!ښاغلی ټرمپ

نصيراحمد څپاند

141

افغانستان د نړۍ پر مخ جهنم نه دی؛ دا د خدای ورکړی جنت دی. هغه جنت چې د سرو غرونو، سپینو واورو، شنو رغو، ویښ ضمیرونو او غیرتي خلکو پر اوږو ولاړ دی.
تاسو غوښتل چې زموږ له جنت نه جهنم جوړ کړئ، خو خپلې ناکامۍ تریخ حقیقت مو د تاریخ په مخ ولیکه.
تاسو کلونه د دې خاورې د ویجاړولو لپاره دسیسې جوړې کړې؛ د جګړې لمبې مو بلولې، د پردیو ګټو لپاره مو زموږ د وطن د ورانولو هڅې کولې. حتی هغه مهال چې د “بمونو مور” مو وازمویله او هڅه مو وکړه چې یو ځل بیا د کورني جنګ اور ولګوی، خو د افغانانو نه ماتیېدونکې اراده، غیرت او یووالی ستاسو هره توطئه په خاورو جوړ کړه.
افغانانو ستاسو له شومو پلانونو سره یوازې په زور مقابله ونه کړه؛ هغوی په خپل ایمان، جرئت، هوښیارۍ او وحدت سره ودرېدل. دا ملت یو ځل بیا نړۍ ته وښوده چې د افغان د زړه غرور د چا په بم، ګواښ او زور نه ماتیږي.
نن افغانان د تېرو جګړو تجربه لري. افغان پوهېږي چې د قلم میدان څنګه ګټي، په سیاست کې څه ډول دریږي، او د زمانې د سیالیو په وړاندې څنګه خپل هویت، عزت او بقا خوندي کوي.
افغانان نور هغه ملت نه دی چې یوازې د ټوپک ژبه پوهېږي؛ دا ملت د فکر، معرفت، سیاست او تدبیر په ژبه هم خبره کوي.
زموږ وطن د جګړو میدان نه دی؛ دا د عزت، وقار، تاریخ، ایمان او ښکلا ټاټوبی دی. هغه خاوره چې د هرې بلا تر تېریدو وروسته بیا ولاړه شوې، بیا راپاڅېدلې، او بیا یې نړۍ ته ښودلې چې افغان د ماتې نوم نه پېژني.
تاسو او ستاسو په شان ټول ځواکمنان د دې وړتیا نه لرئ چې د دې ملت ایمان، اراده او یووالی مات کړئ. تاریخ شاهد دی:
د دې ولس پر وړاندې هر طوفان مات شوی، هر استعمار تورمخ شوی، او هر دښمن یې په زانو شوی دی.
افغانستان هماغه جنت دی، خو ستاسو نیتونه، افکار او پلانونه د جهنم له تیارو، له غرور، نفرت او استعمار څخه سرچینه اخلي. تاسو د دې ملت د روح، د جرئت او د آزادۍ د مینې په مقابل کې بې وسه پاتې شوي یاست.
او دا ملت—تل‌هوښیار، تل‌پاڅېدلی او تل‌ژوندی—به یو ځل بیا نړۍ ته وښيي چې:
افغان نه ماتېږي، نه تسلیمېږي، او نه د چا په غوښتنه خپل وطن جهنم پرېږدي.

د ذهن د ارام ساتلو لارې چارې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.