ملا نصرالدین او د ده دزوی او خره کېسه

ډاکټر یاد

81
یوه ورځ ملا نصرالدین او دده لس کلن زوی له کلي نه ښار ته روان شول چې داختر لپاره سودا راونیسي .له کلی نه ښارته لاره اوږده وه . ملا نصرالدین خپل زوی پرخر ه کښېناوه او پخپله دخر ه پسې روان شو ، تریوې شیبې مزل وروسته دلارې په اوږدو کې یوه ډله خلکو دوی ولېدل او پخپلو منځو کې یې وویل : چې دې هلک ته وګورئ څومره بې ا دبه دی ، دی پرخره سپور دی او خپل سپین ږیری پلار یې پر خره پسې روان کړی دی لکه چې خپل زوی ته یې هېڅ ډول ادب نه دی ورښودلی ! ملا نصرالدین ددې خبرې په اورېدو سره خپل زوی له خره راښکته کړ او پخپله پر خره کښیناست اوزوی یې دخره پسې روان شو ، تر لږې شیبې وروسته یوه بله ډله خلک پرې ورپېښ شو ل هغوی پخپلو منځو کې وویل چې وګورئ! دا څومره ظالم پلار دی پخپله پر خره ناست دی اوخپل کوچنی زوی یې دخره پسې روان کړی دی.ملا نصرالدین ددې خبرې په اورېدو له خپل خره راکوز شو او دواړ ه زوی اوپلار د خپل خره پسې روان شول .
دا ځل دخلکو یوه بله ډله ورسره مخامخ شوه هغوی پخپلو منځو کې وویل: تا سو وګورئ دا پلار او زوی یې څومره ناپوه اواحمقان دي ، دی او زوی یې په خره پسې روان دي او له دواړو نه یو هم پر خر ه نه دي کښېنا ستلی ، آیا تردې بل زیات حماقت شته ؟.
بل ځل بیا دواړ پلار او زوی دواړه پر خره کښناستل ، تر لږ مزل وروسته دخلکو یوه بله ډله ورسره مخامخ شوه چې ویل یې : ای ظالمانو پر دې عاجزه خره دواړه ناست یاست ،ظلم خو هم یو حدلري ، له خدایه وډارشئ ترې را ښکته شئ !
ملا نصرالدین عصبی او په غوسه شو او خلکو ته یې وویل تاسو هم عجیبه انسانان یاستئ !لومړي ځل مې چې خپل زوی پر خره کښینولی و نومو هم پېغور راکړ، بیا مې چې هغه له خره ښکته کړ اوزه پر خره سپور شوم بیا مو هم رابا ندې وخندل او دری ځل چې پلار او زوی دخره پسې روان وو اوپر خره څوک نه و ناست بیا مو هم ملا مته کړو اوڅلورم ځل چې دواړه پر خره کښیناستو موږ ته مو دظالمانو خطاب وکړ، دا عجیبه ټولنه او عجیبه خلک دي دهرچا په کار کې کار لري اوپر یوه حالت کې هم څوک نه پرېږدي .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.