو انسانانو ځان لوړ بلل، حسادت، بدنیتي، خود کُش بیګانه پرستي هم د انسان د کمزورۍ غښتلي شکلونه دي چي باید له ځانو څخه ئې لیري کړو. څو سالمه، له جنګو او نفرتو څخه پاکه او د ورورۍ په فضآ کي یوه ښکلې ټولنه یا ټولني ولرو.
د انسان کمزوري هم محیطي او هم زاتي اړخ لري خو چاپېریالي تآثیرات ئې پر ډېروالي او کموالي نېغ په نېغ اثر لري. د انسان کمزوري په ډول د ډولو تقریبأ په ټولو انسانانو کي سته خو په یو سالم او مکمل چاپیریال کښي د کمزوریو رشد او تکثر محدودیږي. یعني د زېربنائې او روبنائې نعمتو له پلوه په غني چاپیریال کښي د انسان د کلک عزم او پوهي پر بنسټ کېدای سي چی نوموړي کمزورۍ ورو ورو د انسان په وجود کي بیدې سي او بلاخره به ذاتي صفت د لاسه ورکړي او د انسان د عالیشانه زات څخه به ووزي یا به لږ سي. یعني د انسان زات به ښه او اصلاح سي. که پورته کمزورۍ د انسانیت څخه لیري سي بېله شکه به انسانان په مینه او ورورۍ کي ژوند کوي. سرحدات به له منځه ځي او هر انسان چي د مځکي په هر ګوټ کي ژوند کوي هغه مځکه به خپل کور او خلګ به ئې خپل وطنوال ګڼي. او که چیري انسانان په تېره بیا سیاسیون په نوموړو کمزوریو ملبس وي او هر څه یا ډېر څه د ځان او خپلو نازولو لپاره غواړي، مظلوم او بې دفاع ولسونه انسانان نه بولي بېله شکه به همدا جنګ، انسان وژنه او ورانۍ رواني وي. دا هم کېدای سي چي د جنګ د اور بڅرکی به د جنګ جوړونکو ورېښمینو لمونو او پلنګونو ته هم ورسیږي چي بلاخره به یو نړۍ وال ناورین رامنځته سي.
پایله دا چي:
راځۍ له ځانه ئې شروع کړو او ځانونه د کمزوریو څخه پاک کړو. څو یو ښکلی افغانستان او ارام جهان ولرو.
۴ – ۷ – ۲۰۲۵

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.