«پردی کټ تر نیمې شپې وي.» دا متل د پردیسۍ د ژوند تر ټولو ژور حقیقت بیانوي. انسان که هر څومره په پرمختللي او شتمن هېواد کې ژوند وکړي، د خپل وطن مینه او د خپلې خاورې ارمان یې له زړه نه وځي.
اروپا د ښکلو ښارونو، پاکو سړکونو، قوي اقتصاد او پرمختللو خدماتو له امله د ډېرو خلکو د هیلو ځای دی. له لرې هر څه ښکلي او زړه راښکونکي ښکاري، خو د دې ښکلا تر شا د پردیسۍ داسې واقعیتونه هم شته چې هر څوک یې د زغملو توان نه لري.
پردیوالی، یوازیتوب، د مور او پلار او خپلوانو بېلتون، د خپلو دودونو او کلتور نه لرې والی، د ژبې ستونزې، د کار سخت فشار او رواني ستړیا د ډېرو کډوالو د ژوند برخه ګرځي. کله ناکله انسان له مادي پلوه هوسا وي، خو له روحي او عاطفي پلوه ځان تش او یوازې احساسوي.
په اروپا کې ژوند د قانون، نظم او مسؤلیت غوښتنه کوي. که څوک د دې چاپېریال له شرایطو سره ځان برابر نه کړي، ژوند ورته ستونزمن کېږي. ډېری کسان د پردیسۍ په ژوند کې داسې احساس کوي چې هر څه لري، خو د زړه سکون نه لري. ځکه د کورنۍ مینه، د خپل وطن فضا او د خپل ولس خپلوي په پیسو نه اخیستل کېږي.
همدا لامل دی چې ډېر کسان، سره له دې چې کلونه په اروپا کې تېر کړي، بیا هم د خپل وطن د یوې کوڅې، د خپلې خاورې د بوی او د خپلو خلکو د یوې موسکا ارمان کوي. انسان په پردي وطن کې ژوند کولای شي، خو د وطن مینه هېڅکله له زړه نه شي ایستلای.
وطن یوازې د اوسېدو ځای نه دی؛ وطن هویت، عزت، خپلواکي او د زړه سکون دی. د پردیسۍ ژوند، که هر څومره رنګین ښکاره شي، بیا هم د خپل وطن ځای نه شي نیول.
سردارولی الکوزی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.